امنیت

په جوزجان کې طالب جنګیالي د سولې بهیر سره یوځای شول

د سلیمان راپور

د طالب جنګیالیو یوه ۹ کسیز ګروپ د افغان حکومت پر ضد په خپله جګړه پښېماني څرګنده کړه. هغوی د جنورۍ په ۱ په جوزجان ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شول. [سلیمان]

کابل -- د طالب جنګیالیو یوه ۹ کسیز ګروپ د افغان حکومت پر ضد په خپله جګړه پښېماني څرګنده کړه او د جنورۍ په ۱ په جوزجان ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شول.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د مشروعیت په پېژندلو سره، د ملتان په نامه د طالبانو یو مشر، چې د تعرضي په نامه هم یادېږي، د هغه تر قوماندې لاندې ۸ کسانو سره -- چې له کلونو راهیسې یې د لیلیې دښتې په مجید قدوق کلي او د قوش تېپې ولسوالۍ په سیمو کې جګړه کوله -- جګړه او تاوتریخوالی بس کړل او د سولې بهیر سره یوځای شول،»‌

هغه وویل، «د طالبانو ګروپ د سولې بهیر سره یوځای شو، او د ۷ میله ای کی ۴۷ کلاشینکوفونو، یوې پیکا،‌ یوه راکټ لانچر، درې موټرسایکلونو، یو څه مهماتو او یوې عرادې هاموي په شمول خپل ټول تجهیزات او وسلې یې له ځانونو سره راوړل،»

عزیزي وویل، «هغه طالبان چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي، حکومت هغوی ته امنیت، مالي تشویقات او کاري فرصتونه برابروي،»‌

د جوزجان ولایتي اداره د جنورۍ په ۱ هغو ۹ پخوانيو طالب جنګیالیو ته ښه راغلاست وایي چې ژمنه یې وکړه چې خپل ویجاړوونکي فعالیتونه به ودروي او د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.‌ [سلیمان]‌

د جوزجان ولایتي اداره د جنورۍ په ۱ هغو ۹ پخوانيو طالب جنګیالیو ته ښه راغلاست وایي چې ژمنه یې وکړه چې خپل ویجاړوونکي فعالیتونه به ودروي او د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.‌ [سلیمان]‌

د جوزجان والي لطف الله عزیزي (چپ) د ۹ پخوانیو طالب جنګیالیو، چې د جنورۍ په ۱ د ولایت په مرکز شبرغان کې د سولې بهیر سره یوځای شول، د ډلې له یوه غړي څخه وسله ترلاسه کوي. [سلیمان]

د جوزجان والي لطف الله عزیزي (چپ) د ۹ پخوانیو طالب جنګیالیو، چې د جنورۍ په ۱ د ولایت په مرکز شبرغان کې د سولې بهیر سره یوځای شول، د ډلې له یوه غړي څخه وسله ترلاسه کوي. [سلیمان]

پښېمانۍ او وعدې

پخوانیو طالبانو په خپلو تېرو عملونو باندې پښېماني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د داعش په شمول، د افغانستان د ټولو دښمنانو پر ضد به وجنګېږي.

د سولې بهیر سره یوځای شوي د پخوانیو یاغیانو د ډلې غړي ذوالفقار سلام ټایمز ته وویل، «زه له طالبانو سره په یوځای کېدلو او هغو کارونو، چې ما د خپلو هېوادوالو پر ضد کړي دي، پښېمان یم. زه نه غواړم چې زما وطن دې نور ویجاړ شي. له اوس نه ایسته، به زه یوازې د هغو کسانو پر ضد جنګېږم چې هغوی د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي.»‌

هغه وویل،«ما په خپلو سترګو د داعش فرانسوي، الجزایري او ازبک غړي ولیدلچې په جوزجان کې یې د دې لپاره جګړه کوله چې افغانان ووژني او افغانستان ویجاړ کړي.‌ زه ژمنه کوم چې زه به د امنیتي ځواکونو تر څنګ جګړه کوم چې د خپل هېواد د ویجاړېدا مخه ونیسم.»

د ګروپ مشر ملتان وویل، «له دوه کالو راهیسې، ما د طالبانو تر څنګ او د حکومت پر ضد جګړه وکړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«خو، بالاخره زه په حقیقت پوه شوم او دا مې درک کړه چې طالبان او د هغوی هدفونه غلط دي او زمونږ کارونه خلکو ته تاوان ور رسوي،له دې امله،‌ زه د افغانستان اسلامي حکومت سره یوځای شوم چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

هغه وویل، «زه له نورو طالبانو نه هم غواړم چې خپلې وسلې دې کېږدي، د جنګ میدان دې پرېږدي او د خپل هېواد د ثبات لپاره دې کار وکړي،»

'جګړه د حل لاره نه ده'

د سیمې یوه اوسېدونکي خان محمد وویل، «هغه ترهګر، چې په جوزجان کې جګړه کوي، باید پوه شي چې د هغوی د جګړې یوازني قربانیان د جوزجان ولایت اوسېدونکي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو د فعالیتونو په نتیجه کې، لسګونه ښوونځي بند کړای شوي، زمونږ په هېواد کې زرګونه ماشومان له ښوونې او روزنې څخه محروم کړای شوي او د جوزجان زرګونه اوسېدونکي بې ځایه شوي او د خپلو سرونو د پاسه چت یې له لاسه ورکړی دی،»

د جوزجان د سولې د شورا رییس مولوي محمد اکرم وویل،‌«د وسله والو یاغیانو له خوا د ترسره کېدونکیو جګړو اصلي قربانیان تل ملکي خلک وي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د حل لاره جګړه نه ده. مونږ هغو کسانو ته، چې په جوزجان کې د افغان حکومت او عامو خلکو پر ضد جګړه کوي، وایو چې د سولې دروازې ستاسو پرمخ پرانستې دي. راشئ او د سولې بهیر سره یوځای شئ

اکرم وویل، «د ۲۰۱۵ په لومړیو کې په جوزجان کې د سولې د شورا له فعالیدلو راهیسې ۹۰۰ وسله وال مخالفان د سولې بهیر سره یوځای شوي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. طالبانو د سولې په کولو سره ښه کار وکړ،‌ چې ورسره به زمونږ هېواد وکولی شي چې باثباته پاتې شي،‌ وکولی شي چې پرمختګ وکړي،‌ او هغه هېوادوال، چې په بهر کې دي، هغوی بېرته هېواد ته راستانه شي.‌ په دې طریقه، مونږ کولی شو چې پرمختګ وکړو. تل دې وي افغانستان.‌

ځواب ورکړئ

سلام. طالبان کمزوري دي، خو یو شمېر قوماندانان، چې اوس نشي کولی چې له حکومت څخه امتیازات ترلاسه کړي، د طالبانو په لیکو کې د دې لپاره پاتې کېږي چې پیسې ټولې کړي. زما په نظر،‌ حکومت په خپلو کارونو کې ډېر زیات سست دی.

ځواب ورکړئ