امنیت

افغان چارواکي: طالبان په ۲۰۱۷ کال کې خپلو هدفونو ته په رسېدلو کې پاتې راغلل

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو کومانډو د تېر اکتوبر په ۱۷ مه د کابل د نظامي روزنې په مرکز کې د یوه تمرین په ترڅ کې د فرضي طالب یاغیانو ساتنه کوي. د افغان ملي اردو عسکرو دا تمرین د دې لپاره ترسره کړ چې محلي او نړیوالو رسنیو ته خپله جنګي روزنه وښیي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

د افغان ملي اردو کومانډو د تېر اکتوبر په ۱۷ مه د کابل د نظامي روزنې په مرکز کې د یوه تمرین په ترڅ کې د فرضي طالب یاغیانو ساتنه کوي. د افغان ملي اردو عسکرو دا تمرین د دې لپاره ترسره کړ چې محلي او نړیوالو رسنیو ته خپله جنګي روزنه وښیي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

کابل -- هر پسرلی، چې طالبان د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلانوي، هغوی ژمنه کوي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد به جګړه وکړي او د هېواد ډېرې برخې به ونیسي.

افغان چارواکي وایي، خو تېر کال هم د مخکینیو کلونو په څېر، طالبان د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په وینا، د ۲۰۱۷ د اپریل او ډسمبر تر منځ، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اورپکو پر ضد له ۷۰۰۰ څخه ډېر عملیات ترسره کړي دي.‌

هغه د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې په نتیجه کې، د ۲۸۰ قوماندانانو په شمول زرګونه طالب جنګیالي ووژل شول، ۸۵۵۷ تنه ټپیان شول او ۱۷۰۷ نور ونیول شول.

افغان امنیتي ځواکونه د تېر نومبر په ۱۴مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې په پیره ولاړ دي.

افغان امنیتي ځواکونه د تېر نومبر په ۱۴مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې په پیره ولاړ دي.

افغان ویرکوونکي او امنیتي منسوبین د هغه ځانمرګي بمي برید صحنه ګوري چې د ډسمبر په ۳۱ مه یې په جلال اباد کې د جنازې مراسم په نښه کړل. دغې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل. چارواکو وویل، «افغان ځواکونه په فعاله توګه کار کوي چې په ټول هېواد کې ترهګریزعملیات کمزوري کړي او په راتلونکي کې د دغه ډول وحشتونو مخه ونیسي.» [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان ویرکوونکي او امنیتي منسوبین د هغه ځانمرګي بمي برید صحنه ګوري چې د ډسمبر په ۳۱ مه یې په جلال اباد کې د جنازې مراسم په نښه کړل. دغې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل. چارواکو وویل، «افغان ځواکونه په فعاله توګه کار کوي چې په ټول هېواد کې ترهګریزعملیات کمزوري کړي او په راتلونکي کې د دغه ډول وحشتونو مخه ونیسي.» [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

وزیري وویل، سربېره پر دې، د ۶۳ قوماندانانو په شمول د داعش ۱۶۲۸ تنه ترهګر ووژل شول، په داسې حال کې چې ۱۹۲ تنه یې ټپیان او ۱۵ نور ونیول شول.

هغه وویل، د دغو عملیاتو په ترڅ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ۹۰۰۰ څخه ډېر ماینونه شنډ کړل او ۱۳۰۰ میله سپکې او درنې وسلې، له ۱۰۰۰ نه ډېرې عرادې او خواوشا ۹۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، چې د ترهګرو شبکو پورې یې اړه لرله، ونیول.‌

د طالبانو پسرلني عملیات ناکام شول

د دفاع وزارت د ویاند د مرستیال جنرال محمد رادمنش په وینا، په تېر اپریل کې، د طالبانو د پسرلنیو «عمري عملیاتو» د پیل پر وخت، اورپکو داسې پلانونه اعلان کړل چې د ۲۰۱۷ کال په ترڅ کې به د بدخشان، کندوز، سرپل، فاریاب، هلمند او فراه شپږ ولایتونه ونیسي.

هغه وویل، هغه پلانونه په اوبو لاهو شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی نه یوازې د دې ستراتیژۍ په ترسره کولو کې پاتې راغلل، بلکې همدارنګه په پکتیکا ولایت کې د جانیخېل او اومه ولسوالۍ او په هلمند ولایت کې ناوه،‌ نادعلي او مارجه ولسوالۍ -- چې دا ټولې د ترهګرو تر ګواښ لاندې وې -- له دغه ډول ګواښونو څخه خلاصې کړای شوې،»

هغه وویل، طالبانو همدارنګه پلان درلود چې د کندوز ولایت مرکز له ۲۰۱۵ کال راهیسې په درېیم ځل ونیسي، خو پرځای یې هغوی ته درانه زیانونه ور واوښتل.

په کابل کې یوه امنیتي تحلیلګر متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي وویل، د افغانستان مخالفینو ونشوای کولی چې د جګړې په میدان کې خپل هدفونه هغسې، چې پلان کړي یې ول، ترسره کړی.

هغه وویل، له دې امله، اورپکو ګوریلایي او ځانمرګو بریدونو ته مخه کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه او ملکي خلک دواړه یې ژوبل کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونو وار دمخه خپل ښه نتایج ترلاسه کړي. که افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او په ځانګړې توګه هوایي ځواک په لا ښه ډول سمبال کړای شي، هغوی به لا ډېر مؤثر اجرأت وکړي.»

د افغان ملي اردو عسکر محمد زمان، چې په کندوز ولایت کې یې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه اخیستې ده، وویل، هغه دې ته حاضر دی چې د افغانستان د ازادۍ او امنیت لپاره قرباني ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او داعش دا زور نه لري چې له مونږ سره مخامخ جګړه وکړي. کله چې ماتې وخوري، اکثر وختونه د ملکيانو په منځ کې پټېږي او د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیسي. له دې امله، مونږ باید ډېر زیات احتیاط وکړو چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسو.»‌

هغه وویل،‌«له بده مرغه، ترهګرو ته د ملکي خلکو ژوند اهمیت نه لرياو کله چې ماتې ورکړل شي، هغوی ملکي خلک د سپر په توګه استعمالوي،»

افغانانو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې

افغان اتباع وایي چې هغوی د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اجرأتو او قربانیو درناوی کوي.‌

په کابل کې د یوې خصوصي تحصیلاتي موسسې زده کوونکي محمد میسم چې ۲۳ کاله عمر لري وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې لا ډېر مسلکي کیږي او خپلې وظیفې په لا ښه ډول ترسره کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ ګورو چې زمونږ امنیتي ځواکونه هم د جګړې په ډګر کې ښه اجرأت کوي او هم د طالبانو او داعش له خوا د ترسره کېدونکیو ترهګریزو بریدونو مخه نیسي، او دا زمونږ لپاره د افتخار خبره ده،»

میسم د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، چې هره ورځ خپل سرونه قربانوي، ستاینه وکړه، او زیاته یې کړه چې هغه دې ته تیار دی چې په هره ممکنه لاره ورسره همکاري وکړي.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکې، معصومه چې ۴۵ کاله عمر لري، هم د زړه له اخلاصه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د هغوی د لا نور بریالیتوب لپاره دعا کوي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ عسکر د ترهګرو پر ضد جګړه کې په ریښتیا سره د اتلانو کارونه کوي. که هغوی نه وای، ترهګرو به د خلکو کورونه ویجاړ کړي او هغوی به یې په بېلابېلو بهانو وژلي او بې ځایه کړي وای.»‌

هغې وویل، «دواړه ځلې چې طالبانو کندوز ښار ونیو، ما پخپله هغه ورانی او ظلم ولید چې هغوی په خلکو باندې کاوه. اوس مونږ په دې خوشحال یو چې امنیتي ځواکونو طالبان زمونږ له ښار څخه لیرې وشړل.»

د کابل یوه اوسېدونکي او د پوهنتون محصل احمد فیصل چې ۲۲ کاله عمر لري وویل،‌نه طالبان او نه داعش دا وړتیا لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس زمونږ امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي او ښه تجهیزات لري. سربېره پر دې، هغوی د خلکو ملاتړ له ځان سره لري. د ترهګرو پر ضد د هغوی بری حتمي دی.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500