امنیت

افغان پوځ د یاغیانو ضد عملیات زیات کړل

د زیار راپور

یو افغان عسکر د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د راکټ په وسیله وارېدونکی ګرنېټ توغوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د راکټ په وسیله وارېدونکی ګرنېټ توغوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د یاغیانو پر ضد د افغان پوځ عملیات د سپتمبر له لومړیو څخه او وروسته له هغه چې متحده ایالاتو د افغانستان او سیمې په هکله یوه نوې ستراتیژي اعلان کړه، زیات شوي دي .

افغان چارواکي وایي، چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغان هوایي ځواک،‌ او همدارنګه نړیوالو ځواکونو تر منخ همغږۍ،‌ یاغیانو ته سخت مالي زیانونه او تلفات وراړولي دي.‌

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات له دفاعي څخه تهاجمي ته اوښتي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان سرتېرو مورال قوي شوی،‌ په داسې حال کې چې، دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی دی،‌ او دا د یاغیانو په تلفاتو کې د ډېرېدا یو دلیل دی،»‌

وزیري د سپتمبر ۴ - ۱۰مې اونۍ ته په اشارې، چې په ترڅ کې یې «۶۰۹ حمایوي الوتنې او ۱۰۷ هدفي مستقلې الوتنې ترسره شوي، وویل چې د یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه زیات شوي دي».‌

هغه وویل، په هغې اونۍ کې، افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش د ۳۱ جنګیالیو په شمول ۳۰۷ تنه یاغیان ووژل.‌

په ورته وخت کې، د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو، چې د افغانستان په شمال کې د امنیت د تأمین مسؤلیت پرغاړه لري، راپور ورکوي چې د سپتمبر له پیل راهیسې افغان ځواکونو طالب اورپکو ته درانه تلفات وراړولي دي.‌

قول اردو په یوه بیان کې وویل،‌ چې د هغې اونۍ په ترڅ کې د افغان اردو ځمکنیو او هوایي عملیاتو ۹۰ تنه طالب یاغیان ووژل.‌

د ۲۰۹ قول اردو ویاند نصرت الله جمشېدي سلام ټایمز ته وویل، چې په مړو کې د طالبانو ۱۱ قوماندانان هم شامل ول.

هغه وویل، «د دغو عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو د طالبانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم ضبط کړې،»

جمشېدي وویل، عملیات په کندوز، تخار، فاریاب،‌ جوزجان، بلخ او بدخشان ولایتونو کې روان دي، او زیاته یې کړه چې په دغو عملیاتو کې ۶ تنه افغان سرتېري ټپي شوي دي.

د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال حامد حامدي تایید کړه،‌ چې جګړې ته د لوړې کچې تیاری او د افغان امنیتي ځواکونو، او همدارنګه د یاغیانو پر ضد د عملیاتو پیاوړتیا د دې سبب شول چې طالبانو ته زیاته اندازه تلفات ور واوړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له ۹۰ تنو نه ډېر یاغیان، چې لږ تر لږه ۱۰ تنه د طالبانو مهم قوماندانان په کې ول، د سپتمبر له پیل راهیسې په کندوز کې د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي دي.‌» نوموړي زیاته کړه،‌ چې د خلکو همکاري هم ضروري ده.

هیله مندي او ستاینه

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي فرهاد صدیقي د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هکله هیله مندي څرګنده کړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونه د دې خاورې اصلي اتلان دي.‌ دا ځواکونه باید له هره پلوه قوي کړای شي... په دې توګه به، وسله وال یاغیان، چې په افغانستان کې د سولې دښمنان دي، له منځه وېوړل شي.»

افغان پوځي کتونکي هم د یاغیتوب د ریښو د په نښه کولو لپاره د افغان اردو د عملیاتو د پیاوړتیا ستاینه کوي.‌

د افغان ملي اردو متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ځواکونو عملیات او قربانۍ د ستاینې وړ دي.‌ د دې لپاره چې د یاغیانو پټنځایونه په دقیق ډول او پوره احتیاط سره په نښه کړای شي او د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي، باید دا فعالیتونه ترسره شي.»‌

وزیري وویل، افغان سرتېري په دې هکله قاطع ګامونه اخلي چې د ملکي خلکو د ژوبلېدا مخه ونیسي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په خپلو ورځنیو او شپنیو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې احتیاط کوو.‌ کله چې مونږ د استوګنې په سیمو کې عملیات کوو، مونږ ډېره هڅه کوو چې توپونه وار نه کړو. که مونږ د توپونو وارولو ته اړ شو، بیا یې په ډېر احتیاط او د دقیقو استخباراتي معلوماتو په اساس کاروو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500