امنیت

د طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتی ځواکونو شفق ۲ عملیات روان دي

د اعزازالله راپور

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ډسمبر په ۹مه وروسته له هغه د شفق ۲ عملیات پيل کړل چې د شفق ۱ د پوځي یرغلونو لومړۍ مرحله یې چې د ۲۰۱۶ په مارچ کې پيل کړې وه په بریالیتوب سره ترسره کړه. [د افغانستان له اي - ګورنمنټ نه په مننې]

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ډسمبر په ۹مه وروسته له هغه د شفق ۲ عملیات پيل کړل چې د شفق ۱ د پوځي یرغلونو لومړۍ مرحله یې چې د ۲۰۱۶ په مارچ کې پيل کړې وه په بریالیتوب سره ترسره کړه. [د افغانستان له اي - ګورنمنټ نه په مننې]

کابل -- چارواکي وایي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د شفق ۱ عملیاتو د بریالیتوب په سلسله کې په ټول هېواد کې د طالبانو او یاغیانو پر ضد د عملیاتو دویمه مرحله پیل کړه.

چارواکو سلام ټایمز ته وویل، شفق ۱ عملیات د مارچ په میاشت کې د دې لپاره پیل شول چې طالبان د افغانستان په شمال کې له ټولو هغو سیمو څخه چې هلته هغوی فعال دي وباسي.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق د اکتوبر په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «په کندهار، زابل، اروزګان او ډایکنډي ولایتونو کې د لسګونو یاغیانو او په سیمه کې د سولې د دښمنانو په وژلو سره هدفونه ترلاسه شوي دي،»

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش رسنیو ته وویل، په هغه بریالیتوب پسې د ژمي نظامي یرغلونه، شفق ۲ عملیات، د ډسمبر په ۹مه د افغانستان په جنوب ختیځ زون کې پیل شول.

دانش سلام ټایمز ته وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د افغانستان جنوب ختیځ ولایتونه له یاغیانو څخه پاک کړي او سیمې ته ثبات راولي،»

چارواکو وویل، دغه عملیات یوازې جنوب ختیځ زون پورې محدود نه دي، بلکه هدف یې دا دی چې ټول هېواد تر پوښښ لاندې راولي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د ویاند فضل خدا په وینا، د شفق ۲ عملیاتو هدف دا دی چې یاغیان له پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو څخه وباسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، یاغیان د جګړې په ډګر کې ناکام شوي دي او غواړي چې د خلکو په کورونو کې پټ شي، خو سرتېري او ملکیان به په دې ژمي کې هغوی ته پناه ورنه کړي.

سرتېري او ملکیان د امنیت ساتنې لپاره یو له بل سره همکاري کوي

امنیتي چارواکي او تحلیلګران وایي، هغوی هیله لري چې شفق ۲ عملیات به هم له هغه څخه د مخکې عملیاتو په څېر چټک او مؤثر وي.

د کورنیو چارو وزارت د می په میاشت کې وویل، په شفق ۱ عملیاتو کې، له پيل څخه په دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۱۶۷ تنه اورپکي ووژل شول، او سرتېرو د عملیاتو د دویمې مرحلې تر پيلېدلو پورې ترلاسه شوی بریالی دریځ وساته.

ځایي رسنیو راپور ورکړ، د شفق ۲ عملیاتو په لومړیو څو ورځو کې، افغان عسکرو په اروزګان او پروان ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت ویاند برید جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه تیار دي چې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړي او د ترهګرو پټنځایونه ویجاړ کړي.

هغه وویل، «شفق ۲ زمونږ پلان دی چې هغوی له کلیو او کورونو څخه عام محضر ته راوباسو. په دې ژمي کې به مونږ په هغو سیمو حملې وکړو چېرې چې طالبان کنټرول لري.»

هغه وویل، محلي خلک د عملیاتو ملاتړ کوي او له اردو سره مرسته کوي چې په یاغیانو او طالبانو باندې کړۍ ورتنګه کړي.

د پکتیا والي زلمي ویسا اخطار ورکړ چې هغه یاغیان چې د سولې پروسې سره له یوځای کېدلو څخه سرغړونه کوي هغوی به د افغان ځواکونو له خوا له منځه وېوړل شي.

هغه د ډسمبر په ۹ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «تر دې دمه، زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد جګړه کې بریالي دي.»

هغه له ځایي اوسېدونکیو څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري جاري وساتي چې امنیت خوندي شي.

په پکتیا ولایت کې یوه قومي مشر شاه رسول سلام ټایمز ته وویل چې خلک د شفق ۲ عملیاتو له امله خوښ دي او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره به همکاري وکړي چې طالبان او ټول هغه کسان چې د سیمې د امنیت لپاره خطر جوړوي له منځه وېوړل شي.

په کابل کې د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وویل، ژمی د طالبانو او ټولو یاغیانو پر ضد د عملیاتو د ترسره کولو لپاره یو ښه وخت دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ تجربه لرو چې طالبان نه غواړي چې په ژمي کې جګړه وکړي او غواړي چې د راتلونکي اوړي لپاره تیاری ونیسي. په دغه وخت کې، هغوی په دې باندې کار کوي چې نور خلک استخدام کړي او د جګړې لپاره قوت ترلاسه کړي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې د شفق عملیاتو دویمه مرحله به د لومړۍ هغې په څېر بریالۍ وي، او کال به داسې پای ته ورسېږي چې افغان ځواکونو به د طالبانو پر ضد لوی پرمختګونه کړي وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500