په زابل کې د هوایي بریدونو دوام، ۳۱ افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

قلات، افغانستان -- د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال سه شنبه /دجنوري ۲۴مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان هوایي ځواک په زابل ولایت کې په اورپکو باندې په دویمه ورځ هم بمباري وکړه، او ۳۱ تنه نور اورپکي یې ووژل.

سیال وویل، هوایي ځواک وروسته له هغه لاس په کار شو چې له استخباراتي ادارو څخه یې معلومات ترلاسه کړل، او زیاته یې کړه چې وژل شوي اورپکي طالبان او د القاعدې غړي دي.

هغه وویل، دغه هوایي بریدونه د شفق ۲ عملیاتو برخه دي. شفق ۲ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ژمني عملیات دي.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د ولایت پولیسو تایید کړه چې د یکشنبې په ورځ په عین سیمه په یوه بل هوایي برید کې د داعش ۲۱ تنه جنګیالي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500