د زابل هوایي بریدونو ۳۷ نور افغان اورپکي ووژل

د سټاف راپور

قلات، افغانستان -- خامه پرېس چارشنبه /دجنوري ۲۵ مه/ راپور ورکړ چې په زابل ولایت کې د افغان هوایي ځواک د درېیمې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه نور اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، هوایي بریدونو د داعش لږ تر لږه ۳۶ غړي په دوه ولسوالیو کې ووژل او ۳۷م اورپکی په یوه درېیمه ولسوالۍ کې ووژل شو.

د یکشنبې له شپې /دجنوري ۲۲مه/ راهیسې چې افغان سرتېرو په دغه ولایت کې د شفق ۲ عملیاتو ترسره کول پیل کړي دي لږ تر لږه ۵۲ تنه اورپکي وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500