امنیت

په کاپیسا کې طالب اورپکو وسلې کېښودې، او له حکومتي ځواکونو سره یوځای شول

د زیار راپور

پخواني طالب اورپکي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۲مه په کاپیسا ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې وسلې سپاري. [د کاپیسا د والي د رسنیو دفتر]

پخواني طالب اورپکي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۲مه په کاپیسا ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې وسلې سپاري. [د کاپیسا د والي د رسنیو دفتر]

کابل -- د طالب جنګیالیو یو ګروپ په کاپیسا ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شو او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د اورپکو پر ضد جګړه وکړي.‌

د جنورۍ په ۲۲ مه، ۵۶ تنو طالب یاغیانو خپلې وسلې کېښودې او په کوهبند ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شول.‌

د پخوانیو اورپکو قوماندان مولوي عبدالرب په خپلو پخوانیو ورانوونکیو فعالیتونو پښېماني څرګنده کړه. هغه وویل چې په راتلونکي کې به د افغان ځواکونو تر څنګ د حکومت د دښمنانو پر ضد وجنګېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له څو کالو راهیسې د حکومت پر ضد وجنګېدلو. د جګړې نتیجه له وراني او وینو تویولو څخه پرته نوره هېڅ نه ده.‌ زما ملګري او زه نور نه غواړو چې د خلکو په منځ کې ګډوډي جوړه کړو.‌ مونږ پرېکړه کړې چې له حکومت سره کار وکړو او خپلې سیمې وساتو.»‌

د پخوانیو طالب یاغیانو یو ۵۶ کسیز ګروپ د جنورۍ په ۲۲ مه خپلې سپاري او تعهد کوي چې د حکومتي ځواکونو تر څنګ به جنګ وکړي. [د کاپیسا د والي د رسنیو دفتر]

د پخوانیو طالب یاغیانو یو ۵۶ کسیز ګروپ د جنورۍ په ۲۲ مه خپلې سپاري او تعهد کوي چې د حکومتي ځواکونو تر څنګ به جنګ وکړي. [د کاپیسا د والي د رسنیو دفتر]

عبدالرب وویل، «زه شخصاً دې ته تیار یم چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شم چې د خپلو خلکو خدمت وکړم او د دښمنانو له خوا د فرصت ترلاسه کولو مخه ونیسم،»‌

یوه پخواني اورپکي، چې د امنیتي اندېښنې له امله یې ځان د ګل اغا په نامه معرفي کړ، په خپلو تېرو کارونو باندې سخته پښېماني څرګنده کړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌طالبان زمونږ په وطن کې د خارجیانو هدفونه تطبیقوي.‌که زه له اول نه په دې پوه وای،‌ ما به هېڅکله ورسره وسله نه وای پورته کړې.»‌

هغه وویل، «زه په خپلو تېرو کارونو باندې پښېمان یم، او غواړم چې د خپل حکومت ملاتړ وکړم، چې هغوی مونږ ته یو سوله ییز چاپېریال برابر کړي او زمونږ ولایت ته پرمختګ ورکړي،»‌

هغه وویل، «ما تصمیم نیولی چې یوه حلاله وظیفه پیدا کړم او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه برابره کړم،»‌

د امنیت لپاره یو مثبت ګام

د والي ویاند قیس قادري وویل، دغو پخوانیو اورپکو له څو کالو راهیسې د کوهبند ولسوالۍ په ملنګ خېل سیمه کې د افغان حکومت پر ضد جنګ کاوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «بالاخره، هغوی د حکومت مشروعیت درک کړ او د کاپیسا د ولایتي ادارې په سختو هڅو یې له دې سره هوکړه وکړه چې د سولې بهیر سره یوځای شي.‌ مونږ دا کار ستایو.»‌

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان عبدالرزاق یعقوبي وویل، د یاد ګروپ غړو ژمنه کړې چې هغوی به د حکومت پر ضد د جنګ کولو پر ځای له حکومت سره شریک کار وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ومنله او هغوی ته مو خپله غېږ پرانستله،‌ ځکه چې هغوی له دې سره هوکړه وکړه چې د حکومت ټولې پرېکړې مني، قانون مني او په کاپیسا کې د امنیت له ګواښلو څخه لاس اخلي،»

یعقوبي وویل، «پخوا په کوهبند ولسوالۍ کې، د وسله والو په هکله سختې اندېښنې موجودې وې او مونږ ته د سیمې له خلکو څخه ډېر شکایتونه راتلل، خو نور وضعه هغسې نه ده. د سولې بهیر سره د دې وسله وال ګروپ یوځای کېدلو د کوهبند او همدارنګه د ټول کاپیسا ولایت په امنیت باندې مثبت تاثیر وکړ.»

هغه وویل، د پخوانیو یاغیانو له خوا دا پرېکړه، چې وسلې یې کېښودې، به په هغو کسانو چې اوس هم د حکومت پر ضد جنګ کوي نېغ په نېغه تاثیر وکړي.

هغه وویل، «کله چې د یوه وسله وال ګروپ غړي جګړه او یاغیتوب ودروي او خپلو سیمو ته راستانه شي، نور یاغیان، چې د سولې بهیر سره نه وي یوځای شوي، به متاثر شي. امنیتي مقامات، په ځانګړې توګه د کاپیسا پولیس او استخبارات هره هڅه کوي چې له پخوانیو اورپکو سره مرسته وکړي چې عادي ژوند ته دوام ورکړي.»‌

د ټولو لپاره یو بهتر ژوند

قادري وویل، افغان حکومت دې ته ژمن دی چې هغو یاغیانو ته، چې وسلې ږدي، یو بهتر ژوند برابر کړي.

هغه وویل، «کله چې یو ګروپ د سولې بهیر سره یوځای کیږي، مونږ حکومتي اسانتیاوې د دې لپاره کاروو چې د هغوی ژوند پرې بهتر کړو،»‌

«په پیل کې به، هر شخص ته تر شپږو میاشتو پورې دومره تنخا ورکول شي لکه د افغان حکومت یوه کارمند ته چې ورکول کیږي. د هغوی قوماندانانو ته به د میاشتې ۱۵۰۰۰ (۲۱۶ ډالره) افغانۍ او د ګروپ غړو ته به ۸۰۰۰ (۱۱۵ ډالره) افغانۍ ورکول کیږي.»‌

هغه وویل، «د شپږمیاشتنۍ مودې په بشپړولو سره به، ولایتي چارواکي او کورني او بهرني مرستندویان له هغوی سره مرسته وکړي. هغوی به په کابل کې په ګټورو کارونو،‌ لکه نجارۍ، فلزکارۍ، تعمیراتو او داسې نورو برخو کې وګومارل شي چې هغوی ته به د هغوی د اقتصادي منبع د برابرولو لارې چارې برابرې کړای شي.»‌

د کاپیسا د شخړو د هوارولو د کمېسیون رییس مولوي عبدالوارث روحاني سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د حکومتولۍ دوه سیستمونه موجود وي چې یو یې دولت او بل مخالفین وي، دا طبیعي خبره ده چې د سیمې اوسېدونکي به له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي. د دې ګروپ فعالیتونه هم د ځایي خلکو د امنیت لپاره زیان رسوونکي ول او هم د افغان امنیتي ځواکونو لپاره.»‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې پخوانیو اورپکو اساسي قانون ومانه، د سیمې اوسېدونکي ارام دي او د کاپیسا په امنیت باندې ډېر اعتماد کوي،»

د روحاني په وینا، د تېرو درې کالو په ترڅ‌ کې، کمېسیون لسګونو یاغیانو ته بلنه ورکړې چې د سولې بهیر سره یوځای شي، او کار لا هم روان دی.

په کاپیسا ولایت کې یوه ۲۶ کلن دوکاندار فېروز کوهستاني سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ هیله دا ده چې د هېواد د امنیت او پرمختګ په هکله اطمینان رامنځته شي. ما چې دا خبرونه واورېدل زه ډېر هیله من شوم،»‌

هغه وویل، «اوسېدونکي به په دې هیله من شي چې د هغوی ولایت تر پخوا ډېر خوندي شي. کله چې امنیت رامنځته شي، د پرمختګ لپاره لاره هواریږي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500