امنیت

افغان هنري فعال د طالبانو له خوا د کابل پر دېوالونو د شویو نقاشیو د پاکولو مخالف دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان باندې خپل سرسخت لید تحمیلوي، یو سړی د وږي په ۱۳مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه په یوه کانکرېټي دېوال باندې شویو نقاشیو باندې رنګ مښي. د طالبانو له خوا د پلازمېنې له نیولو راهیسې د اونیو په ترڅ کې، د سړک پر غاړه انځور شويو ډېرو هنري ټوټو باندې رنګ مښل شوی، او پر ځای یې بې خونده تبلیغاتي شعارونه لیکل شوي دي. [عامر قریشي]‌

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان باندې خپل سرسخت لید تحمیلوي، یو سړی د وږي په ۱۳مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه په یوه کانکرېټي دېوال باندې شویو نقاشیو باندې رنګ مښي. د طالبانو له خوا د پلازمېنې له نیولو راهیسې د اونیو په ترڅ کې، د سړک پر غاړه انځور شويو ډېرو هنري ټوټو باندې رنګ مښل شوی، او پر ځای یې بې خونده تبلیغاتي شعارونه لیکل شوي دي. [عامر قریشي]‌

کابل -- د طالبانو له راتګ څخه مخکې، د افغان فعال امید شریفي هنري ګروپ اوه کاله په دې ولګول چې د کابل په مارپېچي کانکرېټي او د چاودنو ضد دېوالونو په بلاکونو باندې رنګینې نقاشۍ انځور کړي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان باندې خپل سرسخته لید بیا تحمیلوي، د طالبانو له خوا د پلازمېنې له نیولو څخه وروسته په لنډ وخت کې، د سړکونو د غاړې په ډېرو هنري کارونو باندې رنګ ومښل شو، او پرځای یې بې خونده تبلیغاتي شعارونه ولیکل شول.

د هغو کارګرانو کار چې دغه نقاشۍ په سپین رنګ رنګوي، د آرټ لارډز د غیر انتفاعي موسسې د بنسټګر او رییس شریفي لپاره چې هنري ډلې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۲۲۰۰ څخه ډېرې دېوالي نقاشۍ کړي دي، ډېر د خفګان وړ وو.

هغه د دوشنبې په ورځ له متحده عرب اماراتو څخه په یوه ټیلیفوني مرکه کې ای اېف پي ته وویل، «هغه انځور چې زما ذهن ته راځي داسې دی لکه طالبان چې په ښار باندې یو کفن غوړوي.»

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د وږي په ۷مه اخیستل شوی، د آرټ لارډز یو مؤسس او رییس امید شریفي په کابل کې د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د وږي په ۷مه اخیستل شوی، د آرټ لارډز یو مؤسس او رییس امید شریفي په کابل کې د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له دې سره سره چې طالبان د آرټ لارډز د هنرمندانو کارونه پاکوي او هغه مجبور شو چې د خپل خوندیتابه لپاره بهر ته وځي، شریفي وویل چې هغه به خپل کمپاین ته دوام ورکړي.‌

هغه د افغان کډوالو له یوه مرکز څخه په خبرو کې وویل، «موږ به هېڅکله هم چوپ پاتې نشو. موږ به دا ډاډ ترلاسه کړو چې نړۍ زموږ غږ واوري. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې طالبان هره ورځ وشرمېږي.»

په ۱۳۹۷ کې، له سلام ټایمز سره په یوه مرکه کې د عامې روغتیا وزارت د دماغي روغتیا ریاست رییس ډاکتر بشیراحمد سروري وویل چې په افغانستان کې د دماغي روغتیا مسایل «د جنګ منفي اغېزو» پورې تړاو لري.

هغه وویل، په دېوالونو باندې شویو انځورګریو او د سولې پیغامونو په ټولنه کې د ذهني او رواني فشار په کمولو کې د یوې مهمې وسیلې په توګه مرسته کوله.

په هرات کې مېشت ارواپوه مؤیدالحق موحدي وویل، په هېواد کې د لوست د کچې د ټیټوالي له امله، دغه ډول انځورونه د ټولنې یوې غټې برخې ته په مؤثره توګه پیغام رسوي.

سربېره پر دې هغه وویل، «په هرات ښار کې داسې انځورونه او رنګ کاري چې د سولې پیغامونه په کې وي عامو خلکو ته د هیلې احساس ورکوي او د راتلونکي په هکله هغوی هیله من کوي».

طالبانو تېره میاشت د واک په ترلاسه کولو سره، نه یواځې انځورونه او هنرونه په نښه کړي، بلکې دغه راز اورپکو په دایکندي ولایت کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو برابرولو لپاره ځانګړی شوی یو کتابتون هم له منځه وړی دی.

په ویډیويي کلېپونو کې ښکاري چې کتابونه له الماریو څخه راکش کړای شوي، د دروازو کولپونه مات شوي او عکسونه غورځول شوي دي.

د طالبانو له خوا د واک په بېرته ترلاسه کولو سره، ډېر خلک د تأسف احساس کوي ځکه دغې ډلې د افغانانو ازادۍ تر پښو لاندې کړي دي.

د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۵مه/، پوهنتونونه د تحصیلي کال په لومړۍ ورځ پرانستل شول چې محصلین په کې د جنسیت په اساس سره جلا کړای شول او ښځو ته حکم وشو چې نقابونه واغوندي.

د سې شنبې په ورځ، طالبانو یو نوی حکومت چې له سخت دریځو څخه جوړ شوی دی، اعلان کړ.

د سې شنبې په ورځ په سلګونو مبارزو ښځو د کابل په سړکونو لاریون وکړ، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی د حقونو درناوی وکړي. یادې ډلې د لاریونونو د خپرولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

د سولې لپاره کمپاین

آرټ لارډز په ۱۳۹۳ کې له خپل جوړښت راهیسې، د سولې، ټولنیز عدالت او حساب ورکوونې لپاره کمپاینونه کړي دي. د هغوی په دېوالي نقاشیو کې د افغان اتلانو درناوی کېده، او د تاوتریخوالي پر ځای یې د خبرو اترو او د ښځو د حقونو غوښتنه کوله.‌

دغه راز، هغوی په افغانستان کې د سړکونو پر غاړو د جنګسالارانو او هغو حکومتي چارواکو چې د فساد تورونه پرې لګېدلي وو، د هنري انځورونو په اېستلو سره زورواکي شرمول، چې له امله یې هغوی ته د مرګ ګواښونه وشول او اسلام پالو افراطیانو پرې د کفر ټاپې ولګولې.‌

هغوی له خپل دریځ څخه په شا نشول او تر پایه یې خپل کار ته دوام ورکړ.‌

د زمري د ۲۴مې په سهار چې طالبان د کابل دروازو ته راورسېدل، شریفي او د هغه پنځه ملګري لاړل ترڅو له یوې حکومتي ودانۍ څخه بهر په یوه دېوالي نقاشۍ باندې کار وکړي.

په څو ساعتونو کې دننه، هغوی غمځپلي خلک ولیدل چې له حکومتي ادارو څخه په منډه راوتل او هغوی پرېکړه وکړه چې د آرټ لارډز ګالرۍ ته ستانه شي.

شریفي وویل، «ټول سړکونه بند شول.»

هغه وویل، «اردو او پولیس له هرې خوا نه راتلل، خپل موټرونه یې پرېښودل، او ټولو منډې وهلې.»

کله چې ګروپ بالاخره ګالرۍ ته ورسېد، پوه شول چې کابل سقوط کړی دی.

شریفي په ۱۳۷۵ کې چې طالبانو په لومړي ځل واک ترلاسه کړ د ۱۰ کالونو وو، او هغه تر هغه وخته پورې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو پنځه کاله وروسته د هغوی واکمني نسکوره کړه، د هغوی حکومت په خپلو سترګو لیدلی وو.‌

هغه وویل، دا ځل «زه فکر کوم چې ډېر څه نه دي بدل شوي.»

په طالبانو باندې بې باوره

د شریفي په څېر، ډېر افغانان د طالبانو په دې ادعاوو باندې باور نه لري چې حکومت به یې د پخوا په پرتله نرم وي. لږو خلکو په عام محضر کې شوي اعدامونه او د فلمونو او موزیک په ګډون په ساعت تېریو باندې لګېدلي بندیزونه هېر کړي دي.

شریفي وویل، هغه ته په کابل کې د فوټبال لوبغالي کې عامې سزاګانې «په روښانه ډول په یاد دي» چې په ترڅ کې به یې د بېلابېلو جرمونو له امله د خلکو سرونه یا د بدن نور غړي پرې کېدل.

د طالبانو په لاس د کابل په سقوط سره، د ډېرو هنرمندانو او فعالانو په ګډون په لسګونو زرو افغانانو د یادې ډلې تر واکمنۍ لاندې ژوند کولو له وېرې هوایي ډګر ته مخه کړه.

شریفي وویل هغه له ۵۴ هنرمندانو سره مرسته وکړه ترڅو له خپلو کورنیو سره یوځای وتښتي، لاکن له ۱۰۰ څخه ډېر نور اوس هم په هېواد کې دننه پاتې دي.

هغه وویل، «هغوی ټول پټ دي؛ هغوی ټول ډارېږي... هغوی هڅه کوي چې یوه لاره ومومي او له افغانستان څخه راوځي.»

که څه هم چې شریفي هر څه په ځای پرېښي دي، هغه ژمنه وکړه چې خپل کمپاین او د هنر تخلیق ته به دوام ورکړي.

هغه وویل، «یواځینی شی چې ما ژوندی ساتي دا دی چې زه فکر کوم چې دا پای نه دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500