مظاهرې

د هرات اوسېدونکیو د سولې لپاره لاریون وکړ، او په طالبانو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي

د نصیر صالحي راپور

د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۳۰ مه سړکونو ته راووتل، او د سولې په ملاتړ یې شعارونه ورکړل. لاریونوالو، چې ډېر یې معیوبان ول، په طالبانو غږ وکړ چې جنګ بس کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي تېره اونۍ سړکونو ته راووتل او په طالبانو یې فشار واچاوه چې تاوتریخوالی بس کړي، او د سولې په ملاتړ یې شعارونه ورکول.‌

لاریونوالو، چې ډېر یې د ترهګرۍ او روانې جګړې له امله معیوب شوي ول، په طالبانو غږ وکړ چې جنګ بس کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د ورور وژنې پای ته رسول

د مدني ټولنې یوه فعال، عبدالله عزیزي، چې ۲۵ کاله عمر لري او د چنګاښ د ۳۰ مې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، افغانان له جګړې څخه ستړي شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له خپلو خپه ورونو څخه غواړو چې جنګ بس کړي. مونږ تاسو ته سوال کوو! هیله کوو، د ټولو مقدساتو په خاطر، د افغانستان د خلکو وژنه بس کړئ.»

سړي او ښځې، چې په ویلچیرونو (د معیوبینو سایکلونو) کې ناست دي، د چنګاښ په ۳۰ مه په هرات ښار کې د سولې لپاره شعارونه ورکوي. [نصیر صالحي]‌

سړي او ښځې، چې په ویلچیرونو (د معیوبینو سایکلونو) کې ناست دي، د چنګاښ په ۳۰ مه په هرات ښار کې د سولې لپاره شعارونه ورکوي. [نصیر صالحي]‌

یو ماشوم د چنګاښ په ۳۰ مه په هرات ښار کې داسې یوه نښه لېږدوي چې پرې لیکلي دي 'نور جنګ بس دی'. [نصیر صالحي]‌

یو ماشوم د چنګاښ په ۳۰ مه په هرات ښار کې داسې یوه نښه لېږدوي چې پرې لیکلي دي 'نور جنګ بس دی'. [نصیر صالحي]‌

په هرات کې د معیوبانو لپاره د یوه سناتوریم (تفریح ځي)‌ رییس،‌عبدالعلي نودوست چې ۵۰ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د هرات معیوبان، چې د نورو افغانانو تر څنګ د جګړو لوی قربانيان دي، سړکونو ته راوتلي چې له جنګ او جنګ غوښتونکو په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي، او ووایي چې، 'مونږ سوله غواړو. مونږ له جګړې څخه کرکه کوو. مونږ سوله غواړو او مونږ امنیت ته اړتیا لرو،'

د مدني ټولنې یوې بلې فعالې، رقیې حیدرې، چې ۳۲ کاله عمر لري او په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، په طالبانو غږ وکړ چې خپل ظلم او وروروژنه بند کړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له جګړو او نا امنۍ څخه تر پوزې پورې راغلي یو. مونږ نه غواړو چې زمونږ وطن نور هم ویجاړ شي. مونږ له طالبانو څخه غواړو چې جنګ ودروي.»

د هلمند ولایت یوه اوسېدونکي او د خلکو د سولې د حرکت غړي، زلمي فضلي، چې له ډېرو نورو سوله غوښتونکوسره یې هرات ته سفر کړی وو، وویل، جنګ د ټولو افغانانو کورونو ته غم راوړی دی او دا ویر باید پای ومومي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له دواړو ښکېلو غاړو،‌ طالبانو او افغان حکومت، څخه غواړو چې سوله ومني ځکه چې افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي. هغوی نوره ورور وژنه نه غواړي او غواړي چې جنګ پای ته ورسېږي.»

طالبان د مشرانو حکمونه نه مني

د طالبانو ځینې غړو له تېرې میاشتې، د سولې د ولسي حرکتونو له غوړېدا او اوربند را وروستهد سولې پروسې سره علاقه مندي پیدا کړې ده.‌

په هرات کې د سولې د ولایتي شورا رییس مولوي غلام سرور بارکزي سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ د طالبانو له ځینې ګروپونو سره په تماس کې یو. مونږ پوهېږو چې ځینې طالبانو د خپلو مشرانو حکمونه نه دي منلي او دا یې رد کړې چې د جنګ میدانونو ته لاړ شي، او وایي چې هغوی به نور جنګ ونه کړي.»

هغه وویل، چې د سولې د پروسې په ستراتیژي کې له بدلون څخه وروسته، چې عامو خلکو ته پراخ رول ورکوي، په افغانستان کې سولې ته هیلې پیدا شوي دي.‌

په ورته وخت کې، په هرات کې ځایي چارواکي وایي چې افغان حکومت د سولې د ملاتړ د ولسي حرکتونو ملاتړ کوي او د هغوی غوښتنو ته یې مثبت ځواب ویلی دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «د خلکو غوښتنې ته په ځواب کې، مونږ دې ته تیار یو چې تر هرو شرایطو لاندې له طالبانو سره خبرې وکړو،»

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر عبدالقادر کامل د خلکو د سولې د حرکتونو مؤثرتیا وستایله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د حکومت وسله وال مخالفان، سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي -- دواړه رسمي او غیر رسمي -- او افغان حکومت د خلکو د سولې د غږونو له منلو څخه پرته بله لاره نه لري،»‌

هغه وویل، «د دغو سوله ییزو حرکتونو دوام او د سولې لپاره چیغې به بالاخره د هغو کسانو غوږونو ته ور ورسېږي چې دوی غواړي چې هغوی یې واوري، او د سولې د مشوړې سر به پیدا شي،»

د طالبانو د جګړې نه مشروعیت

طالبانو تل داسې ښودلې چې په افغانستان کې د هغوی جنګ یو مذهبي جنګ دی، خو دیني عالمان استدلال کوي چې د طالبانو جنګ یو نیابتي جنګ دی چې په اسلام کې نه توجیه کیږي.‌

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي سلام ټایمز ته وویل،‌«دا جنګ د اسلام او اسلامي عالمانو له نظره جواز نه لري،»

هغه وویل، نړیوال فشار ته اړتیا ده چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي،‌ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د سولې د موضوع په هکله باید یوه نړیواله اجماع رامنځته شي.‌

شېرزادي وویل، «هغه دین، چې مونږ حتی د اوبو د یوه څاڅکي له ضایع کولو څخه منع کوي،‌ بې له شکه چې مونږ د وینې حتی د یوه څاڅکي له تویولو څخه منع کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500