ديپلوماسي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د تغیر شوې نقشې خپرولو د افغانانو غوسه راوپاروله

د سلیمان راپور

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۲مه د افغانستان د غلطې نقشې داسې یوه نسخه ټویټ‌ کړه چې له چین سره شریک سرحد په کې نه وو. سور غشی د نقشې غلطي په ګوته کوي. [د روسیې د بهرنیو چارو وزیر/ټوېټر]

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۲مه د افغانستان د غلطې نقشې داسې یوه نسخه ټویټ‌ کړه چې له چین سره شریک سرحد په کې نه وو. سور غشی د نقشې غلطي په ګوته کوي. [د روسیې د بهرنیو چارو وزیر/ټوېټر]

کابل -- افغانان وروسته له هغه په قهر شول چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان داسې یوه غلطه نقشه ټویټ کړه چې د افغانستان - چین سرحد په کې له منځه وړل شوی وو.

په دغې نقشه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۲مه په مسکو کې د سولې د راروانو خبرو په یوه اعلان کې ټویټ‌ کړه، د افغانستان واخان دهلېز له حذف شوی دی. واخان دهلېز د ځمکې یوه نرۍ اوږده ریتاړه ده چې تاجکستان له پاکستان څخه جلا کوي او د افغانستان او چین تر منځ ۷۶ کیلومتره اوږده پوله جوړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وویل، «موږ د وزارت د رسمي ټویټ له لارې د افغانستان د غلطې نقشې د شریکولو مسئله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سره راپورته کړې ده. هغوی د یوه بل رسمي ټویټ له لارې وضاحت ورکړ او تصحیح یې پیل کړې ده.»

له سخت غبرګون څخه وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۳مه یو ټویټ وکړ او ویې ویل، «د نړۍ هغه معلوماتي نقشه چې دلته وړاندې شوې ده یوه قیاسي نقشه ده او ښایي د ملي سرحدونو صحیح استازیتوب ونه کړي.»

د سیمې یوه نقشه د افغانستان او چین تر منځ سرحد په روښانه ډول ښیي. [d-maps.com]

د سیمې یوه نقشه د افغانستان او چین تر منځ سرحد په روښانه ډول ښیي. [d-maps.com]

افغان واخي کوچۍ کورنۍ د ۱۳۹۶ د تلې په ۱۵مه د افغانستان په بدخشان ولایت کې په واخان دهلېز کې د ځنګلي غواګانو په وسیله سفر کوي.‌ دغه لیرې پرته سیمه له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې لري. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

افغان واخي کوچۍ کورنۍ د ۱۳۹۶ د تلې په ۱۵مه د افغانستان په بدخشان ولایت کې په واخان دهلېز کې د ځنګلي غواګانو په وسیله سفر کوي.‌ دغه لیرې پرته سیمه له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې لري. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

غلطي نه ده

خو د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د مسکو وضاحت ردوي او هغه یوه «ناولې لوبه» بولي.‌

د باور غورځنګ رییس او په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله ازاد وویل، «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا زموږ د هېواد یوه غلطه او جعلي نقشه خپرول غلطي نه ده؛ هغوی دا کار په ارادي ډول وکړ.»

هغه وویل، «د افغانستان د قلمرو پرې کول او یوه بل هېواد پورې یې نښلول د روسیې له خوا د هغې د ګاونډیانو او سیمې پر وړاندې د روسیې د یرغل او نیواک سیاست ښیي.»

هغه زیاته کړه، «روسان د ځمکو په نیولو او لوټلو کې ښه تجربه لري. تر دې مخکې، هغوی د اوکراین نقشه بدله کړه او کریمیا یې ترې ونیوله.»

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي امین الله شارق وویل، «روسان له څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول لاسوهنه کوي او په دې موده کې یې کار کړی دی ترڅو افغانستان کمزوری کړي.»

هغه د ۱۳۵۸ - ۱۳۶۸ جنګ ته په اشارې چې شوروي اتحاد وبایلود، وویل، «په افغانستان باندې په برید کولو سره، روسیه ونه توانېدله چې زموږ په هېواد کې برلاسې شي، نو هغه غواړي چې د داسې جعلي نقشو په جوړولو سره د افغانستان څه برخې واخلي او تر خپل کنټرول لاندې هېوادونو ته یې ورکړي

شارق زیاته کړه، «د روسانو له خوا د یوې جعلي او غلطې نقشې جوړول او شریکول غلطي نه ده؛ هغوی داسې یو ناولی پلان لري چې افغانستان ووېشي او ځمکه یې نورو هېوادونو ته ورکړي.»

روسیه باید بښنه وغواړي

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکیو وویل، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وضاحت کافي نه وو. هغوی له مسکو څخه وغوښتل ترڅو رسمي بښنه وغواړي او لومړنۍ نقشه له منځه وېسي.

د ټولنیزو چارو یوه فعال عبدالحی قانت د یوې داسې نقشې په خپرولو سره چې سرحدونه په کې صحیح ښودل شوي دي، په خپل ټوېټر ولیکل، «دا د افغانستان اصلي نقشه ده. هغه څه چې تاسو خپاره کړي دي ښیي لکه تاسو یې چې تر شا کوم پټ پلان لرئ. هغه له نړۍ وال قانون څخه سرغړونه ده.»

بصیر فروغ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د شوې تصحیح په ځواب کې په خپل ټویټ کې ولیکل، «د یوه افغان په توګه په روسیه باندې باور کول یوه غټه غلطي ده.‌ افغانان باید تل د روسیې سیاستونو ته له نږدې او په احتیاط سره وګوري. آیا دا انتقام دی که یوه بده غلطي؟‌ دا باید په ښکاره روښانه کړای شي! که غلطي وي،‌ هغوی باید بښنه وغواړي.‌ که نه، اړیکې ورسره پرې کړئ.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال آصف احمدزوی وویل، «په ټوېټر کې د افغانانو قوي غبرګون، یووالي او پیوستون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مجبور کړ ترڅو د افغانستان صحیح او حقیقي نقشه خپره کړي.»

احمدزوی وویل، له دې سره سره هم دغه وضاحت باید هغسې چې ښیي، ونه منل شي.

هغه وویل، «په ۱۳۶۸ کې په افغانستان کې د هغوی له ماتې څخه وروسته،‌ روسان هڅه کوي ترڅو انتقام واخلي.‌هغوی له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې زموږ په هېواد کې ګرم او ساړه جنګونه ترسره کړي چې په میلیونونو افغانان یې وژلي، ټپي کړي او معلول کړي دي.»

د افغانستان د مالیې وزارت یوه پخواني ویاند شمروز خان مسجدي هم دې ته ورته اندېښنې څرګندې کړې.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «پاکستان کله له تاجکستان سره سرحد وموند؟‌ روسیه باید دا ناولې لوبه ودروي.‌ @mfa_afghanistan باید د دې نقشې پر ضد رسما اعتراض وکړي. روسیه باید بخښنه وغواړي او د مسکو له غونډې څخه مخکې دا نقشه لیرې کړي.»

مسکو هېڅکله هم بې طرفه نه دی

په متحده ایالاتو کې د افغانستان د چارو یوه شنونکي داود میرکي پنجشنبې /د کب ۲۸مې/ ته د سولې د کېدونکیو خبرو په برخه کې د مسکو خلوص د پوښتنې وړ وباله.

هغه په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «داسې سوله چې زموږ د هېواد برخې په کې له منځه لاړې شي؟ نه مننه!!!»

د ملي امنیت شورا یوه پخواني ویاند محمد کبیر حقمل د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غلطې نقشې تر ټویټ لاندې ولیکل، «روسیه له افغانستان څخه څه غواړي؟ ویجاړتیا او د ۱۳۶۰مو کالونو حالت او د میلیونونو افغانانو وژل بس نه دي؟‌ زه د روسیې له خوا د سولې هر نوښت ردوم.‌ هغوی هېڅکله هم بې طرفه کېدلی نشي او هېڅکله به هم زموږ په وطن کې خپله ماتې هېره نه کړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي مقصود حسن زاده وویل، «روسیه باید د نړۍ والې ټولنې د یوه فعال او مهم غړي په توګه نړۍ وال قوانین ومني او د نورو هېوادونو د سرحدونو، قوانینو او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي.»

حسن زاده وویل، «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د غلطې نقشې خپرول لومړی د روسیې د دپلوماتیکې دستګاه غیرمسلکیتوب ښیي او په دویم قدم کې زموږ د هېواد د ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې نه درناوی په ګوته کوي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د عامه ادارې د برخې د ماسټرۍ دورې محصل حامدالله مراد وویل، د روسیې له خوا د نقشې خپرول غلطي نه وه.‌

مراد وویل، «دا د هغوی پلان دی چې د افغانستان د خاورې برخې پرې کړي او نورو هېوادونو ته یې ورکړي څو د افغانستان په شمالي سرحدونو کې ترینګلتیا او حقوقي شخړې رامنځته کړي او افغانستان او خلک یې کالونه کالونه د ډیورنډ کرښې په څېر د سرحدي شخړو په خټو کې ونښلوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه وایم روسیی ته باید زموږ سیاسی شنونکی سم غاښ ماتوونکی جواب ورکړی او افغانان باید په روسانو باور ونکړی لکه څنګه چی تا وویل او زموو مشران باید نور د مسکو له غونډو څخه لاس واخلی روسیه موږ د نا امنی و خواته ټیله کوی نه د سوکالی خواته نو باید زموږ مشران رهبران باید د طالبانو سره د روسیی له غونډو لاس ومینځي

ځواب ورکړئ

روسيه په افغانستان کې تاوتریخوالی ته لار هواروي او نه غواړي چې افغانان سوکاله اوسي.

ځواب ورکړئ

افغانان نوردجنګه خسته سوي اوغواري چي په هيوادکي تل سوله اوخوشحالى راسى

ځواب ورکړئ

روسیه د افغانستان تاريخي دوښمن هيواد دی، بيلګې يې د افغانستان او انګريز لومړی او دوهمې جګړې، دا افغانستان د اصلي سيمو نيولو، پر افغانستان نيغ په نيغه تيری او د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره دي. دوی له افغانستان څخه تاریخي ماتې خوړلې او په نړی کې يې له همدغو سپيرو افغانانو له لاسه په شرمونو شرميدلي دي. نو څنګه به بيا په قرار مينې اوس بايد افغان دولت غلی نشي او ددې سترې سپين سترګی په وړاندې سخت غبرګون څرګند کړي او له روسانو څخه د جګړې تاوان او د يو نيم مليون شهيدانو پوښتنه وکړي.

ځواب ورکړئ

زه له تاسو سره په بشپړ ډول موافق یم چې روسیه اوس هم د افغانستان لپاره یو ډېرخطرناک هېواد دی. روسیې وار له مخه د شمال ټلوالې هغه مشران غلامان کړي چې څو کاله یې د روسیې پر ضد جنګ وکړ، خو اوس هغوی هڅه کوي چې طالبان هم تر خپل نفوذ لاندې راولي.‌ د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان لپاره د سولې برابر شوی دا فرصت له لاسه ورنه کړي او اشرف غني دې ته وهڅوي چې له طالبانو سره سوله وکړي، که نه شمال ټلواله وار له مخه له روسیې سره په تماس کې ده او طالبان به هم د متحده ایالاتو له کنټرول نه وځي، د روسیې ملاتړ به ترلاسه کړي او هغه نظام به رانسکور کړي چې متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو په لګښت په افغانستان کې جوړ کړی دی. نو د امریکا لپاره دا غوره ده چې له حکمت څخه کار واخلي او پرې نه ږدي چې د سولې فرصت ضایع شي او په افغانستان کې جنګ دوام ومومي. امریکا باید ډېرې زیاتې هڅې وکړي چې سږ کال په افغانستان کې سوله راشي. که سږ کال سوله رانشي، روسیه به په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ

داسې وکړئ چې راشئ او افغانستان د څو ګاونډیوهېوادونو تر منځ ووېشئ. زمونږ خلکو ونشوای کولی چې دا هیواد جوړ کړي او یوه تلپاتې سوله په کې یقیني کړي. د افغانستان خلک ادعا کوي چې د ۵۰۰۰ کالو پخوانی تاریخ لري، خو د پاکستان په څېر یو هېواد چې خواوشا اویا کاله مخکې جوړ شوی دی، د دې هېواد پالیسي تعینوي. دا چې زمونږ خاوره ګاونډیو هېوادونو نیولې او زمونږ په هېواد کې جنګ روان دی دا زمونږ د خپلو خلکو له لاسه دي. دا افغانان وو او دي چې په دې هېواد کې جنګ ته دوام ورکوي. دا افغانان وو او دي چې د بهرنیو هیوادونو لپاره جاسوسي کوي او قدرت ته د رسېدلو لپاره خپل خلک وژني. دا افغانان دي چې د خپل حکومت بڼه له خارج څخه راوړي او دلته یې تطبیقوي. یوه ډله له امریکا نه غربي دیموکراسي راکاپي کوي او غواړي چې په افغانستان کې یې تطبیق کړي، او بله ډله غواړي چې په افغانستان کې د عربانو امارتي سیستم تطبیق کړي او ځینې نورې ډلې جمهوري ریاست یا پارلماني نظام غواړي. دا ټول مردود دي. دا ټولې ډلې باید سره رایوځای شي او له دې ټولو نسخو څخه په ګډه په افغانستان کې داسې یو نظام جوړ کړي چې د دې خاورې او خلکو لپاره مناسب وي. په دې هېواد کې د خارجیانو له خوا جوړ شوی هېڅ نظام نتیجه نه ورکوي. دلته باید داسې یو نظام وي چې په سلو کې سل د قران او حدیث مطابق وي.‌ مرکزي واک یا مطلق واک باید د ولسمشر یا امیر په لاس کې وي او د جزا قانون باید د سعودي عربستان په څېر وي. که یو څوک قتل کوي هغه باید قتل شي. که یو څوک غلا کوي، د هغه لاسونه باید پرې شي. رشوت اخیستونکي باید راځوړند شي. جاسوسان باید ونیول شي او وسوزول شي.

ځواب ورکړئ

د پښتو یو متل دی چې وایي (د سپي په خوله سیند نه مرداریږي). په دا وروستیو کالونو کې ما فکر کاوه چې روسان بد خلک نه دي او افغانان باید ځانونه ور نژدې کړي، له علم او ټکنالوجۍ څخه یې استفاده وکړي.‌ کیدی شي چې عام خلک یې بد خلک نه وي لاکن د روسیې حاکمان اوس هم د افغانستان پر ضد د دښمنۍ چلند کوي. هوښیار کار به دا وای چې روسانو د شوروي اتحاد کثافت نور تر خاورو لاندې کړی وای او هغه سیاستونه یې پرېښي وای لاکن بدبختانه چې روسان اوس هم د شوروي اتحاد د پراختیا غوښتنې سیاست پرمخ وړي. روسیه، امریکا، چین او هند باید په افغانستان کې د انسان وژنې سیاست پرېږدي، د انسان جوړونې، د افغانستان جوړونې سیاست ته مخه کړي ځکه مونږ هم د نړۍ د نورو انسانانو په څېر د ژوند کولو حق لرو. دا د القاعدې، طالبانو، داعش او نورو افراطي ګروپونو پروژې چې نړۍ وال زبرځواکونه یې جوړوي بیا یې زمونږ وطن ته راوړي بیا ورپسې توپونه او ټانکونه راوړي چې خپلو پوځونو ته پرې تمرینات برابر کړي، باید نور پای ته ورسیږي. له افغانانو سره دوستي وکړئ، دښمني نه.

ځواب ورکړئ