د متحده ایالاتو سفیر د مخابراتي بېخبنا د ویجاړولو له امله په طالبانو انتقاد وکړ

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس د چارشنبې په ورځ /د وږي ۶مه/ له دې امله په طالبانو انتقاد وکړ چې وایي ګواښ یې کړیچې په نورو مخابراتي بیخبناو به برید وکړيپه داسې حال کې چې په ورته وخت کې د سولې کولو خبرې هم کوي.‌

بس په ټوېټر لیکلي، «طالبان وایي چې هغوی سوله غواړي او وایي چې مونږ داسې یوې هوکړې ته نژدې شوي یو چې حل رامنځته کوي، خو په ورته وخت کې هغوی مخابراتي اسانتیاوې او نورې بېخبناوې چې افغانان ورته اړتیا لري، ویجاړوي.»

هغه زیاته کړه، «آیا مونږ او افغانان باید هغه څه ته وګورو چې هغوی یې وایي که نه هغه څه ته چې هغوی یې کوي؟ تاوتریخوالی او بریدونه باید وار له مخه پای ته رسېدلي وای.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په یوه اعلامیه کې ګواښ وکړ چې د سلام مخابراتي شرکت مرکزونه، کارمندان او مشترکین به په نښه کړي.‌

طالبان وایي، د دغې شبکې انټنونه حکومت ته دا اسانتیا په لاس ورکوي چې د یاغیانو حرکتونه تعقیب کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500