متحده ایالاتو د افغانستان د انتخاباتو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د تلې د انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي

ای اېف پي

کابل -- په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶مه/ وویل چې په افغانستان کې د انتخاباتو چارواکي باید په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي څو ډاډمنه کړي چې د ولسمشرۍ ځنډېدلي انتخابات د تلې په میاشت کې ترسره شي.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د وري په ۳۱مه ترسره شي خو کله چې نېټه رانژدې شوه معلومه شوه چې د انتخاباتو کارکوونکي تیار نه دي او لا هم د هغو انتخاباتو نتایج شماري چې د تلې په میاشت کې ترسره شوي ول.

لومړی، چارواکو انتخابات د چنګاښ ۲۹مې او بیا د تلې ۶ مې ته وځنډول. هغوی ایله په دې اونۍ کې وتوانېدل چې د پارلماني انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

د متحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې په افغان مقاماتو باندې تاکید وکړ چې «داسې پرېکړې وکړي او د اړتیا وړ ګامونه واخلي چې افغانانو ته حق ورکوي چې سږ کال په انتخاباتو کې خپل اواز پورته کړي او رایې ورکړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې، «افغانان فرصت لري چې د تلې په میاشت کې د شفافو انتخاباتو له لارې خپل راتلونکی مشر وټاکي.»

سترې محکمې ویلي چې ولسمشر اشرف غني چې له تخنیکي پلوه یې دوره د غبرګولي په ۱ پای ته رسېږي، کولی شي چې تر راتلونکو انتخاباتو پورې په قدرت کې پاتې شي.

ځنډېدلي انتخابات په داسې حال کې مخته راځي چې متحده ایالات هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي. داسې ښکاري چې مذاکرات ورو روان دي او دواړه لوري د ګڼو مهمو مسایلو په هکله د کیشپې په مزل ورو پرمخ ځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500