کابل -- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ د کابل لپاره د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل. کابل وروستۍ قضایي حوزه وه چې لا هم د وروستيو نتایجو اعلان ته منتظره وه.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، د کابل چوکۍ ۲۴ نارینه او ۹ ښځینه کاندیدانو ګټلي دي. دا د هېواد په سطحه انتخابات د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شوي وو.
حکومت د ولسي جرګې لپاره د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج د مرغومي د میاشتې په وروستیو کې اعلان کړي وو.د انتخاباتی شکایتونو خپلواک کمېسیون هغه نتایج رد کړي وو.