امنیت

بمي بریدونو په جلال اباد کې د خپلواکۍ د ورځې لمانځنې ټکنۍ کړې

ای اېف پي

رضاکاران د زمري په ۲۸مه په جلال اباد کې له ګڼو بمي بریدونو څخه وروسته یو ټپي شوی سړی په یوه ځولۍ کې روغتون ته ور انتقالوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

رضاکاران د زمري په ۲۸مه په جلال اباد کې له ګڼو بمي بریدونو څخه وروسته یو ټپي شوی سړی په یوه ځولۍ کې روغتون ته ور انتقالوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

جلال اباد -- د ماشومانو په شمول په لسګونو افغانان د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ وروسته له هغه ټپیان شول چې یو لړ چاودنو د خپلواکۍ د ورځې په ترڅ کې جلال اباد ښار ته ټکان ورکړ.

مقاماتو د ننګرهار ولایت د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۱۰ چاودنو خبر ورکړ او د ورځې په تېرېدلو سره د تلفاتو شمېر زیات شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو ته په اشارې وویل، «چاودنې د ښار په بېلابېلو برخو کې د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو په کارولو سره هغه وخت رامنځته شوې چې ډلې ډلې خلکو د خپلواکۍ ورځ لمانځله.»

په جلال اباد کې ډېرې بمي چاودنې کېږي او په خواوشا سیمو کې یې طالب جنګیالي او داعش دواړه ځایونه لري.‌

یو رضاکار د زمري په ۲۸مه وروسته له هغه چې ګڼو بمي بریدونو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار وخوځاوه یو ټپي شوی هلک روغتون ته ور انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو رضاکار د زمري په ۲۸مه وروسته له هغه چې ګڼو بمي بریدونو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار وخوځاوه یو ټپي شوی هلک روغتون ته ور انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

خوګیاڼي وویل، لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شوي دي. د یوه ځایي روغتون ویاند ظاهر عادل وویل چې روغتون ته یې ۶۶ ټپیان ور وړل شوي دي. د ای اېف پي یوه خبریال د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم لیدلي دي.

د سږ کال د زمري د ۲۸مې لمانځنې له برتانوي نفوذ څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیزه ښیي.

په پام کې وه چې دغه ورځ د یوه ملي ویاړ او د یووالي د سمبول په توګه ولمانځل شي، خو د شنبې په ورځ /د زمري ۲۶مه/ په کابل کې د ودونو په یوه تالار د داعش یوه ځانمرګي برید چې لږ تر لږه ۶۳ کسان یې ووژل، سیوری پرې وغوړاوه.‌

په کابل کې، ځایي خلک سرکونو ته راووتل چې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغ ورپوي، خو د دغې نېټې ډېر دولتي پروګرامونه له دې امله وځنډول شول چې کابل ماتم کوي او هڅه کوي چې د کومې تازه حملې مخه ونیسي.‌

ولسمشر اشرف غني وویل، «مونږ لمانځنې د قربانیانو د درناوي په خاطر وځنډولې، خو په دې کې شک نشته چې مونږ به د خپلو خلکو بدل واخلو.»

هغه وویل، «مونږ به د خپلو خلکو د وینې د هر څاڅکي بدل واخلو.»

له طالبانو سره ښې خبرې اترې

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات او طالبان د افغان حکومت او اورپکو تر منځ د مستقیمو خبرو لپاره په وروستیو مذاکراتو بوخت دي.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۷مه/ د افغانستان د سولې د تړون په هکله په مذاکراتو کې پرمختګ وستایه او ویې ویل چې له طالبانو او افغان حکومت دواړو سره خبرې ښې روانې دي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، «مونږ له طالبانو سره ډېر ښه بحثونه لرو. مونږ له افغان حکومت سره ډېر ښه بحثونه لرو.»

ټرمپ وویل، متحده ایالات به د خپلو عسکرو له را اېستلو سره سره په دغه هېواد کې استخباراتي حضور وساتي څو د اورپکو د احتمالي ګواښونو پر ضد ځان خوندي کړي.

تېر کال په افغانستان کې په ریکارډ کچه تر ټولو ډېر خلک وژل شوي چې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۸۰۴ ملکي کسان په جګړه کې وژل شوي دي.‌

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وویل چې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو ۷ میاشتو په ترڅ کې له ۲۱۷۰۰۰ څخه ډېر کسان د جنګ له امله مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي چې دغه حالت د هېواد په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا رامنځته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په امریکا او داعش

ځواب ورکړئ