رسنۍ

د داعش په رسنیو کې د بې کیفیته عکسونو او ویډیوګانو خپراوی غټ منفي تغیر په ګوته کوي

سلام ټایمز

په عراق کې د داعش د یوه غړي دا تیاره، ټکي ټکي عکس چې د لړم په ۲۶مه خپور شوی دی د هغو خرابو رسنیو نښه ده چې دغه ترهګره ډله یې اوس چمتو کوي -- هغه هم که کوم وخت وکولای ښی چې تولید یې کړي. [ارشیف]

په عراق کې د داعش د یوه غړي دا تیاره، ټکي ټکي عکس چې د لړم په ۲۶مه خپور شوی دی د هغو خرابو رسنیو نښه ده چې دغه ترهګره ډله یې اوس چمتو کوي -- هغه هم که کوم وخت وکولای ښی چې تولید یې کړي. [ارشیف]

په تیلیګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې د داعش تبلیغاتي چینلونو ته په وروستیو میاشتو کې سخت نقصان وراوښتی دی، چې اکثر پوستونه یې یواځې متن او ډېر کم عکسونه او ویډیوګانې لري او د هغو کیفیت هم ډېر ټیټ دی.

دا حالت یادې ډلې ته په منځني ختیځ، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې زیاتېدونکي نقصانونه منعکسوي.‌

د ۱۳۹۷ د کب په میاشت کې په منځني ختیځ کې داعش ته د قلمرو په برخه کې وراوښتي زیانونه د یادې ډلې د تبلیغاتي فکري مرکز ته یو غټ ټکان وو، ځکه چې اکثر چلوونکي او مبلغین یې د تش په نامه «خلافت» له نړیدو څخه وروسته یا ووژل شول یا ونیول شول.

له هغه وخت راهیسې، بېلابېلو امنیتي او استخباراتي عملیاتو د دغه ګروپ تخنیکي وړتیاوې ځپلي، او د نورو کارکوونکیو سربېره له اکثرو رسنیزو پلېټفارمونو، ټکنالوجۍ، ویډیوګرافرانو، ساونډ ټکنیشنانو او پروپاګند کوونکیو څخه یې محروم کړی دی.

دا عکس چې داعش د لړم په ۱۳مه خپور کړی دی په کابل پوهنتون باندې د لوړې سویې له یوه برید څخه مخکې له درېوو څخه دوه بریدګر ښیي. دا د هغه ډله ییز قتل په هکله یواځینی راپور وو چې یادې ډلې چې یو وخت ډېره پرمختللې وه، خپور کړ. [آرشیف]

دا عکس چې داعش د لړم په ۱۳مه خپور کړی دی په کابل پوهنتون باندې د لوړې سویې له یوه برید څخه مخکې له درېوو څخه دوه بریدګر ښیي. دا د هغه ډله ییز قتل په هکله یواځینی راپور وو چې یادې ډلې چې یو وخت ډېره پرمختللې وه، خپور کړ. [آرشیف]

په وروستیو وختونو کې له یو لړ غټو بریدونو څخه وروسته مرحلې د یادې متزلزلې ترهګرې ډلې کمزوري تبلیغاتي عملیات په ګوته کړه.

په کابل پوهنتون باندې د لړم د ۱۲مې برید یو ښه مثال دی. درې ترهګرو -- چې یوه یې ځان ته چاودنه ورکړه -- په پوهنتون باندې برید وکړ، محصلین یې د هغوی په ټولګیو کې وویشتل او لږ تر لږه ۲۲ کسان یې ووژل.

په تېرو کالونو کې به د داعش رسنیو د داسې یو د لوړې سویې جنایت په هکله، د پیښې څخه مخکې، د پیښې په ترڅ کې او وروسته یې ګڼ شمېر عکسونه او ویډیوګانې خپرولې.

اوس یواځې تنها عکسونو ته یې خبره رسیدلې

خو اوس یې چې رسنیزې وړتیاوې معلولې شوي، یواځینی هغه عکس چې هغوی خپور کړ د دوو ترهګرو دی چې له عملیاتو څخه مخکې د داعش د بیرغ مخې ته ولاړ دي. دغه کم اهمیته پوسټ ښیي چې ترهګره ډله نور وړتیا، تجهیزات یا کسان نه لري چې بریدونه د هغو په بهیر کې مستند کړي.‌

داعش د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د یوه مشابه برید د ترسره کولو ادعا کړې وه. هغه ځانمرګي برید ۲۴ کسان ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې چې اکثر یې ځوان محصلین ول، ټپیان کړل.

په ورته ډول، دغې ډلې د یواځیني بریدګر یواځې یو عکس خپور کړ.

د رسنیو دا خرابی تر ټولو ډېر په سوریه او عراق کې لیدل کیږي چې یو وخت دغې ډلې د ډېر غټ قلمرو د لرلو ادعا کوله.

د تش په نامه خلافت د اوج پر وخت، داعش پرمختللي، د لوړ کیفیت عکسونه او ویډیوګانې چمتو کولې.

دغه ډله چې نشي کولی نور د نظامي بریالیتوب لافې ووهي یا خپل تش په نامه خلافت ته تبلیغ وکړي، اوس اکثر ساده متني پیغامونه خپروي چې ادعاوې یې ډېر وختونه نشي تایید کېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که حکومت د امنیت اراده لري، هغوی باید ژر تر ژره په کابل پوهنتون باندې په برید کې ښکېل کسان چې د حکومت په توقیف کې دي، اعدام کړي. ولې حکومت اوس هم دغه د داعش کسان په بند کې ساتي؟ ولې هغوی ته سزا نه ورکوي؟

ځواب ورکړئ

وروسته له هغه چې له طالبانو سره سوله وشي، په دې هېواد کې سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده چې طالبان په راتلونکي کې په حکومت کې یو مهم رول ولري، خو که طالبان په حکومت کې یو د پام وړ رول ونه لري، ټول افراطیان به له داعش سره ملګري شي او د حکومت پر ضد به په یوه لوی ګواښ باندې بدل شي، ځکه چې افغان حکومت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ناکام شوی او په دې نه دی توانېدلی چې داعش ته ماتې ورکړي، بلکې طالبانو د داعش پر ضد جنګ کې د لمس وړ لاسته راوړنې لرلي دي، او داعش په ټولو هغو سیمو کې فعالیت نه کوي چې طالبان په کې موجود دي، نو داسې تمه کیږي چې طالبان به په راتلونکي حکومت کې یو مهم رول ونه لري او د داعش لیکې به د پخوا په نسبت ډېرې پیاوړې شي. له دې امله، خلک باید د داعش پر ضد جنګ لپاره بشپړ تیاری وکړي.

ځواب ورکړئ