تروريزم

د راپورونو په اساس، د بن لادن زوی ژوندی دی او له افغانستان څخه د بریدونو پلان لري

د محمدقاسم راپور

په عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- د برتانیا دي میرر ورځپاڼې د وږي په ۲۲مه راپور ورکړ چې د راپورونو له مخې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ژوندی دی، په افغانستان کې ژوند کوي او د لویدیځو اهدافو په وړاندې د بریدونو پلان جوړوي.

د ۱۳۹۸ کال د وږي په میاشت کې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی، خو دي میرر ورځپاڼې د استخباراتي تحلیلونو او راپورونو په حواله راپور ورکړی، چې هغه ممکن د برید څخه ژوندی پاتې شوی وي.

په جرمني کې د ترهګرۍ ضد چارپوه اجمل سهیل وویل، حمزه او د هغه ورور عبدالله د ۱۴۰۰ لمریز د وږي په ۲۴مه د پاکستان د وزیرستان له لارې د افغانستان خوست او پکتیا ولایتونو ته ننوتل.

سهیل د وږي په ۲۴مه د افغانستان نړۍ وال تلویزیون ته وویل، «زما معلومات ښیي چې دا دوه ورونه اوس مهال په هیواد کې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۴ زرو پورې جنګیالي لري، چې په فعاله توګه په پوځي روزنې او چمتووالي بوخت دي،»

هغه وویل، «دا جنګیالي له منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او حتی افریقا څخه راغلي دي او د ځانګړو موخو لپاره روزل کیږي،»

سهیل وویل، دغه تروریستي شبکه د لویدیځ په وړاندې د سپټمبر د ۱۱مې په څېر یو برید پلانوي.

په انقره کې میشت د سیاسي چارو شنونکي محمد عمر شریفي وویل، د القاعدې غړي ډېری د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې تګ راتګ کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، حمزه، له خپل ورور سره په همکارۍ، «په پټه توګه د القاعدې لارښوونه کوي او بیا یې په پښو دروي، د افغانستان په ختیځ کې په کمپونو کې جنګیالي او ځانمرګي بریدګر روزي،»

شریفي وویل، هغوی د خپل پلار په لاره روان دي او په مختلفو ولایتونو کې نهه پوځي مرکزونه لري، او زیاته یې کړه چې، ۳۴ کلن حمزه خپل زیات وخت په ننګرهار کې په یوه روزنیز مرکز کې تېروي او له نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې ټینګې کړي دي.

یو خطرناک راتلونکی

افغانان خبرداری ورکوي چې که د اسامه بن لادن زامن په رښتیا هم ژوندي وي او په افغانستان کې مېشت وي، نو دوی به د افغانستان او د خلکو لپاره یې یو ستر ګواښ او ستونزې رامنځته کړي.

د جلال اباد یوه اوسيدونکی ضیاالحق احمدي چې ۴۱ کاله عمر لري، ټینګار وکړ چېد داعش خراسان څانګه او په افغانستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې باید وځپل شي.

دي مرر راپور ورکړی، چې القاعده او د داعش- خراسان څانګه دواړه نه یواځې شتون لري بلکې په فعاله توګه سره همکاري کوي.

احمدي وویل، «تر هغه چې د القاعدې او داعش خراسان په څېر ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه وې نه وړل شي، د افغانستان او نړۍ امنیت به له خطر سره مخامخ وي،»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان او له هغه بهر په ایران، روسیې او نورو هېوادونو کې د داعش ترهګرې ډلې بریدونه ښيي چې دلته مېشتې ترهګرې ډلې د ټولو دښمنان دي. د سیمې هېوادونه باید د دغو جنایتکارو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي،»

د کابل یوه اوسېدونکی عبدالهادي صدیقي، چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، «القاعده او داعش هغه وینې تويونکې ډلې دي چې تل یې د افغانانو کورنۍ د خپلو عزیزانو په غم کې ډوبې کړي دي،»

هغه وویل، «دا ډلې د واک له خلا څخه ناوړه ګټه پورته کوي او یو ځل بیا غواړي چې د افغانانو ژوند په دوزخ بدل کړي،» او زیاته یې کړه چې مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، هغوی باید له منځه وېوړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ حیران یو چې دا احمقان ولې افغانستان ته راځي او جنګیږي؟ ایا دوی نشي کولی په خپلو هېوادونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي؟ د فلسطین او یهودانو ترمنځ جګړه روانه ده. که دوی واقعاً له مسلمانانو سره خواخوږي لري، باید لاړ شي او د فلسطین له خلکو سره لومړنۍ مرستې وکړي. له تېر یو کال راهیسې بې ګناه فلسطینی ماشومان په کوڅو کې له روغتونونو پرته مړه کېږي. روغتونونه، ښوونځي، سرکونه او کوڅې وران شول. افغانان نور جګړه نشي زغملی. له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې زموږ خلک د پاکستان، ایران او روسیې د منافقت او په تېره بیا د پاکستان د شرارت له امله د جګړې په اور کې سوځي. موږ باید له نړېوالې ټولنې سره په تفاهم خپل وطن بیا ودان کړو. موږ له افغانستان سره د بندونو، فابریکو، ښوونځیو، پوهنتونونو په جوړولو کې د مسلمانانو، عیسویانو، هندوانو... ټولو مرستو ته اړتیا لرو. که عربان په ریښتیا هم له افغانانو سره مرسته کول غواړي، نو له افغانانو سره په بیارغونه کې دې مرسته وکړي، د نورو هېوادونو جګړې دې افغانستان ته نه راوړي. موږ نور نه غواړو چې افغانستان ويجاړ شي او زموږ خلک بې کوره شي. زموږ ډېری وګړي یا هم غربي هېوادونو ته مهاجر شوي او یا هم په هېواد کې دننه ځاني او مالي کړاونه ګالي او وضعیت لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی. که عربان جګړه غواړي نو په خپله خاوره کې دې جنګ وکړي. پنجابیان او کشمیریان باید په خپله خاوره کې جګړه وکړي. ازبک، تاجک او چیچنیان چې جګړې ته لیواله دي باید په خپلو خاورو کې جګړه وکړي. كه شريعت او ديموكراسي غواړي، په خپل هېواد كې دې جګړه وكړي، زموږ هېواد دې د جګړې په تبۍ نه بدلوي. که اسامه وي او که د هغه اولاد، نور باید موږ او نړۍ ته ستونزې جوړې نکړي.

ځواب ورکړئ