تروريزم

شنونکو د داعش - خراسان د زیاتیدونکي مالي ځواک په هکله خبرداری ورکړ

د محمدقاسم راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د داعش خراسان څانګې یوه غړي د دې ډلې بیرغ په لاس کې نیولی دی. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د داعش خراسان څانګې یوه غړي د دې ډلې بیرغ په لاس کې نیولی دی. [آرشیف]

کابل -- افغان شنونکي وايي، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې مالي او لوجستیکي وړتیاوې زیاتې شوې دي، چې دې ډلې ته یې په ټول هېواد او سیمه کې د پېچلو بریدونو د ترسره کولو وړتیا ورکړې ده.‌

په پاریس کې مېشت افغان سیاسي شنونکي محمد عمر سعیدي سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د دې ډلې د تمویل سرچینو کې په ننګرهار ولایت کې د شوکاڼي غیر قانوني استخراج، له شرکتونو څخه په زور پیسې اخیستل، په افغانستان او پاکستان کې د تنباکو خرڅلاو، او له ځایی خلکو څخه د غیرقانوني مالیاتو راټولول شامل دي،»

هغه وویل، د داعش خراسان څانګه «په ځانګړې توګه په غیر قانوني توګه د شوکاڼي له استخراج او صادراتو څخه، چې د ماشومانو د پوډرو یو مهم عنصر دی، هر کال په سلګونو زره ډالر ګټي،»

هغه زیاته کړه، «ډېری دغه منرالونه په پیل کې پاکستان ته صادریږي، هلته پروسېس کیږي، بسته بندي کیږي او بیا صادرېږي،»

سعیدي وویل، د داعش خراسان څانګې مالي تسهیل کوونکي هم په افغانستان او پاکستان کې په ناقانونه توګه د تنباکو په پلورلو سره عواید ترلاسه کوي.

شوکاڼی د سینګارتوکو، د شخصي پاملرنې محصولاتو، درملو او رنګونو په شمول، ډېرو محصولاتو کې موندل کیږي.

په لندن کې د نړۍ والو چارو یوه شنونکي امین الله حبیبي وویل، د داعش خراسان څانګه له ځینو ځایي کسانو څخه بسپنې ترلاسه کوي او له ځایي شرکتونو څخه پیسې اخلي، او همدارنګه د داعش له مرکزڅخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه د خپلو بسپنو د اداره کولو او لیږدولو لپاره ... په حواله تکیه کوي،»

حبیبي وویل، دا پیسې د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو په استخدام او روزلو، د وسلو او تجهیزاتو په اخیستلو او د پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

د چنګاښ په میاشت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د داسې معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۰ ملیونو ډالرو انعام اعلان کړ چې د داعش خراسان څانګې د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل شي.

کېدی شي چې معلومات د پروګرام په وېبسایټ کې په خوندي توګه وسپارل شي.

د ګواښونو زیاتوالی

د داعش خراسان څانګې په سلګونو افغانان د ښوونځیو، جوماتونو، روغتیایی او ښوونیزو مرکزونو او حتی د جنازې مراسمو په نښه کولو سره وژلي دي.

په دې وروستیو کې، د داعش خراسان څانګې وسله والو د وږي په ۲۲مه په دایکندي ولایت کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

د کابل یوه اوسېدونکي مهدي رضايي، چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل، چارواکي باید له نړۍ والې ټولنې سره د داعش خراسان څانګې د ټولو عایداتي سرچینو د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.

هغه چې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی، وویل، «دا جرم دی چې زه له سهار څخه تر ماښامه پورې کار لټوم، د داعش خراسان څانګه زموږ کانونه او نور طبیعي زیرمې کاروي، پیسې د تروریستي بریدونو لپاره کاروي او موږ وژني.»

هغه زیاته کړه، «د داعش خراسان څانګې له خوا د افغانستان د کانونو لوټل... یو جرم دی،»

هغه وویل، «افغانستان د خپلو کانونو پیسو ته اړتیا لري، خو کله چې د داعش خراسان په څېر ترهګرې شبکې دا سرچینې غلا کوي، افغانستان یو ځل بیا د اقتصادي ودې فرصتونه له لاسه ورکوي،»

د مزارشريف يوه اوسيدونکي، حشمت الله سنايي، چې ۳۵ کاله عمر لري، وويل، «که چېرې داعش خراسان خپل مالي او پوځي توان پياوړی کړي، دا به نه يواځې د افغانانو د نسل وژنې لامل شي، بلکې د ګاونډيو هېوادونو لپاره به هم ستونزې جوړې کړي،»

هغه زیاته کړه، «د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو ډلو له خوا د طبیعي زېرمو لوټل» افغانستان بې وزله او بې ثباته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500