بشري حقونه

له ایران څخه راستانه شوي افغان بندیان وایي له هغوی سره ناوړه چلند کېده او شکنجه کېدل

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، د ۱۶ ښځو په ګډون له ۶۰۰ څخه ډېر افغان بندیان تېره اونۍ له ایراني محبسونو څخه هرات ولایت ته راورسېدل او تمه کیږي چې د افغانستان تر قوانینو لاندې بیا محاکمه شي. هغو کسانو چې د ایران په زندانونو کې یې څو کاله تېر کړي وو د ایران د زندانونو د ساتونکیو له خوا د هغوی د شکنجې او ورسره د ناوړه چلند کیسې وکړې. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- هغه افغان بندیان چې په وروستیو کې د کابل او تهران تر منځ‌ د بندیانو د تبادلې د هوکړې په اساس له ایران څخه راستانه شوي دي، وایي چې هغوی د ایران په زندانونو کې د توقیف پر وخت په سیستماتیک ډول له ناوړه چلند او شکنجې سره مخامخ ول.‌

په دې میاشت کې تر اوسه پورې، د ۱۶ ښځو په ګډون له ۶۰۰ څخه ډېر افغان بندیان له ایران څخه هرات ولایت ته را انتقال شوي، او تمه کېږي چې دغلته هغوی د افغانستان د قوانینو په اساس بیا محاکمه کړای شي.‌

بندیان په دوه ډلو کې افغانستان ته راستانه شول، چې یو ګروپ د کب په ۲۵مه او بل د کب په ۲۰مه راورسېد.

ځینو افغانانو چې د کب په ۲۰مه په لومړي ګروپ کې له ایران څخه راستانه شوي، سلام ټایمز ته وویل چې له هغوی سره په ایراني زندانونو کې ناوړه چلند کېده او شکنجې ورکول کېدلې.

هغه افغانان چې پخوا په ایران کې بندیان ول د کب په ۲۰مه د هرات مرکزي زندان ته رارسېږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه افغانان چې پخوا په ایران کې بندیان ول د کب په ۲۰مه د هرات مرکزي زندان ته رارسېږي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات ښار اوسېدونکي عصمت الله وویل چې هغه د ایران په یوه زندان کې څلور کاله وخت تېر کړ.

هغه وویل چې ایراني عسکرو د دې لپاره د هغه د ګوتو نوکان واېستل چې مجبور یې کړي څو د نشه ییزو توکو په قاچاق کولو باندې اعتراف وکړي.‌ هغه د ۱ کیلوګرام اپین د قاچاق له امله د یوې ایرانۍ محکمې له خوا په ۲۹ کاله حبس او ۱.۹ میلیارد ایراني تومانو (۴۵۰۰۰ ډالرو) جریمه محکوم شوی وو.‌

هغه وویل، «ایراني ساتونکیو موږ ته ګواښ وکړ چې که اعتراف ونه کړو هغوی به مو نوکان او وېښتان په انبور وباسي،» او «بندیان به یې په سوکانو او لغتو وهل».

عصمت الله وویل، «عسکرو کنځلې کولې او ناوړه چلند یې کاوه،‌ او کله به چې موږ ځواب ورکړ، هغوی به د پنځو یا شپږو کسانو په ډله کې راغلل او موږ به یې ووهلو.»

د عبدالقادر نورزي په نامه یوه افغان چې ایران کې په ۲۴ کاله حبس محکوم شوی وو، وویل، «ایراني عسکرو افغان بندیانو ته رواني شکنجې ورکولې». هغه څلور کاله په بند کې تېر کړي دي.‌

هغه وویل، ایراني مقاماتو بندیان مجبورول ترڅو تعمیراتي او نور کار وکړي، او زیاته یې کړه چې که چا به مخالفت وکړ، مقاماتو به په جلا او یو نفري خونه کې واچاوه یا به یې ګواښ ورته وکړ چې بل زندان ته به یې ولیږي.

نورزي وویل،‌ «زه بې ګناه وم، او ما وکولی شوای چې ثابته یې کړم، خو ایراني عسکرو زه شکنجه کړم او تر شکنجې لاندې یې مجبور کړم چې غلط اعتراف وکړم.»

د بشریت ضد جرمونه

په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر د هغو ادارو په ډله کې دی چې په ایران کې د افغان بندیانو شکنجه کول او په زور سره پرې کار کول له بشري حقونو څخه سرغړونه او د بشریت ضد جرم بولي.‌

د هرات په سیمه ییز دفتر کې د دغه کمېسیون سرپرست رییس میرویس امیني وویل، «هیڅوک هم دا حق نه لري چې د اعتراف یا معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره متهم کسان شکنجه کړي.»

هغه وویل، «په محبس کې د متهمو کسانو شکنجه کول سخت ممنوع دي. هر حکومت چې بندیانو ته شکنجه ورکوي هغه د بشریت ضد جرمونه ترسره کوي.»

امیني وویل، د اعترافونو د ترلاسه کولو لپاره متهمو کسانو ته د شکنجې ورکولو په نتیجه کې ډېر بې ګناه خلک په غیرعادلانه ډول زنداني کیږي.‌

هغه وویل، په ورته ډول بندیان کارکولو ته مجبورول هېڅ جواز نه لري.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د ایران حکومت تل له کډوالو افغانانو سره غیرانساني چلند کړی دی.‌

کامل په افغان حکومت باندې ټینګار وکړ چې د دغې شکنجې د پای ته رسولو لپاره په هاګ کې د انصاف نړۍ واله محکمه کې شکایت ثبت کړي.

هغه د فاطمیون لوا په څېر ځواکونو ته په اشارې وویل، ښایي ایران هڅه وکړي چې له دغو بندیانو څخه د سپاه پاسداران له خوا تنظیم شویو ملېشو کې چې په سوریه کې جنګېږي د باروتو په توګه کار واخلي.

هغه وویل، «که د ایران په زندانونو کې بندي افغانان د ایران د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، هغوی لېږل کېږي چې په سوریه کې د ایران په نیابتي جنګونو کې برخه واخلي، خو که منفي ځواب ووایي، هغوی ته شکنجې ورکول کیږی.»

د افغانستان تر قوانینو لاندې بیاارزونه

د هرات ولایتي چارواکو وویل، راستانه شوي بندیان چې د ایران محاکمو د اوږدو حبسونو سزاګانې ورته اورولې وې به د افغانستان د قانون په اساس بیا محاکمه شي.‌

د هرات د لویې څارنوالۍ د استیناف رییس عبدالحق احمدي وویل، په هرات کې به ژر یوه ځانګړې محکمه جوړه کړای شي ترڅو د ایران د محاکمو فیصلې بیا وارزوي.

هغه وویل، د هغه اداره په چټکۍ سره د دغو قضیو بیاارزونه کوي، او په څو ورځو کې به یې محکمې ته ولېږي.

احمدي وویل، د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر بندي افغانان له ایراني زندانونو څخه افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

هغه وویل، افغانستان د هغوی اکثریت خوشې کړل ځکه چې هغوی کوچني جرمونه کړي وو او زیاته یې کړه چې په دغو قضیو باندې د ایران فیصلې نورې اعتبار نه لري.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د ایران او افغانستان تر منځ د پوهاوي د یادښت په اساس،‌ په ایران کې بندي یو زیات شمېر افغان وګړي به هېواد ته را ولېږدول شي.

هغه وویل، افغانستان به د هغوی په قضیو کې د افغانستان د قانون په اساس فیصلې وکړي.‌

هغه وویل، «د افغانستان حکومت ژمن دی چې په نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې بندي افغان وګړو ته جدي پاملرنه وکړي.»

فرهاد وویل، «موږ به پرې نه ږدو چې افغانان د ډېرو وړو جرمونو له امله په بهرنیو زندانونو کې کالونه وخت تېر کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې په افغانستان کې ښه دی.

ځواب ورکړئ

دوی ټول دروغ وایي ځکه دوی غواړي چې افغان حکومت یې حبس معاف کړي او خوشې یې کړي. هغه جرمونه چې دغو افغانانو په ایران کې د ایران د خلکو پر ضد کړي، هغه د بخښلو وړ نه دي. دوی د ایرانیانو په ښځو باندې جنسي تېري کړي او د هغوی لوڼې او زامن یې وژلي دي. دوی په ایران کې په سلګونو فجیع جنایتونه کړي دي.‌

ځواب ورکړئ

ایران د افغانانو او افغانستان غټ دښمن دی. یوې خواته افغانان د جنګولو لپاره سوریې او عراق ته لیږي بلې خواته یې افغانستان ته رالږي چې د اوبو او بریښنا بندونه ویجاړ کړي او هغه چې غواړي په ایران کې مزدوري او کار وکړي هغوی په یو او بل نامه بندي‌ کوي. دغه ډول کارونه پاکستان هم له افغانانو سره کوي. یا یې هڅوي چې د طالبانو په لیکو کې په افغانستان کې جنګ وکړي‌ یا یې په بل او بل ډول تنګوي. د افغاسنتان حکومت باید د نړۍ والې ټولنې په مرسته له هر څه نه مخکې له ایران او پاکستان نه خپل افغانان راستانه کړي چې په هغوی باندې د ظلمونو مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ