په بدخشان کې د سرو زرو د کان لوېدلو ۳۰ کسان ووژل

ای اېف پي

کندوز -- چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۳۰ تنه افغانان وروسته له هغه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول چې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یو ناقانونه د سرو زرو کان ولوېد.

کلیوالو د سیند په غاړه کې د سرو زرو په لټون یو ۶۰ متره ژور سوری اېستلی وو. هغوی دننه ول چې دېوالونه پرې ور کېناستل.

ولسوال محمد رستم راغي ای اېف پي ته وویل، «خلکو د یوه ماشین په وسیله په سیند کې یو غټ سوری اېسته چې هغه کېناست، او په لسګونو کارکوونکي په کې ایسار شول،»

دا لا معلومه نه ده چې سوری ولې کېناست، خو د والي د ویاند نېک محمد نظري په وینا، کان کیندونکي مسلکي کسان نه ول.‌

د پېښو په وړاندې د مدیریت د ملي ادارې ویاند حشمت بهادري وویل، دفاع وزارت څرخکې ورلېږلې چې د قربانیانو کورنیو ته پیسې ور وړي او ژغورل شوي کسان روغتونونو ته ورسوي.‌

بهادري د تلفاتو شمېر تایید کړ خو خبر یې ورکړ چې کېدای شي په شمېر کې فرق رامنځته شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه، د عامو خلکود شتمنیو لوټل داسې حتمي نتایج لري ځکه چې د افغانستان ټول خلک د هېواد په عامه شتمنیو کې برخه لري. له هغه وخت راهیسې، چې دا د تش په نامه د مجاهدینو حکومت زمونږ په مظلوم او بې چاره هېواد کې قدرت ترلاسه کړی، د قانون حاکیت او مسؤلیت منل له منځه تللي دي.‌ په نتیجه کې، هر څوک هغه څه کولی شي، چې غواړي یې. زه هغوی ته وایم چې دا ۳۰ کسان، چې مړه او تر خاورو لاندې شول، دا کافي نه دي. هغوی به هغه وخت په خپلو بدو پوه شي چې ۵۰۰ کسان یې مړه شي.

ځواب ورکړئ