امنیت

په لسګونو طالب جنګیالي په ننګرهار او بدخشان کې مقاماتو ته تسلیم شول

د خالد زېري او هدایت الله راپور

په ننګرهار ولایت کې محلي مقامات تسلیم شوي طالب اورپکي د مرغومي په ۱۶مه رسنیو ته ښیي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

په ننګرهار ولایت کې محلي مقامات تسلیم شوي طالب اورپکي د مرغومي په ۱۶مه رسنیو ته ښیي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

ننګرهار -- ۳۱ تنو طالب جنګیالیو خپلې وسلې کېښودلې او د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

شل تنه اورپکي چې په خوګیاڼو، چپرهار، او مومند دره ولسوالیو کې یې فعالیت کاوه، په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسنیو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، داعش ته له ماتې ورکولو څخه وروسته، افغان ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو پر ضد عملیات پراخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، هڅې روانې دي چې په هغو سیمو کې چې له طالبانو څخه پاکول کیږي دایمي امنیتي پوستې جوړې کړای شي.

هغه وویل، «پاتې طالبان هم مجبور دي چې یا تسلیم شي یا مرګ قبول کړي. زه په طالبانو باندې غږ کوم چې جنګ دې بس کړي او تسلیم دې شي چې له خپلو کورنیو سره یوځای یو عادي او خوندي ژوند ولري.»

د میاخېل په وینا، ګډو افغان امنیتي ځواکونو په مومند دره او دوربابا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

هغه وویل، «په دغو دوه ولسوالیو کې د طالبانو حضور یو څه پراخ وو. په نتیجه کې، زمونږ امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل او هلته به هم نوې امنیتي پوستې جوړې کړي.»

میاخېل وویل، «د دې ترڅنګه، محلي پولیس به هم کار پیل کړي چې د تل لپاره دغه سیمه خوندي کړي او د طالبانو د بیا سر راپورته کولو مخه ونیسي. همدارنګه، مونږ به په هغو سیمو کې چې ملکي خلکو ته په کې خطرموجود دی د ولسي پاڅون ځواکونه توظیف کړو.»

هغه یادونه وکړه چې په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د ډلې له ۲۰۰ څخه ډېر غړي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست رییس برید جنرال نظرعلي واحدي خبریالانو ته وویل، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې شورا فیصله کړې چې هغه کسان به چې طالبانو ته پناه ورکوي ۵۰۰ زره افغانۍ (۶۴۰۰ ډالر) جریمه کیږي او کورونه به یې هم سوزول کیږي.

هغه وویل، «دا فیصله باید په ټولو سیمو کې تطبیق شي ځکه چې طالبان زمونږ ژوند ګواښي او مونږ باید د هغوی پر ضد یو لاس ودریږو که نه هغوی به له محلي خلکو څخه د انساني سپرونو په توګه کار واخلي. راځئ چې دا ډله وځپو چې عام خلک وکولی شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.»

د طالب جنګیالیو له ډلې څخه د همایون په نامه یوه وویل، «زه له څلورو کالو راهیسې په مومند دره ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندان عبدالله تر قوماندې لاندې جنګیالی وم... ځینې وختونه به زه د جنګ لپاره نورو ولسوالیو ته هم تللم.»

هغه وویل، «خو اوس زه له خپلو ملګرو سره یوځای راغلی یم او ملي امنیت ته تسلیم شوی یم او غواړم چې عادي ژوند وکړم.»

د طالبانو وحشت

په ورته وخت کې، ۱۱ تنه طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې تسلیم شول او ویې ویل چې هغوی نور نشوای کولی چې د ملکي خلکو پر وړاندې د طالبانو ظلمونه تحمل کړي.

په یاد ولایت کې د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالاول محمدي وویل، دغه ګروپ چې مولوي عبدالخلیل یې مشري کوله، د مرغومي په ۱۶مه ملي امنیت ته تسلیم شو او له ځانونو سره یې ۱۱ میله درنې او سپکې وسلې هم راوړلې.

هغه وویل، دغو جنګیالیو له دې امله پرېکړه وکړه چې حکومت ته تسلیم شي چې د محلي خلکو په وړاندې د طالبانو له خوا د عشر او زکات په نامه په زور د پيسو اخیستنې له امله تنګ شوي ول.

د تسلیم شوي ګروپ مشر خلیل وویل، «ما له طالبانو سره ۱۰ کاله کار وکړ او په جرم او درایم ولسوالیو کې د یوه ۱۰ کسیز ګروپ قوماندان وم. مونږ ته ویل کیدل چې ټول حکومتي ځواکونه کفار دي او دا چې د هغوی پر ضد جنګ کول جهاد دی.»

هغه وویل، «خو مونږ د دغه وینو ته تږي ګروپ جهالت هره ورځ په خپله سترګو لیده. ما ۱۰ بد کالونه په دې تېر کړل چې که زه حکومت ته تسلیم شم کیدای شي چې ومې وژني، خو زه په غلطه وم.»

هغه وویل، «ما نشوای کولی چې د ملکي خلکو پر ضد ظلم ... بې انصافي، ځان غوښتنه، وېرونه او تاوتریخوالی تحمل کړم، له دې امله، ما پرېکړه وکړه چې له ملي امنیت ریاست سره تماس ونیسم او تسلیم شم.»

هغه وویل، د طالبانو د ډلې اکثر جنګیالي په دا دومره اوږده موده کې د ظلم او تاوتریخوالي په لیدلو سره له جګړې څخه ستړي شوي، او زیاته یې کړه چې هغوی اوربند او په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

د جرم ولسوالۍ د سینا کلي اوسېدونکي ملا عبدالسید چې ۳۰ کاله عمر لري او شپږ کاله یې د طالبانو تر څنګ جنګ کړی دی، .وویل، «مونږ په ریښتیا سره په خپلو کړو پښېمان یو، خو مونږ بې لارې کړای شوي وو او له حقیقت څخه خبر نه وو.»

هغه وویل، «د محلي خلکو زورول، وېرول او د عشر او زکات په نامه له هغوی څخه ډوډۍ او پیسې په زور اخیستل هغه څه دي چې طالبان یې له محلي خلکو سره کوي.»

هغه زیاته کړه، «هلته د طالبانو په صفونو کې لوچکان، جنایتکاران، غله او داسې نور د جهاد په نامه ورټول شوي او ملکي خلکو ته د مړینې سبب کیږي.»

د سوچ کلي یوه اوسېدونکي قاري مدثر چې ۳۵ کاله عمر لري او ۸ کاله یې له طالبانو سره تېر کړي دي، وویل، «زه قسم خورم چې طالبانو له داسې خلکو نه ډوډۍ غوښتله چې په کور کې به یې هېڅ نه لرل. او تر هغو پورې به یې وهل چې په یو نه یو ډول به یې ورته ډوډۍ تیاره کړه.»

د بدخشان د مقاماتو په وینا، نظامي فشار او د افغانانو تر منځ له سولې سره علاقه مندي طالب جنګیالي دې ته هڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، «دا چې دا ګروپ د سولې پروسې سره یوځای شوی دی دا به د طالبانو د ډلې په نورو غړو باندې مثبت تاثیر وکړي. دا به د بدخشان په نورو برخو کې طالبان دې ته وهڅوي چې دا لاره تعقیب کړي او له حکومت سره یوځای شي.»

نظري وویل، ولایتي حکومتي اداره به د دغو تسلیم شویو جنګیالیو له ډلې څخه یو شمېر د محلي پولیسو په توګه په کار وګوماري.

هغه وویل، «د حکومت دروازه د ټولو بې لارې شویو جنګیالیو پرمخ خلاصه ده. راشئ، جنګ او تاوتریخوالی پرېږدئ -- د سولې درناوی وکړئ او د خپلو خلکو او کورنیو تر څنګ ژوند وکړئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500