ديپلوماسي

متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین ساده او د افغان کډوالو لپاره یې فیسونه معاف کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو ماشوم د لړم په ۴مه په کابل کې په هوایي ډګر کې الوتکو ته ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ماشوم د لړم په ۴مه په کابل کې په هوایي ډګر کې الوتکو ته ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت (ډي اېچ اېس) د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۷مه/ وویل، د متحده ایالاتو حکومت د تازه رارسېدلو افغانانو لپاره د کډوالۍ کړنلارې اسانوي ترڅو په متحده ایالاتو کې د هغوی ځای پرځای کېدل چټک کړي.

د «متحدینو ته د ښه راغلاست عملیات» په لړ کې، چې د زمري په میاشت کې له افغانستان څخه د لسګونو زرو خلکو د اېستلو لپاره پیل شو، شاوخوا ۷۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته ورسېدل.

د کورني امنیت وزارت (ډي اېچ اېس) د متحده ایالاتو د حکومت هغه اصلي اداره ده چې متحدینو ته د ښه راغلاست عملیات همغږي کوي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې څو ادارې په کې برخه لري د هغو کسانو په ګډون چې د متحده ایالاتو په استازیتوب یې کار کاوه، زیانمنونکي افغانان خوندي کیږي.

د کورني امنیت وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، هغه افغانان چې د روان کال د زمري له ۸مې څخه وروسته متحده ایالاتو ته رارسېدلي، به وکولی شي چې له ساده شویو کړنلارو څخه په ګټه اخیستنې سره «ګرین کارډ» یا د دایمي استوګنې اسناد او بېلابېل کاري جوازونه ترلاسه کړي.

دغه راز، هغوی به مجبور نه وي چې د اسنادو د طی مراحل فیسونه چې زرګونو ډالرو ته رسېږي، تادیه کړي.

د کورني امنیت وزیر الیخاندرو مایورکاس وویل، «ساده شویو پروسو او د فیسونو معافۍ ته د لاسرسي د اسانتیا په ترلاسه کولو سره به موږ د خپلو افغان متحدینو لپاره د فرصت دروازې پرانیزو او له هغوی سره به مرسته وکړو چې په چټکۍ سره زموږ په هېواد کې په ټولنو کې خپل ژوند جوړ کړي.»

هغه وویل، «دا کارونه له هغو افغان وګړه سره چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ‌ کې یې له متحده ایالاتو سره ارزښتناکه مرسته وکړه او نورو له خطر سره مخامخ افغانانو سره زموږ روانه ژمنتیا په ګوته کوي.»

د کورني امنیت وزارت وویل، دغه راز افغان وګړي کولی شي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت حالت، قانوني دایمي استوګنې او پناه غوښتنې په څېر امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنې وړاندې کړي.

د هوا له لارې تاریخي لېږد

د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د قدرت ترلاسه کولو څخه وروسته، له ۱۲۰ زرو څخه ډېر کسان چې دیپلوماتان، بهرني وګړي او په لسګونو زره افغانان په کې شامل ول، د یوه پېچلي او سخت عملیات په ترڅ کې له کابل څخه را واېستل شول.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت فرانک مکینزي هغه وخت په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځي ځواکونو قوماندان تورن جنرال کرېس دوناهو او هلته د واشنګټن سفیر راس وېلسن هغه وروستي دوه کسان وو چې د وږي په ۸مه له کابل څخه د را اېستلو په وروستۍ الوتکه کې را سپاره شول.

هغه وویل، «د نن شپې را وتل دواړه هم د پوځي خروج پای او هم د نږدې ۲۰ کالونو د هغه ماموریت پای چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱مې څخه لږ وروسته په افغانستان کې پیل شو، په ګوته کوي.»

په دغه هوایي ډګر کې د را اېستلو عملیات تر ټولو لوی غیرجنګي خروجي عملیات وو چې د متحده ایالاتو پوځ ترسره کړل.

دا عملیات د زمري په ۲۳مه پیل شول او د وږي په ۸مه پای ته ورسېدل.

په ټولیز ډول، د متحده ایالاتو د پوځ الوتکو له کابل هوایي ډګر څخه له ۷۹۰۰۰ څخه ډېر ملکي کسان را واېستل چې شاوخوا ۵۵۰۰ یې امریکایان او له ۷۳۵۰۰ څخه ډېر د درېیمو هېوادونو وګړي او افغان ملکیان ول.

مکینزي وویل، «په ټولیز ډول، د متحده ایالاتو او ائتلاف الوتکو په ګډه له ۱۲۳۰۰۰ څخه ډېر ملکیان را واېستل چې دا ټول د متحده ایالاتو د پوځ د غړو له خوا چې د هوایي ډګر امنیت یې نیولی وو او د هغه عملیات یې ترسره کول، ممکن شول.»

هغه وویل، «د ۱۸ ورځني ماموریت په ترڅ کې موږ په اوسط ډول د ورځې له ۷۵۰۰ څخه ډېر ملکي کسان را واېستل چې په دې کې ۱۶ ورځې پوره د اېستنې عملیات ترسره شول او یوه ورځ داسې هم راغله چې له ۱۹۰۰۰ څخه ډېر کسان واېستل شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

21 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خوښ اوسې.

ځواب ورکړئ

سلام. زه صادق رفیع یم له افغانستان څخه. زمونږ هیواد په یوه بد حالت کې دی او انسانان په کې ګواښل کیږي او زه غواړم چې ځان یوه خوندي هېواد ته ورسوم. له ماسره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

تاسو ډېر ښه کار وکړ، خو ډېر افغانان اوس هم مرستې ته اړتیا لري.

ځواب ورکړئ

زه د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن یم. دلته ښوونه او روزنه نشته.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې ژر تر ژره له افغانستان څخه وځم. زه سخت وېرېدلی یم.‌

ځواب ورکړئ

سلامونه! زه غواړم چې په یوه امن ځای کې ژوند وکړم.

ځواب ورکړئ

زه یو داکتر یم دلته امنیت نشته غوارم چی دا وطن نه هجرت وکرم

ځواب ورکړئ

دافعانانو ژوند نن سبه دیر سخت دی ځکه چه تول طالبان دپاکستان نفر دی یو وطن پرسته افعان نه پریکدی

ځواب ورکړئ

دطالبان چه وی ژوند مشکل دی دیرخطر دی

ځواب ورکړئ

د کډوالۍ قوانين به یې مونږ څه کړو. متحده ایالات چې داسې ښه دوستان او شریف وای په افغانستان کې به یې په دا شلو کالونو کې لږ تر لږه شل غټې فابریکې جوړې کړې وای چې په هره یوه کې شل زره کسان په کار بوخت وای، اوس به د افغانانان اقتصاد نه خرابیده. متحده ایالاتو له دې سره سره چې ښه پوهېدل چې پاکستان له افغانستان او امریکا سره دوه مخې لوبه کوي لاکن هیڅکله یې په پاکستان یو توغندی ورخوشې نه کړ. افغانان او خپل عسکر یې ووژل او افغانتسان ته یې د پاکستان رحم ته پرېښود.

ځواب ورکړئ

| 11-12-2021 په دیری بخنی سره ما په خپله د امریکه دولت سره ۱۳ کاله کار کری ده هج مشکل ورسره هم نه لرم زه چی په رشتیا مستحق کی او ژوندی می په خطر کی هم دی په افغانستان کی پاتی یم هغه خلک لارل چی په تول غمر کی یی د امریکی دولت سره کار نه وو کری دیر هغه مستحق خلک پاتی دی چی ژوندی بی په خطر کی دی اوس زموژ لپاره داسی یوه اسانه تاریکه پیداکری چی زموژ ژوندی خوندی شی نو د USA government هیله کوم .مننه ځواب ورکړئ

ځواب ورکړئ

اقتصاد×صفر پوهه×صفر علمي ډګرونه ×صفر کرهڼه×صفر دا او دې ورته نور مسايل ټول ضرب صفر باقي نور خیر او خیریت دی

ځواب ورکړئ

زه دا افغانستان راتلونکی ته هیچ ډول هیله مند نه یم ډیموکراسی ولاړه اقتصاد په صفر کی زرب دی زمونږ د افغانانو همیشنی دوښمن پاکستان مستقیم حاکم دی قومی تعصب اوج ته رسیدلی په کندهار کی خو بیخی ډیر دی دا رقم به نو یو افغان چنګه ښه راتلونکی ته هیله مند سی ان چی دا څه لیکم هم پدی فکر کی یم چی دا به راته چومره تاوان وکړی خو خیر توکل پر الله

ځواب ورکړئ

۱ دندي کار او روزګار له.مینځ ولاړ ۲ پولیس او اوردو ختمه شوه په دي ډول مو د ملا تیر له لاسه ورکړ اوس څه کولی شو؟ ۳ مکتبونه او پوهنتونونه تړل شویدي چي په دي سره به هیواد کي تیاره خواره شي ژوند به لا سخت شي ۴ مستقیمآ د پاکستان لاس ته ولویدو چي زموږ ابادي دوښمن دی هیڅکله زموږ پرمختګ نه غواړي

ځواب ورکړئ

زه د افغانستان راتلونکې ته هیڅ هیله مندې نه لرم ځکه چې ولسواکی نظام، ملې ارزښتونه او داسې نور په یو ناڅاپي ډول له منځه لاړل...

ځواب ورکړئ

په دیری بښنی سره ما په خپله د یو امریکا یی شرکت سره کار کړئ دی دولت څو کاله کار کړی ده هیڅ ستونزه هم نه لرم زه چی په رښتیا حق لرم د ایس ای وي پروسه کی می ګډون هم کړي دی او ژونده مو له سختو ستونزو سره لاس ګریوان دی تر اوسه زمونږ کار ته پام لرنه نده شوی په افغانستان کی پاتی یم زمونږ د ایس ای وی کيس پر مخ نه ځي دامریکا سفارت ځواب هم نه راکوی ستاسو د رسنۍ له لاری ورسره بعث وکړی او دغه پوښتنه ورسره مطرح کړي چی راتلونکی پلان یي څه دی ده د افغانستان اسیا رسنۍ مننه کووم چی دغۍ پروسې ته یی راپور جوړ کړی ده له USA government نه هیله کوم چی افغانانو سره نورې مرستې هم وکړي .مننه

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې انلاين کار وکړم.

ځواب ورکړئ

ما د ایس ای وي لپاره کیس اچولی دی، خو پر مخ نه ځي هیله ده مرسته وکړئ..!

ځواب ورکړئ

هو زه يي غواړم چى انلاين کار وکړم

ځواب ورکړئ

په دیری بخنی سره ما په خپله د امریکه دولت سره ۱۳ کاله کار کری ده هج مشکل ورسره هم نه لرم زه چی په رشتیا مستحق کی او ژوندی می په خطر کی هم دی په افغانستان کی پاتی یم هغه خلک لارل چی په تول غمر کی یی د امریکی دولت سره کار نه وو کری دیر هغه مستحق خلک پاتی دی چی ژوندی بی په خطر کی دی اوس زموژ لپاره داسی یوه اسانه تاریکه پیداکری چی زموژ ژوندی خوندی شی نو د USA government هیله کوم .مننه

ځواب ورکړئ

ما د کاناډایې سرتیرو سره اوږه په اوږه کار کړی، همداشان د یوه آزاد او خپلواک خبریال په حیث، مدني فعالیت مې هم د بیان ازادۍ د ښځو حقوقو او ورته نورو برخو کې ترسره کړی دی ..
هیله کوم ما دلته هېواد کې مه پریږدئ..!

ځواب ورکړئ