ديپلوماسي

متحده ایالات او قطر له افغانانو سره بشردوستانه مرستې زیاتوي

د سلام ټایمز راپور

یو رضاکار د چنګاښ په ۵مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزله ځپلیو سره د مهاجرت د نړۍ وال سازمان له خوا د شوې مرستې مواد انتقالوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو رضاکار د چنګاښ په ۵مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزله ځپلیو سره د مهاجرت د نړۍ وال سازمان له خوا د شوې مرستې مواد انتقالوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن تېره اونۍ اعلان وکړ چې، متحده ایالات د افغانستان خلکو سره د مرستې په لړ کې نږدې ۳۲۷ میلیونه ډالر اضافي بشردوستانه مرسته برابروي.

هغه د جمعې په ورځ /د تلې ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل، په دې کې ۱۱۹ میلیونه ډالر هغه پیسې هم شاملې دي چې د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ د بیورو له لارې وړاندې کیږي.

هغه وویل، دغه راز په دې کې ۲۰۸ میلیونه ډالر هغه پیسې هم شاملې دي چې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې د بشري مرستو د بیورو له لارې وړاندې کیږي.

په دې نوې مرستې سره، د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره د متحده ایالاتو بشردوستانه مرستې له ۱.۱ میلیاردو ډالرو څخه اوړي.

په اعلامیه کې راغلي، «متحده ایالات له افغانانو ته ژمن دي او د نړۍ والې ټولنې په نورو غړو هېوادونو باندې هم غږ کوي څو هغه ژمنې پوره کړي چې د وري په ۱۱مه یې په افغانستان کې د بشري غبرګون د ملاتړ لپاره د جګپوړو چارواکو د غونډې په ترڅ کې کړې وې.»

د متحده ایالاتو مرسته به د نړۍ والو بشردوستو سازمانونو له لارې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د پراخ بشري غبرګون ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو د وګړو مرستندوی صندوق (یو اېن پي اېف)، د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) او په سیمه کې نور تطبیقوونکي شریکان شامل دي.‌

دغه راز به، تازه وړاندې کېدونکې مرسته د داخلي بې ځایه شویو خلکو او راستنو شویو کسانو لپاره عاجله نغدي، د سرپناه، روغتیاساتنې او بیامېشتېدنې مرسته برابره کړي.

دغه مرسته به د امېدوارو مېرمنو او ماشومانو لپاره خوندیتوب او روغتیایي ملاتړ برابر کړي او د جنسیت پر اساس تاوتریخوالي مخه به ونیسي.‌

همدارنګه به، دا مرسته په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو ته په ګڼو برخو کې ملاتړ برابر کړي چې په دې لړ کې به په پاکستان کې افغان کډوالو او ځایي خلکو ته د روغتیا او تغذیې خدمتونه برابر کړي.‌

په دې کې به د کووېډ-۱۰ د چاڼ او واکسیناسیون خدمتونه هم شامل وي.‌

د افغان محصلانو لپاره سکالرشپونه

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ماموریت نوې ټاکل شوې مشرې کرین ډېکر وویل هغه چمتو ده چې له افغان استازو او خلکو سره خبرې اترې وکړي، او په افغانستان کې یې د زده کړو لپاره د قطر د ملاتړ ستاینه وکړله.

هغې د شنبې په ورځ د ټوېټر په یوه پوسټ کې ولیکل، «متحده ایالات له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو یواځینی تر ټولو لوی مرستندوی دی. له اساسي اړتیاوو ور اخوا، موږ د داسې پروګرامونو ملاتړ کوو چې بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.»

هغې زیاته کړه، «موږ به د افغان وګړو د ملاتړ او د افغانستان د متنوع کلتور د لمانځلو، د متحده ایالاتو د ګټو د پرمخ بوولو او د نړۍ والو نورمونو د ودې په لړ کې د متحدینو، شریکانو او نړۍ والو شریکباڼو همغږۍ ته دوام ورکړو.»

دغه راز، ډېکر د قطر له خوا «له افغان وګړو سره ثابت ملاتړ چې تر ډېره تر ننګوونکیو شرایطو لاندې شوی دی» وستایه، او زیاته یې کړه چې هغه «د سیمې له سولې او ثبات سره د قطر د ژمنتیا یو قوي شاهد دی»

قطر داسې هڅې ګړندۍ کوي چې د قطر - افغان سکالرشپ پروژې له لارې چې تېره اونۍ پیل شوه له هېواد څخه د وتلیو افغانانو تر منځ زده کړو ته لاسرسی یقیني کړي.

دوحه نیوز راپور ورکړ چې، دغه نوښت اېجوکېشن اباو ال فاونډېشن او قطر فنډ فار ډولپمنټ (کیو ډي اېف اېف ډي) اعلان کړ.

دا پروګرام به لږ تر لږه ۱۷ ایالتونو کې د متحده ایالاتو له ۴۰ څخه ډېرو پوهنتونونو کې له ۲۵۰ څخه ډېرو افغان محصلانو لپاره پوره سکالرشپونه برابروي.

د سکالرشپونو ګټه اخیستونکي د شمالي عراق، قرغزستان او البانیا په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې چې تېر کال هغوی په کې ځای پر ځای شوي ول، پراته دي.

د کیو ډي اېف اېف ډي عمومي رییس خلیفه الکوواري وویل، «یوه لوستې ټولنه د هر هېواد د بریالي راتلونکي لپاره کیلي ده او د نورو ټولو برخو پرمختګ ورپورې تړلی دی.»

الکوواري وویل، «دا پروژه به اوس د افغان محصلانو ملاتړ وکړي او په راتلونکيو کالونو کې به د هېواد د پراخې ښېرازۍ لپاره یو بنست جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالاتو د بشري مرستو له امله مننه، په هرصورت، متحده ایالات نشي کولی د دې مرستې په ورکولو سره له خپلو اصلي مسؤلیتونو څخه ځان خلاص کړي. شل کاله وړاندې امریکا او متحدینو یې د ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا په افغانستان کې د خپلې شل کلنې جګړې په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان ووژل او د تباهۍ لامل یې شو. په دې شلو کلونو کې امریکا له خپلو ټولو تخنیکونو او قوتونو په استفادې سره په افغانستان کې د یوه ځواکمن حکومت په جوړولو کې پاتې راغله. نه دا چې وړتیا یې نه درلوده بلکې دا چې امریکا نه غوښتل په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ شي. اوس امریکا د شلو کلونو په ترڅ کې د افغانانو له وژلو وروسته له افغانستانه ووتله او هماغه ترهګره ډله په دغه هېواد واکمنه ده او د خلکو حالت یې تریخ کړی چې د ۲۰ کاله مخکې وخت په پرتله بدتر دی. که امریکا رښتیا هم مرسته کول غواړي، باید پر پاکستان فشار راوړي او د پاکستان له خوا د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.

ځواب ورکړئ