زده کړه

قطر دافغان نجونو روبوټ جوړوونکي ټیم ته سکالرشیپونه ورکړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن چې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله لؤلؤة الخاطر ورسره مله ده، د وږي په ۱۶مه په دوحه کې د افغان نجونو له روبوټ جوړونکي ټیم سره ګوري. [مروان تهتاه/د قطر د بهرنیو چارو وزارت]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن چې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله لؤلؤة الخاطر ورسره مله ده، د وږي په ۱۶مه په دوحه کې د افغان نجونو له روبوټ جوړونکي ټیم سره ګوري. [مروان تهتاه/د قطر د بهرنیو چارو وزارت]

دوحه -- د قطر د تعلیم او ساینس بنسټ د سې شنبې په ورځ‌ /د وږي ۱۶مه/ وویل چې دغه خلیجي هېواد د افغانستان د روبوټ جوړونکیو نجونو د ټیم غړو ته علمي سکالرشیپونه ورکړي دي.

قطر له کابل هوایي ډګر څخه د یاد ټیم د غړو په ګډون، له خطر سره د مخامخ افغانانو په را اېستلو کې مهم رول ولوباوه، او د دغه ټیم غړو ته دا وخت د دوحې د تعلیمي ښار د ښوونځیو او پوهنتونونو د ښارګوټي په مرکز کې ځایونه ورکړل شوي دي.

د قطر فاونډېشن په یوه اعلامیه کې وویل، «هغوی به داسې سکالرشیپونه ترلاسه کړي چې په اساس به یې هغوی دا وړتیا ترلاسه کړي چې د قطر فاونډېشن او د قطر د پراختیایي صندوق تر منځ د یوه مشارکت له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د لېسې د دورې د با استعدادو نجونو دغه ټیم شاوخوا ۲۰ غړې لری، چې ډېرې یې لا تنکۍ پېغلې دي، او اوس په نړۍ کې دلته هلته خپرې شوي دي چې یو شمېر یې په قطر کې او یو شمېر نورې په مکسیکو کې دي.

د روبوټ جوړونې د افغان ټیم غړې چې ټولې نجونې دي، په داسې حال کې چې روبوټ یې ورسره نږدې ایښی دی، د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۶مه د واشنګټن ډي سي په ډي ای آر کانسټیټیوشن هال کې د تمرین په ساحه کې د بل هېواد روبوټونه ګوري.‌ [پاول ج. ریچارډز/ای اېف پي]

د روبوټ جوړونې د افغان ټیم غړې چې ټولې نجونې دي، په داسې حال کې چې روبوټ یې ورسره نږدې ایښی دی، د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۶مه د واشنګټن ډي سي په ډي ای آر کانسټیټیوشن هال کې د تمرین په ساحه کې د بل هېواد روبوټونه ګوري.‌ [پاول ج. ریچارډز/ای اېف پي]

دا نجونې په ۱۳۹۶ کې هغه وخت د خبرونو په سرلیکونو کې راغلې چې په واشنګټن کې د روبوټ جوړونې په سیالۍ کې د ګډون کولو لپاره هغوی ته د وېزو له ورکولو څخه انکار وشو، او بیا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ مداخله وکړه او هغوی ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوه.‌

تېر کال، هغوی په دې هیله چې د کرونا وایرس وبا په ترڅ کې د روغتونونو وسایل پياوړي کړي، د موټر له پرزو څخه ارزان وینټیلیټر جوړ کړ.

دغه راز،‌ هغوی یوه جوړه داسې روبوټونه جوړ کړل چې د ځمکنیو ماینونو د پېژندلو او شنډولو لپاره طرحه شوي ول.

د قطر فاونډېشن مرستیالې او اجرائیه رییسې شیخې هند بنت حماد الثاني وویل، «دغو با استعدادو او نوښتګرو نجونو په یوه غیر باوري او د نامعلوم برخلیک په حال کې ژوند کاوه، او په قطر فاونډېشن کې موږ غواړو هغه څه وکړو چې کولی یې شو.»

هغې وویل، «هغوی ته په تعلیمي ښار کې د زده کړې د سکالرشپونو په برابرولو سره، کېدی شي چې اوس د هغوی زده کړې له ټکني کېدلو څخه پرته دوام ومومي.»

هغې زیاته کړه،‌ قطر د نجونو اړتیاوې ارزوي څو معلومه کړي چې کوم ښوونځي یا له پوهنتون څخه مخکې پروګرامونه باید هغوی تعقیب کړي.

په ساینس کې د ښځو اهمیت

تېره میاشت د اشرف غنی د دولت د راپرځېدو له امله ډېر شمېر خلک له هېواد نه ووتل او یوه لویه ګډوډي جوړه شوه، ځکه ډېر افغانان وېرېږي چې د اسلامی قوانینو هغه بې رحمانه تفسیر بیا تکرار نشي چې له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې پلی کېده.‌

ډېر په ځانګړې توګه په دې ډارېږي چې د افغانو ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو ۲۰ کالونو پرمختګونه بېرته له لاسه ونه وځي.

له دې امله، په سلګونو مبارزو ښځو د سپټامبر په ۷مه د کابل په سړکونو لاریون وکړ، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی د حقونو درناوی وکړي.

دغه راز، په وروستیو ورځو کې د هرات او مزارشریف په ګډون کوچنیو ښارونو کې هم خواره واره لاریونونه وشول، او ښځو په نوي حکومت کې د برخې غوښتنه وکړه.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د سې شنبې په ورځ له قطر څخه د یوې لنډې کتنې په ترڅ کې د روبوټ جوړونکي ټیم له څو غړو سره وکتل.

هغه هغوی ته وویل، «تاسو په ګرده نړۍ کې مشهورې او د الهام ورکولو یوه سرچینه یئ. هغه کیسه چې تاسو وار له مخه په ساینس کې د ښځو د ګډون د اهمیت په هکله وړاندې کړې ده... د افغانستان له پولو څخه بهر د نړۍ بېلابېلو برخو ته یو مهم پيغام لېږدوي.»

د ډیجیټل سیټیزن فنډ چې د دغه ټیم روزونکې موسسه ده، بنسټګرې رویا محبوب وویل، نجونې «په بهر کې د زده کړو د فرصت په ترلاسه کولو د خوښۍ اظهار کوي.»

د روبوټ جوړونکي ټیم ډېرې نورې غړې چې د امنیتي دلایلو له امله د یوې نوم هم نه دی یاد شوی، مکسیکو ته کډه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500