اسلام اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې پاکستان د جون په ۲۹مه افغان کډوالو ته په پاکستان کې په قانوني توګه د اوسېدلو له پاره د هغوی اسناد ۶ میاشتې نور اوږده کړل.
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې پاکستان پخوا د جون ۳۰ مه د افغان کډوالو له پاره هېواد ته د بېرته ستنېدلو له پاره نېټه ټاکلې وه خو اوس یې دغه نېټه د دسمبر۳۱ مې ته غزولې ده. خواوشا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي د پاکستان د دغه اقدام ستاینه وکړه او د هغو افغان کډوالو له پاره یې چې بېرته خپل هېواد ته راستنېږي د ملګرو ملتونو د مرستو اندازه له ۲۰۰ امریکایي ډالرو (۲۰۰۰۰ روپیو) څخه ۴۰۰ امریکایي ډالرو (۴۰۰۰۰ روپیو) ته دوه برابره کړه.
ډان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر د دفتر د یوې بیانیې په اساس لیکلي چې پاکستاني چارواکو له لومړي وزیر میا محمد نوازشریف څخه داسې احکام ترلاسه کړل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او کابل سره کار وکړي چې د کډوالو کمپونه په تدریجي توګه افغانستان ته واړوي.