اقتصاد

د کندوز د فابریکو په بندېدلو سره په سلګونو کسان له سختو ستونزو سره مخامخ شوی

د محمد قاسم راپور

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې،‌ د نورو عواملو تر څنګ مالي محدودیتونو، د خامو موادو کمیو او سیاسي بې ثباتۍ په کندوز ولایت کې شاوخوا نیمایي فابریکې مجبورې کړي چې خپل عملیات ودروي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د زمري په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې،‌ د نورو عواملو ترڅنګ مالي محدودیتونو، د خامو موادو کمیو او سیاسي بې ثباتۍ په کندوز ولایت کې شاوخوا نیمایي فابریکې مجبورې کړي چې خپل عملیات ودروي.

د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق ویاند مسعود وحدت وویل، له زمري میاشتې څخه مخکې په دغه ولایت کې تر ۲۰ پورې غټو او وړو فابریکو فعالیت کاوه.‌

هغه وویل، بندو شویو فابریکو کاغذي دستمالونه، پلاستیکي لوښي، تشناب کاغذ، اوړه، وریژې، مالوچ، مرمر، خوږه وله، لبنیات،‌ کېمیاوي سره او صابون تولیدول.

د دلایلو په لړ کې، وحدت د څلورویشت ساعته برېښنا د نشتوالي، د خامو موادو د کمیو، د قېمتونو د زیاتوالو، د مارکېټ د لوېدلو، د تنخواګانو د ورکولو ناوړتیا، ټکني شویو بانکي خدمتونو او سیاسي بې ثباتۍ په ګډون یو شمېر فکټورونو ته اشاره وکړه.‌

image

یو کارکوونکی د لیندۍ په ۲مه په کندوز ولایت کې د تشناب کاغذ جوړولو په یوه فابریکه کې یو ماشین چلوي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

هغه وویل، د ځینو شرکتونو په بندېدلو سره په سلګونو کسانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې، او نورو بیا هغه وخت خپلې وظیفې له لاسه ورکړې چې فابریکو د مالي ستونزو له کبله خپل کارمندان کم کړل.‌

په کندوز کې د تشناب کاغذ د یوې فابریکې اجرائیه رییس بشیر احمد صادقي سلام ټایمز ته وویل، که څه هم چې د هغه فابریکه له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې په دغه ولایت کې فعالیت کوي، خو اوس د ورشکستګۍ څنډې ته رسېدلې ده.

هغه وویل، «موږ خپل تولیدات د افغانستان په ۳۴ واړو ولایتونو کې خرڅول، خو د بېلابېلو ستونزو له امله د تولید منځنۍ سطحه او د کارکوونکیو شمېر ډېر راکم شوي دي.»

صادقي وویل، «که په راتلونکیو میاشتو کې وضعیت بهتر نشي، ښایي چې موږ خپله فابریکه بنده کړو.»

هغه وویل،‌ د افغانستان د اقتصاد د سقوط او د پانګونې او تولید د کمېدلو په نتیجه کې اوس د فابریکې د کارکوونکیو شمېر له ۵۰ څخه ۱۰ ته راکم شوی دی.

اقتصادي اختلال

د اقتصادي چارو پوهان او د سوداګریو مالکان وایي، که ملاتړ ترلاسه نه کړي‌، ښایي هغه فابریکې چې پرانستې پاتې دي مجبورې شي چې عملیات وځنډوي.‌

په بلخ ولایت کې یوه اقتصادپوه غلام سید اسیر وویل، د فابریکو تاسیس او د هغو تولید په هر هېواد کې د اقتصادي ودې اصلي عاملان دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که فابریکې د خپلو حکومتونو له خوا حمایه نشي، وبه نشي کولی چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.»

اسیر وویل، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ‌ کې، د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه شمالي ولایتونو کې په زرګونو فابریکې پرانستل شوي، خو دغه اکثرې فابریکې او تولیدي کمپنۍ له بیړنئ ورشکستګۍ سره مخامخ شوي دي.»

هغه یادونه وکړه چې، اقتصادي بحران د تولیدوونکیو کمپنیو مالکان متاثر کړي ځکه چې د خامو موادو پېرودنه بانکي سکټور پورې تړاو لري.

هغه زیاته کړه،‌ «د خامو موادو د پېرودنې لپاره د پیسو لېږلو ناشونتیا یوه د اندېښنې وړ ننګونه ده چې دغه صنعت ورسره مخامخ دی.»

په کندوز کې د مالوچو د پروسیس د یوې فابریکې اجرائیه رییس علاءالدین ملکزاده وویل، که په راتلونکیو میاشتو کې فابریکې بندې پاتې شي، د بې کاره افغانانو شمېر به زیات شي.‌

هغه وویل، «په کندوز کې په هره فابریکه کې د ۱۰ او ۵۰۰ تر منځ کارکوونکیو کار کاوه؛ خو اوس چې دا فابریکې له اقتصادي محدودیتونو سره مخامخ دي، هغوی مجبورې دي چې خپل کارکوونکي کم کړي.»

هغه زیاته کړه، له ځایي سوداګریو څخه باید ملاتړ وشي ترڅو هغوی وکولی شي چې خپلو کارکوونکو ته تنخواګانې ورکړي.

بې کاري

په کندوز کې د فابریکو د بندېدا معنی دا ده چې ډېرې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

عنایت الله چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل، هغه له درې کالونو راهیسې په کندوز کې د مالوچو د پروسیس او بسته بندۍ په یوه فابریکه کې کار کاوه.

هغه دوه میاشتې مخکې بې کاره شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما د میاشتې ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۰۴ ډالر) ګټلې او کولی مې شوای چې خپلې اوه کسیزې کورنۍ ته نفقه برابره کړم. اوس زه نشم کولی چې خپلو ماشومانو ته حتی یو خوراک ډوډۍ برابره کړم.»

عنایت الله وویل چې هغه د بې کاره کېدلو له ورځې راهیسې هره ورځ هڅه کړې چې د ورځ‌ مزدورۍ کار پیدا کړي او نه دی توانېدلی چې حتی له ساعتونو انتظار څخه وروسته هم د یوې پوره ورځې کار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه، د هغه له ملګرو کارکوونکیو څخه تر ۱۰۰ پورې کسانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې، او هغوی هم په بې ثباتۍ او نهیلۍ کې ژوند کوي.‌

۳۹ کلن محمد علي احمدي چې پخوا یې په کندوز کې د پخلنځي د یو ځل استعمال لوښو د جوړولو په فابریکه کې کار کاوه، سلام ټایمز ته وویل چې هغه خپله وظیفه هغه وخت له لاسه ورکړه چې د هغوی فابریکه بنده شوه او اوس هغه د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورځ مزدوري لټوي.

هغه وویل، «زه په اونۍ کې ښایي یوه یا دوه ورځې کار پيدا کړم، لاکن ښایي نورې ورځې ونشم کولی چې کار پیدا کړم. زه مجبور یم پیسې پیدا کړم ترڅو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډې برابره کړم.»

هغه وویل، فقر مجبور کړی چې خپل درې کلن ماشوم خرڅ کړي او درې میاشتې وشوې چې د هغه ماشومانو صحیح خواړه نه دي خوړلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500