وروستي عملیات ښيي چې استخبارات لا هم د القاعدې او د هغې د متحدو افراطي ډلو پر ضد په بېلابېلو سیمو کې د اغېزمنو اقداماتو اصلي محرک دی.
د استخباراتي معلوماتو د راټولولواو د دقیقو بریدونو د زیاتوالي ترکیبد مشرتابه د جوړښتونو او ملاتړو شبکو پر وړاندې د پام وړ عملیاتي پایلې رامنځ ته کړې دي.
د یمن په ختیځ مأرب ولایت کې باوري سرچینو راپور ورکړی چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د جنوري په ۲۵مه د القاعدې د مشرانو او جنګیالیو غونډه په نښه کړې ده.
یاد برید د وادي عبیده په الخراشي سیمه کې پر یوه کور شوی او هغه ودانۍ یې بشپړه ویجاړه کړې چې غونډه پکې روانه وه.
د راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې څو وسله وال په نښه شوي او داسې نښې شته چې لوړپوړي کسان هم د وژل شویو یا ټپیانو په ډله کې شامل وو.
نور رسنیز راپورونه هم تاییدوي چې د مأرب په دغه برید کې، د القاعدې درې غړي د دې ډلې د یمني څانګې پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د مشرانو او عملياتي مرکزونو په نښه کول
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، متحده ایالاتو په پراخه کچه خپلې وړتیاوې د انساني استخباراتو، مخابراتي استخباراتو او څارنې په برخه کې پراخې کړې، چې تمرکز یې د ترهګرو پر مشرتابه شبکو باندې و.
دا پراخې شوې وړتیاوې د لوړپوړو څېرو د پېژندنې، د عملياتي خوځښتونو د تعقیب، او د هغو خوندي کورونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېدې چې د القاعدې او ورسره تړلو افراطي ډلو ملاتړ یې کاوه.
دغه دوامدار بهیر، چې استخباراتي ادارې او پوځي وړتیاوې یې سره یوځای کړې وې، څرګندې لاسته راوړنې لرلې او په ورته وخت کې یې د افراطي ډلو د پېچلو بریدونو د پلانولو وړتیا په جدي ډول کمه کړه.
د دې بهیر یو څرګند مثال هغه اوږدمهاله عملیات وو چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د پرله پسې استخباراتي معلوماتو د راټولولو او دقیق تحلیل له لارې تر څار لاندې ونیول شو.
د امریکا استخباراتو د څو میاشتو په اوږدو کې د هغه د «ژوند بڼه» په دقیقه توګه جوړه کړه او د دقیق برید د اجازې تر صادرېدو مخکې یې د هغه استوګنځای، تګ راتګ او حضور تایید کړ.
دا بهیر بالاخره په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید ته ورسېد،چې له کلونو متمرکز استخباراتي او څارنیز کار وروسته یې الظواهري له منځه یووړ.
د دقیقو استخباراتي معلوماتو ارزښت یوازې د القاعدې د نړیوالې شبکې د مشهورو مشرانو تر هدف ګرځولو پورې محدود نه دی.
د خوندي کورونو، اړیکو او مالي لارو دوامداره څارنه هغه پټنځایونه رابرسېره کوي چې افراطي ډلې یې د دودیزو پوځي عملیاتو له سترګو پټ ساتي.
پر وخت او دقیق عملیات
د انساني او مخابراتي استخباراتو اغېزمن راټولول دا امکان برابروي چې پلان جوړونکي د خوندي کورونو دننه لوړ ارزښت لرونکي هدفونه وپېژني، هغه ځایونه چې موندل یې په عادي شرایطو کې خورا ستونزمن دي.
دا وړتیا د بریدونو دقت زیاتوي او په عین حال کې د ملکي وګړو، تاسیساتو او په شخړیزو سیمو کې د فعالو متحدو ځواکونو پر وړاندې خطرونه کموي.
څارنیزو ټکنالوژیو، انساني سرچینو او د معلوماتو د شریکولو د میکانیزمونو یوځای کول دا تضمینوي چې افراطي شبکې تل تر دوامدار عملياتي فشار لاندې پاتې شي.
په پایله کې، القاعده او ورسره تړلې ډلې د بیا راټولېدو، د خوندي پټنځایونو په ساتنه، یا له معافیت سره د لویو بریدونو په پلان کولو کې له لویو ستونزو سره مخ دي.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۴مه، د امریکا د افریقا قومندانۍ په سومالیا کې د یوې دقیقې هوايي حملې په پایله کې د الشباب لوړپوړی مشر محمد میره، چې په ابو عبدالرحمن هم پېژندل کېده، وواژه.
هغه د الشباب په سازماني جوړښت کې د ستراتیژیکو عملیاتو مسؤل او یوه پخوانۍ مهمه څېره بلل کېده.
په سوریه کې هم د امریکا، د مرکزي قومندانۍ ځواکونود ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۱مه په یوه برید کې د «حراس الدین» ډلې یو لوړپوړی تسهلیوونکی وسیم تحسین بایراقدار له منځه یووړ.
همدارنګه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کېامریکایي ځواکونو محمد صلاح الزبیر په نوم د حراس الدین ډلې یو بل لوړپوړی عملياتي غړی وواژه، چې له امله یې د دې ډلې عملياتي همغږي لا نوره هم کمزورې شوه.
![یوه د F/A-18E سوپر هورنېټ جنګي الوتکه د نیمېټز ټولګي الوتکوړونکې بېړۍ USS Nimitz (CVN-68) د الوتنې له عرادې څخه د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مسئولیت په سیمه کې د الوتنو د عملیاتو پر مهال پورته کېږي. [د امریکا سمندري ځواک]](/cnmi_st/images/2026/02/05/54472-9283918-585_329.jpg)