په سوریه کې د القاعدې د یوه لوړپوړي مشر وژل کېدل د ترهګرو د مشرانو مخ پر زیاتېدونکې کمزورۍ ته اشاره کوياو دا روښانه کوي چې هغوی نور د ځان ساتلو وس نه لري.
امریکايي ځواکونو د جنورۍ په ۱۶مه یو هدفمند هوايي برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې بلال حسن الجاسم، چې په سوریه کې د القاعدې د شبکې یو مهم مشر و، ووژل شو.
د سنتکام قومندان، ادمیرال براډ کوپر، په یوه اعلامیه کې وویل، «د دې ترهګریز عنصر مرګ، چې د درې امریکایانو له وژل کېدو سره یې تړاو درلود، دا ښيي چې موږ د هغو ترهګرو د تعقیب لپاره پوره هوډ لرو چې پر زموږ ځواکونو بریدونه کوي.»
هغه زیاته کړه، «د هغو کسانو لپاره هېڅ خوندي ځای نشته چې پر امریکايي وګړو او زموږ پر سرتېرو بریدونه کوي، طرحه یې جوړوي او یا ورته الهام ورکوي. موږ به تاسو پیدا کړو.»
الجاسم د تېر کال د ډسمبر په ۱۳مه په هغه کمین کې لاس درلود چې له امله یې درې امریکایان، د یوه ملکي ژباړونکي په ګډون، ووژل شول.
هغه همدارنګه د القاعدې د یوه پېژندل شوي غړي په توګه یادېده چې په سوریه کې یې د ګڼو ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې برخه لرله.
د ترهګرو لپاره هېڅ خوندي پناه نشته
د الجاسم وژل کېدل دا ثابتوي چې ترهګریز مشران هر چېرې چې پټ وي، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر دوامدار فشار لاندې دي.
په ایټالیا کې مېشت پوځي شنونکي، محمد نعیم غیور، دا برید د القاعدې د عملیاتي جوړښت پر وړاندې یو سخت ګوزار وباله.
هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې مو په سوریه کې د القاعدې او داعش پر سنګرونو درنې حملې لیدلې دي.د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې ډېر ترهګر وژل شوي او د هغوی د وسلو او مهماتو زېرمې له منځه وړل شوې دي.»
د هغه په وینا، دا بریدونه ښيي چې د القاعدې په ګډون د هېڅ ترهګرې ډلې مشران او مهم کسان خوندي نه دي.
وروستي راپورونه ښيي چې د لوړپوړو څېرو له منځه وړل، القاعده او د «عراق او شام اسلامي دولت» (داعش) په سوریه کې د بقا له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
په جرمني کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي، بصیر احمد دانشیار، وویل، «دوی د خپلو کړنو سزا ویني او لاسونه یې د بې شمېره انسانانو په وینو سره دي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د امنیت د احساس نشتوالی د ترهګرو لپاره، په ځانګړي ډول د هغوی د مشرانو لپاره، تر ټولو لوی عذاب دی.»
تشکیلاتي ړنګون
د متحده ایالاتو دوامدارو بریدونو دا روښانه کړې چې القاعده نور د دې توان نه لري چې خپل مشران، پلویان او عملياتي ګټې خوندي وساتي.
د متحده ایالاتو او د سیمې د متحدینو له خوا د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوو هدفمندو عملیاتو په سوریه کې د القاعدې ملا ماته کړې ده.
د القاعدې ګڼ شمېر پوځي او ایډیالوژیک مشران له منځه وړل شوي او دا ډله د بشپړ ړنګون حالت ته نږدې شوې ده.
په نیمروز کې مېشت پوځي شنونکي، حمزه بلوچ، وویل، «القاعده په سوریه کې نور د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو وړتیا نه لري او په سخته کمزورې شوې ده.»
استخباراتي راپورونه ښيي چې د مشرانو له لاسه ورکولو د القاعدې د پاتې عناصرو ترمنځ ګډوډي او داخلي اختلافات رامنځته کړي دي..
د القاعدې د مشرتابه ناتواني چې د خپلو غړو او پلویانو امنیت تضمین کړي، د دې ډلې دننه او د هغې د ملاتړکوونکو ترمنځ بې باوري زیاته کړې ده.
![د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یوه F/A-18 سوپر هورنت جنګي الوتکه د سنتکام د مسؤلیت په سیمه کې د مأموریت پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶مه، د تېلو اخیستو لپاره د متحده ایالاتو د هوايي ځواک KC-135R ټانک ته نږدې کېږي. [ارشد پیلوټ ټیلر کرول/د امریکا هوايي ځواک]](/cnmi_st/images/2026/01/30/53843-6890923-585_329.jpg)