سياست

د ایران له خوا له هېواد څخه بهر د جنګ او بې ثباتۍ رامنځته کولو هڅو داخلي ناخوښي زیاته کړې ده

د سلام ټایمز راپور

ایرانیان د لړم په ۲۸مه د وچکالۍ او د اوبو د انحراف له امله د دغه ولایت د حیاتي سیند له وچېدلو څخه وروسته په مرکزي ښار اصفهان کې په یوه اعتراض کې راټول شوي ترڅو خپل غږ پورته او غوسه څرګنده کړي. دغه پراخ اعتراض چې بزګرانو او د اصفهان ولایت نورو اوسېدونکیو په کې برخه اخیستې وه، د لړم په ۱۸مه د اوبو د بحران په سر پیل شوي لاریون راهیسې تر ټولو لوی وو. [فاطمه نصر/اېسنا/ای اېف پي]

ایرانیان د لړم په ۲۸مه د وچکالۍ او د اوبو د انحراف له امله د دغه ولایت د حیاتي سیند له وچېدلو څخه وروسته په مرکزي ښار اصفهان کې په یوه اعتراض کې راټول شوي ترڅو خپل غږ پورته او غوسه څرګنده کړي. دغه پراخ اعتراض چې بزګرانو او د اصفهان ولایت نورو اوسېدونکیو په کې برخه اخیستې وه، د لړم په ۱۸مه د اوبو د بحران په سر پیل شوي لاریون راهیسې تر ټولو لوی وو. [فاطمه نصر/اېسنا/ای اېف پي]

په اوړي کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې، د هغه حکومت اعلان کړی چې د بهرني سیاست تمرکز یې د ایران له ګاونډیانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا باندې دی.

خو کتونکي وایي چې حکومت عملا د سپاه پاسداران له خوا د سیمې د بې ثباته کوونکیو سیاستونو په وسیله یرغمل شوی دی.

هغوی وویل، دغو سیاستونو،‌ چې د هغو هېوادونو د ګټو د کمزوري کولو لپاره د نایبو ځواکونو په استعمال باندې متکي دي چې د سپاه پاسداران د مشرانو اند «دښمنان» ګڼل کیږي، له لسیزو راهیسې د ایران په بهرنیو اړیکو باندې سیوری غوړولی دی.

همدارنګه، دغو پالیسیو په ایران کې دننه ولسي اعتراضونو ته، چې د اوبو کموالي، د برېښنا مداومو پرې کېدلو، له بشري حقونو څخه سرغړونو او د وبا ناوړه مدیریت لا نور زیات کړي دي،‌ لاره هواره کړې ده.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني له ګڼ شمېر هغو عکسونو څخه یو عکس چې رژیم په وروستیو ورځو کې خپاره کړي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني له ګڼ شمېر هغو عکسونو څخه یو عکس چې رژیم په وروستیو ورځو کې خپاره کړي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

شنونکي خبرداری ورکوي چې په سیمه کې د ایران د یوې لسیزې اوږدې یرغلیزې پالیسۍ څخه وروسته، چې په هېواد کې دننه د حکومت پر ضد روان ولسي اعتراضونه هم ورسره مل دي، په ایران کې دننه د «عرب پسرلي» په څېر داخلي پاڅون ته شرایط برابر کړي دي.

د سلیماني د میراث ساتل

شنونکي وایي، د ایران خلک د رژیم له خوا د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د میراث په ساتنه باندې د ټینګار له امله د یوه خطرناکه اقتصادي ناورین په یوه ژوره کنده کې ور ډوبېږي.

سلیماني د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحدو ایالاتو په یوه برید کې له وژل کېدلو څخه مخکې،‌ د عراق،‌ سوریې، لبنان، یمن او افغانستان په ګډون، په سیمه کې د یو شمېر نیابتي جنګونو له لارې د سپاه پاسداران پراختیا غوښتونکې اجندا پرمخ بیوله.

دغه نوښتونه په ډېر قېمت سره ترسره کېدل، او په مکرر ډول د تهران بې ځایه اولویتونه په ګوته کوي، په داسې حال کې چې په ایرانیانو کې د حکومت او خرابېدونکي اقتصاد له امله ورځ تر بلې ناخوښي زیاتېږي.‌

د تېرې لسیزې په ډېره برخه کې، د ایران رژیم په سوریه کې ډېره پانګونه وکړه، د بشار الاسد رژیم پوځي ملاتړ، او په نورو برخو کې یې پراخ لګښتونه وکړل، لاکن اغېز یې ډېر کم وو.‌

هغو ډېرو پیسو چې ایران په سوریه کې لګولي او لا یې لګوي، د ایراني رژیم هیلې نه دي پوره کړي.

نه یې سپاه پاسداران پیاوړی کړی، بلکې د میلیونونو ډالرو له لګولو سره سره یې له دوه کاله مخکې وخت څخه لا نور کمزوری کړی دی.

په ایران کې د عبدالله کابلي په نامه د ایران - عرب اړیکو یوه کارپوه وویل، ایراني چارواکو په سوریه کې او په روسیه باندې د سلیماني د نفوذ لرلو په برخه کې مبالغه کوله.

روسیې او ایران دواړو د سوریې په جګړه کې د اسد رژیم د ملاتړ لپاره مداخله وکړه، خو چې د جنګ لمبې کمې شوې،‌ هغوی دواړه د سیالانو په توګه رامخې ته شول، چې هر یو یې غواړي له خپل رول څخه ګټه ترلاسه کړي او د بل په لګښت سره خپله اجندا پرمخ بوځي.‌

کابلي له المشارق خبري وېب سایټ سره په خبرو کې وویل، «تهران په دې باور وو چې سلیماني د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته هڅولی وو چې په سوریه کې پوځي مداخله وکړي.»

هغه وویل، «خو حقیقت دا دی چې، په سوریه کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې ملېشې څخه به استفادې سره، روسیې د وضعیت کنټرول په لاس کې واخیست او سیاسي او اقتصادي ګټې یې وکړې.»

د ایران نایبو ګروپونو ورانکاري کوي

په ورته وخت کې، د سوریې د جګړې په ترڅ کې د ایران انساني او مالي لګښتونه ډېر غټ وو.

شنونکو وویل، ایران د تېرې لسیزې په ترڅ کې د اسد رژیم سره د سلګونو میلیونو بیلرو تېلو او میلیونونو ډالرو مرسته وکړه، او دا ټولې ورکړې چې د ایرانیانو په ژوند کې په سختیو او مشکلاتو باندې بدلې شوي دي، بې ځایه لاړې.

هغوی وویل، په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه د اقتصادي او سیاسي ګټو زیان یو بل غټ قیمت دی چې تهران یې په سیمه کې د خپلې لاسوهنې له امله ورکوي، او داسې نه ښکاري چې دا دې پای ته ورسېږي.

په یمن کې، سپاه پاسداران د وسلو قاچاق ته دوام ورکوي چې په نتیجه کې یې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو حوثيانو او په نړۍ واله کچه د په رسمیت پېژندل شوي حکومت تر منځ جنګ سختوي.

د لیندۍ په ۲۹مه،‌ د متحدو ایالاتو سمندري ځواک په شمالي عربي سمندرګي کې په یوه کب نیوونکې کیشتۍ کې ۱۴۰۰ میله کلاشینکوفونه، مهمات او پنځه تنه ماڼوګان چې ځانونه یې یمنیان معرفي کړل، ونیول.

د متحدو ایالاو د سمندري‌ ځواک په یوه اعلامیه کې چې د مرغومي په ۱ خپره شوه، راغلي، «د دغې بې وطنه کیشتۍ له ارزونې څخه معلومه شوه چې له ایران څخه را روانه شوې او له یوې لارې څخه چې له تاریخي پلوه په یمن کې حوثیانو ته په ناقانونه توګه د پیسو رسولو لپاره کارول کېدله، نړۍ والو اوبو ته را ننوتې وه.»

په سمندر کې د وسلو د لېږدولو دوه نورې نیونې چې باور کیږي غوښتل یې حوثیانو ته وسلې ولېږدوي، په ترتیب سره د ۱۳۹۹ د کب په میاشت کې د یو اېس اېس وینسټون چرچیل له خوا په سومالیا کې او د ۱۴۰۰ام کال د غوایي په میاشت کې د یو اېس اېس مونتیري له خوا په عربي سمندرګي کې ترسره شوې.

په ورته وخت کې، په عراق کې د ایران د نایبو ملېشو تر منځ اختلافات رامنځته شوي، چې د عصائب اهل الحق له وروستیو کړنو او موقف څخه له ورایه معلومیږي.

په لبنان کې،‌ له حزب الله او د هغه له مشر حسن نصرالله سره د سلیماني د اړیکو اغېزې اوس هم په هغه ژور اقتصادي بحران کې چې دغه هېواد یې وواهه او د حزب الله له خوا د پرېکړې کولو د پروسې د په لاس کې اخیستلو له امله د حکومت په شلېدلو کې احساس کیږي.‌

د پاڅون ګواښ

له بندیزونو او په بودیجه کې له تدریجي کمښت سره سره، تهران اوس هم دې ته لومړیتوب ورکوي چې د ایران د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو پر ځای د ترهګرۍ، فرقه پالنې په صادرولو باندې پیسې ولګوي.

د سپاه پاسداران لپاره پیسې ډېرې دي

ولسمشر رییسي چې له لارښود علي خامنه اي سره نږدې تړاو لري، د واک ترلاسه کولو راهیسې په لومړي ځل د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجې مسوده - یو سند چې د هغه لومړیتوبونه څرګندوي، وړاندې کړې ده‌.

د نوي مالي کال، چې د وري په ۱ پیل کیږي، بودیجه د ادارې له خوا چمتو شوې او د ایران پارلمان ته وړاندې شوې چې هغوی به یې وروستۍ بڼه تصویب کړي.‌

د رییسي ادارې په خپله تسوید شوې بودیجه کې د سپاه پاسداران لپاره ځانګړې شوې پیسې ډېرې زیاتې کړي، چې د سپاه پاسداران لپاره په راتلونکي کال کې ۲۴۰٪ ډېرښت په ګوته کوي.

تېر کال د سپاه پاسداران په بودیجه کې د وړم کال په پرتله ۵۸٪ زیاتوالی راغلی وو، او داسې ښکاري چې دغه بهیر مخ پورته روان دی.

د تېرې لسیزې په ترڅ کې، په کلنۍ بودیجه کې د سپاه پاسداران او د اردو (د ایران عادي وسله والو ځواکونو) لپاره غټه بودیجه ځانګړې کېږي او کال په کال زیاتیږي.‌ په دې لړ کې ډېر زیاتوالی د سپاه پاسداران په بودیجه کې کیږي.

که څه هم چې ایران د افلاس د کندې غاړې ته رسېدلی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، لاکن هغوی ته دا پیسې ورکوي.

په تسوید شوې بودیجه کې، د ایران اسلامي جمهوریت رادېو تلویزیون ته، چې د رژیم اصلي تبلیغاتي ماشین او مستقیما د خامنه اي تر لاس لاندې کار کوي، د تېر کال په پرتله ۵۶٪ زیاتې پیسې په پام کې نیول شوي دي.‌

کتونکي وایي، له دې سره سره چې ایران د بندیزونو پورته کېدلو ته سخته اړتیا لري او د بندیزونو د پورته کېدلو په موخه د خبرو اترو لپاره کلکې هڅې کوي، لاکن اوس هم داسې نه ښکاري چې رژیم هغه څه کوي چې د بندیزونو د پورته کېدلو لپاره ورته اړتیا ده.

د تېر ټول کال په اوږدو کې، د برېښنا د پرې کېدلو، د اوبو د کموالي، لږو تنخواګانو، کمو اجورو او بې کارۍ په سر راپورته شویو د رژیم ضد اعتراضونو څو غټو ښارونو ته سخت ټکانونه ورکړل.

سپاه پاسداران چې په سیمه کې د توظیفاتو او د پیسو د سخت کموالي له امله کمزوری شوی دی، ښایي دا وړتیا ونه لري چې د رژيم پر ضد د بل لوی پاڅون پر وړاندې مقابله وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې لیکنه کې یو ډیر په زړه پورې ټکی وو چې سپاه پاسداران د بل پاڅون د مخنیوي زور نه لري. که رښتیا وي نو د ایران ولس ته یو زرین فرصت دی چې د دغه ناپاک او ظالم رژیم پر وړاندې راپورته شي او د تل لپاره یې نسکور کړي او د ډیموکراسۍ پر بنسټ یو نوی رژیم رامینځته کړي، یعنې د خلکو نظام او د خلکو په خدمت کې. اوسني ایراني چارواکي له افغان طالبانو سره توپیر نه لري ځکه ټول ترهګر، جاهل، افراطي، ظالم او سخت دریځي دي.

ځواب ورکړئ

زه چې په سلام ټایمز کې خبرونه لولم دا برخه ډېر خوند راکوي چې قاسم سلیماني د ډرون په برید کې ووژل شو. هر ایرانی جنرال او د استخباراتي ادارې کارمند، هر پاکستانی جنرال او د استخباراتي ادارې کارمند د افغان او افغانستان دښمن وه، دښمن دی او دښمن به وي ځکه دوی نه غواړي چې افغانستان جوړ شي او د افغانانو د وینو بهېدل ودریږي او علت یې دا دی چې دوی باور لري چې که په افغانستان کې جنګ ودریږي او خلک یې یوه خوله شي هغه اوبه چې نن په وړیا ډول پاکستان او ایران ته ځي دا به پرې ودرېږي. نو زمونږ دغه دوه منافق ګاونډیان خپلو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو د بهیر د جاري ساتلو لپاره د افغانانو وینې تویوي.

ځواب ورکړئ