امنیت

ښځه ولسواله د مقاومت مشري کوي او ځایي کسان ګوماري چې د طالبانو پر ضد د جګړې له لیکو سره ملګري شي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سلیمه مزاري چې د افغانستان په سړي واکه ټولنه کې یوه ښځه ولسواله ده، هڅه کوي چې سړي د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره وګوماري. په هغو سیمو کې چې یاغیانو نیولي دي ژوند لږ تغیر کړی دی، خو په چارکنت کې چې د مزارۍ تر واکمنۍ لاندې لیرې پرته غریزه او ناهواره سیمه ده او په بلخ ولایت کې له مزارشریف ښار څخه شاوخوا یو ساعت لیرې پرته ده، خطر ډېر دی.‌

بلخ -- سلیمه مزارۍ د یوه پیک آپ موټر په مخکې سیټ کې بې پروا ناسته ده او موټر د افغانستان په شمال کې په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې روان دی، په داسې حال کې چې یوه مشهوره محلي سندره د موټر په سر لګېدلي لوډسپیکر څخه اورېدل کیږي.

مزارۍ، چې د افغانستان په سړی واک سیاست کې یوه ښځه ولسواله ده، هڅه کوي ترڅو سړي د طالبانو پر ضد د جنګ کولو لپاره استخدام کړي.

د سندرې الفاظ داسې دي چې وایي، «وطنه، زما ژوند درنه ځار شه،» او په دې ورځو کې هغه له خپلو پلویانو نه د همداسې کار غوښتنه کوي.‌

طالبانو د غوايي میاشتې راهیسې، چې امریکایي او ناټو ځواکونو له هېواد څخه وتل پیل کړل، د افغانستان د شمال، جنوب او لوېدیځ ډېرې برخې نیولي دي.‌

دا عکس چې د چنګاښ په ۲۳مه اخیستل شوی، ولسواله سلیمه مزاري په داسې حال کې ښیي چې په بلخ ولایت کې د جنګ له لومړیو کرښو سره نږدې د امنیتي منسوبینو په بدرګه له یوې غونډۍ څخه ګوري. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

دا عکس چې د چنګاښ په ۲۳مه اخیستل شوی، ولسواله سلیمه مزاري په داسې حال کې ښیي چې په بلخ ولایت کې د جنګ له لومړیو کرښو سره نږدې د امنیتي منسوبینو په بدرګه له یوې غونډۍ څخه ګوري. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د چارکنت ولسواله سلیمه مزاري (له چپ لوري دویم شخص) د چنګاښ په ۲۳مه په ولسوالۍ کې له خپلو امنیتي منسوبینو سره یوځای لیدل کیږي. مزاري هڅه کوي چې ځایي خلک د طالبانو پر ضد د جګړې لیکو ته استخدام کړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د چارکنت ولسواله سلیمه مزاري (له چپ لوري دویم شخص) د چنګاښ په ۲۳مه په ولسوالۍ کې له خپلو امنیتي منسوبینو سره یوځای لیدل کیږي. مزاري هڅه کوي چې ځایي خلک د طالبانو پر ضد د جګړې لیکو ته استخدام کړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د طالبانو له خوا د ترسره شویو وحشتونو په هکله خبرونه خپرېږي چې د حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر ضد د انتقامونو کیسې، بې محاکمې اعدامونه، سرونه پرې کول، د نجونو تښتول او په زور سره ودول په کې شامل دي.

د بلخ ولایت چارکنت چې مزارۍ پرې واکمنه ده، یوه غریزه او لیرې پرته ولسوالي ده چې له غرونو او درو څخه جوړه ده، د مزارشریف جنوب ته د یوه ساعت په مزله پرته ده، او هلته خطرونه لا ډېر زیات دي.

هغې وویل، «طالبان داسې څوک دي چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ښځو او نجونو ته د تعلیم او وظایفو د ترسره کولو اجازه نه ورکول کېدله، او ان په۱۳۸۰ کې د اورپکو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته هم په چلندونو کې لږ تغیر راغلی دی.

مزارۍ وویل، «په ټولنیز ډول، خلک چمتو نه وو چې د ښځې مشري ومني.»

په سلګونو خلکو وسلې پورته کړې

مزارۍ هم د هزاره ګانو له ډلې څخه ده چې اکثر یې شیعه مسلمانان دي او سني طالبان یې یوه مرتده فرقه بولي.

هغوی په منظمه توګه د طالبانو او داعش له خوا په نښه کیږي. په دې لړ کې د غوایي په میاشت کې په کابل کې په یوه ښوونځي باندې هم برید وشو چې له ۸۰ څخه ډېرې نجونې په کې ووژل شوې.

د تېرې تلې په میاشت کې، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د هزاره ګانو د سیمې په یوه تعلیمي مرکز کې خپل ځان وچاوه او لږ تر لږه ۲۴ افغانان یې ووژل.

د مزارۍ تر واک لاندې ولسوالۍ نیمه برخه وار له مخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، له دې امله هغه ډېر وخت په دې لګوي چې جنګیالي استخدام کړي او له هغې برخې څخه دفاع وکړي چې لا هم د حکومت په لاس کې ده.

د کروندګرو، شپنو او کارګرو په ګډون په سلګونو ملکي خلک د هغې په غوښتنه او په غټه قربانۍ له هغې سره ملګري شوي دي.‌

مزارۍ وویل، «زموږ خلکو توپکونه نه لرل، هغوی لاړل خپلې غواګانې، وري، او حتی خپله ځمکه یې خرڅ کړل ترڅو وسلې پرې واخلي.»

هغې وویل، «هغوی هره شپه او ورځ په لومړۍ کرښه کې دي او هېڅ ډول تنخوا یا معاش نه اخلي.»

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان سید نذیر وویل، د دې یواځنی دلیل چې طالبانو دغه ولسوالي نه ده نیولې هغه د ځایي خلکو مقاومت دی.

هغه چې لا هم له طالبانو سره د جنګ پر وخت د پښې له زخم څخه دردېږي، وویل، «زموږ بریاوې زموږ د خلکو د ملاتړ له امله دي.»

په وروستیو اونیو کې، د طالبانو په بریدونو کې په ډېرښت سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې په زرګونو افغانانو وسلې اخیستي او ژمنه یې کړې چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ د اورپکو پر ضد به وجنګیږي.‌

د هغوی په ډله کې، د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې له ۵۰۰ څخه ډېرې هغه ښځې هم شاملې دي چې د چنګاښ په ۱۳مه یې چمتووالی وښود چې لومړیو کرښو ته به لاړې شي او له افغان امنیتي ځواکونو سره به مرسته وکړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند بدخونده دی

تر اوسه پورې مزارۍ شاوخوا ۶۰۰ ځايي خلک استخدام کړي ترڅو د هغې په ولسوالۍ کې د معمول امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. په دغو کسانو کې ۵۳ کلن سید منور هم شامل دی چې له ۲۰ کاله بزګرۍ څخه وروسته یې بیا وسله پورته کړې ده.

هغه په یوه لیرې پرته پوسته کې چې پولیس او ځايي رضاکاران په کې مؤظف دي، ای اېف پي ته وویل، «موږ کار او کسب کاوه چې هغوی زموږ په کلیو باندې بریدونه وکړل.»

نوموړي وویل، «هغوی یو نږدې کلی ونیو او قالینې او شیان یې غلا کړل... موږ مجبور شوو چې وسلې او مهمات واخلو.»

فیض محمد چې ۲۱ کاله عمر لري یو بل رضکار دی. هغه له طالبانو سره د جګړې په خاطر خپلې د حقوق او سیاسي علومو زده کړې درولي دي.

تر درې میاشتو مخکې وخت پورې هغه جنګ له نږدې څخه نه وو لیدلی، خو له هغه وخت راهیسې یې په درې جنګونو کې جګړه وکړه.‌

هغه چې محلي لباس یې اغوستی وو او په یوه موبایل فون باندې یې دردناک هزاره ګي موزیک اورېده، وویل، «تر ټولو دروند جنګ څو شپې مخکې وشو چې هغه مجبور شو ترڅو اوه بریدونه په شا وتمبوي.»

په چارکنت کې، کليوال اوس هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وختونو په هکله، چې متحده ایالاتو په ۱۳۸۰ کې برید وکړ او سخت دریځه اسلام پالی رژیم یې نسکور کړ، بدې خاطرې لري.‌

مزارۍ پوهیږي چې که هغوی بیا راشي، هیڅکله به هم یوه ښځه د مشرتابه په موقف کې ونه زغمي.

هغې چې په خپل دفتر کې یې د هغو ملېشو د قوماندانانو د یوه مجلس مشري کوله چې د راتلونکي جنګ لپاره په تیاري بوخت وو، وویل، «ښځې به له تعلیمي فرصتونو څخه ایسارې، او زموږ ځوانان به له کارونو څخه محروم شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500