رسنۍ

افغانان په داسې لارو غور کوي چې په انټرنټ د فعالو اورپکو د تکتیکونو په وړاندې مجادله وکړي

د زیار راپور

افغان هلکان د ۲۰۱۵ د جون په ۱ په کابل کې د ځوانانو لپاره په یوه عمومي ځای کې د کمپیوټر لوبې لوبوي. کتونکي وایي، افغان حکومت باید د اورپکو د استخداموونکو د پروپاګند پر ضد د مبارزې لپاره یو قوي آنلاین حضور ولري. [فرشاد عوسیان/ای اېف پي]‌

افغان هلکان د ۲۰۱۵ د جون په ۱ په کابل کې د ځوانانو لپاره په یوه عمومي ځای کې د کمپیوټر لوبې لوبوي. کتونکي وایي، افغان حکومت باید د اورپکو د استخداموونکو د پروپاګند پر ضد د مبارزې لپاره یو قوي آنلاین حضور ولري. [فرشاد عوسیان/ای اېف پي]‌

کابل -- کتونکي وایي، چې افغان حکومت باید د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ د تطبیقولو له لارې د هغو اورپکو پر ضد، چې له انټرنټ څخه کار اخلي او هڅه کوي چې تبلیغات وکړی او ژر متاثر کېدونکي ځوانان استخدام کړي، مقابله وکړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړي یوه غیرانتفاعي سازمان، نی، اجرائیه رییس عبدالمجیب خلوتګر په وینا، طالبان، داعش او نور ترهګر ګروپونه له ډېرې مودې راهیسې په ټولنیزو شبکو فعال دي، خو په وروستیو کې د هغوی فعالیتونه زیات شوي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ترهګر په دواړو، هم په خپلو وېب سایټونو او هم په عمومي ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او ټویټر فعال دي. له بده مرغه، چې هغوی عامو خلکو -- او په ځانګړې توګه ژورنالستانو ته -- د خپلو ترهګریزو فعالیتونو په هکله د معلوماتو په خپرولو سربېره،‌ له دغه ډول پلېټ فارمونو څخه د تبلیغاتو او د جنګیالیو د استخدام لپاره کار اخلي

هغه وویل، «د داسې خپرونو دوام کولی شي چې ترهګرو ډلو ته د دې وس ورکړي چې د دې وطن ځوانان نور هم جذب کړي،»

تحلیلګران وایي، چې طالبان،‌ داعشیان او نور اورپکي په ډېرېدونکي ډول د ټولنیز ارتباط له سایټونو څخه استفاده کوي چې خپل تبلیغات خپاره او جنګیالي استخدام کړي.‌ [پېکسلز]

تحلیلګران وایي، چې طالبان،‌ داعشیان او نور اورپکي په ډېرېدونکي ډول د ټولنیز ارتباط له سایټونو څخه استفاده کوي چې خپل تبلیغات خپاره او جنګیالي استخدام کړي.‌ [پېکسلز]

هغه وویل، د دغه ګواښ په وړاندې د مجادلې یوه لاره دا ده، چې د ترهګرو ډلو وېب سایټونه او د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه بند کړای شي.‌

خلوتګر وویل، «خو د داسې ګامونو له اخیستلو څخه مخکې، په کار دی چې د افغانستان حکومت او لویدیځ حکومتونه لومړی ټولو اتباعو ته دا تضمین ورکړي چې طالبانو او داعش پورې د مربوطو پاڼو بندول به د وینا ازادۍ ته زیان نه رسوي،»

د ترهګرو د پروپاګند په وړاندې د مجادلې یوه بله لاره دا ده چې له عین آنلاین وسیلو څخه کار واخیستل شي.

هغه وویل، «ټولنیزې رسنۍ په افغانستان کې د عامه ذهنیت د جوړولو او/یا بدلولو په برخه کې ډېرې زیاتې مؤثرې دي،» او په افغان حکومت یې تاکید وکړ چې خپل آنلاین حضور زیات کړي.‌

د بیان د ازادۍ او د ملي امنیت تر منځ توازن ساتل

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت ویاند صابر مومند وویل،‌دغه وزارت د بیان د ازادۍ او د هېواد د ملي امنیت د ګټو تر منځ د توازن اهمیت په پام کې نیسي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې مونږ د بیان د ازادۍ احترام کوو، مونږ همدارنګه د خپرونو، رسنیو او مطبوعاتو په هکله یو قانون لرو، چې مونږ ضرورت لرو د هغه په اساس عمل وکړو،»

د مومند په وینا، د ۲۰۰۹ د رسنیو قانون کې د رسنیو په مشخصو ډولونو باندې ممانعتونه شامل دي.‌په هغو کې د رسنیو هغه ډولونه شامل دي چې غواړي «عامه نظریات مختل کړي او فرېب ورکړي، د خلکو رواني امنیت او اخلاقي یووالي ته زیان ور ورسوي،‌ د ځوانانو مغزونه ووینځي او هغوی د افراطیت خواته ورټېل وهي،»

هغه وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت «هغه رسنۍ، چې د افغانستان په خاوره کې خپرېږي، ارزوي او د نورو اقداماتو لپاره یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته راجع کوي، په داسې حال کې چې د هغو خپرونو، چې له خارج څخه خپرېږي او مدیریت کېږي، د ارزونې مسؤلیت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت پر غاړه دی».‌

د ټولنیزو رسنیو مسؤلانه استعمال

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال نعیم نظري وویل، د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي او د رسنیو جواز لرونکي سازمانونه د هغو معلوماتو مسؤلیت پر غاړه لري چې هغوی یې د ترهګریزو بریدونو په هکله خپروي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ټولنیزو شبکو د ترهګرو په اعلانونو او پروپاګند سربېره، مونږ هم په غیر ارادي توګه د ترهګرو ډلو عسکر ګرځېدلي یو. د مثال په توګه، کله چې یوه مرګونې پېښه کېږي، مونږ د داسې حملو په هکله په خپلو پاڼو معلومات خپروو، او پېښه له هغه څه څخه، چې په حقیقت کې وه، ډېره غټه ښیو.»

هغه وویل، «دغه ډول کارونه یوازې ترهګرو ته ګټه ور رسوي او د امنیتي ځواکونو مورال به کمزوری او خراب کړي،»

په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت یوه استازي محمد هاشم اورتاق د هغو خپرونو پر ضد د بندیزونو د لګولو پر اهمیت تاکید وکړ چې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد عمل کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په عمومي توګه، په ټولنیزو رسنیو باندې باید محدودیت ونه لګول شي، خو زمونږ د ملي ګټو پر ضد د موادو خپرول، چې په مشخص ډول د ترهګرو ډلو له خوا خپرېږي، باید د حقوقي ګامونو له لارې یې په وړاندې چلند وشي او ودرول شي.»

د خبرتیا زیاتول

یوه افغان ژورنالست د نوم د پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «د ټولنیزو رسنیو یو شمېر اکاونټونه د اورپکو له خوا کنټرولېږي او ځوانان د ترهګریز فکر خواته سوق کوي،»

دا ژورنالست یو وخت وریادوي چې د فیسبوک یوه کاروونکي له هغه څخه د مخامخ کتنې غوښتنه وکړه. خو له کتنې څخه مخکې، دی پوه شو چې هغه کس افراطي نظریات لري او هڅه کوي چې دی استخدام کړي.‌

ژورنالست کتنه رد کړه.

په کابل کې ۲۵ کلن مجتبی اکرمي، چې ځان د ټولنیزو رسنیو یو فعال کاروونکی ښیي، وویل، «ما څو ځلې داسې پاڼې لیدلي دي، چې په کې داسې پاڼې هم شامل دي چې د حزب التحریر له خوا خپرېږي، چې د هغوی فعالیت په افغانستان کې منع کړای شوی دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ناپوهي هغه غټ دلیل دی چې له کبله یې زمونږ ځوانان ښکار کېږي او داسې ترهګریزو فعالیتونو ته مخه کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د پاکستان د پوځ او د پوځ له خوا د ملاتړ کېدونکو طالبانو له خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ په مشرانو او احتجاج کوونکو باندې د روان ظلم، قتل او قتال په هکله هیڅ لیکل نه کوئ. هغه یوه لویه مسئله ده چې باید ټول مطبوعات پرې لیکل وکړي. مننه

ځواب ورکړئ