افغانستان پر وټس اېپ او ټیلیګرام لګېدلی لنډمهاله بندیز لیرې کړ

ای اېف پي

کابل -- افغانستان د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ پر وټس اېپ او ټیلیګرام لګېدلی موقت بندیز وروسته له هغه لیرې کړ چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو دغه حرکت د بیان پر ازادۍ د برید په توګه یاد کړ.‌

د مخابراتو وزارت تېره اونۍ وویل، چې د انټرنټي خدمتونو تنظیموونکې ادارې انټرنټ ورکوونکیو کمپنیو ته امر کړی چې د نومبر له ۱ څخه تر ۲۰ مې دې د پیغام رسولو دغه مشهور اپلېکېشنونه بلاک کړي چې «تخنیکي ستونزې حل کړي،»

خو د دوشنبې په ورځ په یوه ملاقات کې، افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله پرېکړه وکړه چې، «په وټس اېپ او ټیلیګرام باندې به بندیز نه وي».‌ دا خبر د عبدالله په یوه ټویټ کې راغلی دی.‌

د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا خپرې شوې یوې خبرپاڼې ویلي، چې د افغانستان اساسي قانون د بیان د ازادۍ حق تضمین کړی او «د ملي وحدت حکومت دې ته ژمن دی چې دغه ارزښتونه خوندي کړي».‌

د طالبانو او داعشي جهادیانو په شمول،‌ افغانان،‌ وټس اېپ او ټیلیګرام، چې د فیسبوک ملکیتونه دي،‌ ډېر استعمالوي -- او د هغو د بندولو هڅې د کاروونکیو غوسه راپارولې وه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500