جرم او انصاف

د انټرنېټ پرله پسې بندښت له پاڅونونو څخه د تهران تلپاتې وېره ښیي

د سلام ټایمز راپور

د ایران د پارلمان یو شمېرغړي د هغه قانون له مسودې سره موافق نه دي چې انټرنټ ته د کاروونکو لاسرسی محدودوي. [فرارو]

د ایران د پارلمان یو شمېرغړي د هغه قانون له مسودې سره موافق نه دي چې انټرنټ ته د کاروونکو لاسرسی محدودوي. [فرارو]

د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ایالت په زاهدان ښار کې هره اونۍ د جمعې د لمانځه پر مهال د انټرنېټ ارتباط پرې کېږي.

کتونکي وايي، د انټرنېټ د بندولو دغه بڼه، چې په ټول ایران کې لیدل کیږي، د دې ثبوت دی چې د ایران رژیم لاهم په داسې یوه هیواد کې د پاڅون وېره لري چې د وږي په میاشت کې د مهسا امیني د مړینې له امله د رامنځته شويو ولسي لاریونونو له امله ځپل شوی دی.

په نتیجه کې، د متحده ایالاتو حکومت په ایران کې د انټرنټ په سانسورولو کې د رول لرلو له امله د ټیکنالوجۍ په دوو شرکتونو او دوو کسانو باندې بندیز ولګاوه.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د غبرګولي په ۱۲مه د ایران د ټکنالوجۍ شرکت «اروان کلاوډ»، د هغې دوو لوړ پوړو کارکونکیو او د هغوی یوه اړونده کمپنۍ باندې، چې مرکز یې په متحده عرب اماراتو کې دی، او د ایران رژیم له خوا د انټرنټ په سانسورولو کې یې اسانتیا برابره کړې ده، بندیزونه ولګول.

په ایران کې ډېر پلورنځي، چې ځینې یې حتی د سافټویرونو یا کمپیوټرونو پلورنځي هم نه دي، وي پي اېنونه (VPNs) پلوري. په عکس کې، چې تازه اخیستل شوی، ښودل شوی پلورنځی لکه څنګه چې په کړکۍ یې لګېدلی اعلان ښیي، مغزیات او وچه مېوه او همدارنګه وي پي اېنونه پلوري. [خبر آنلاین]

په ایران کې ډېر پلورنځي، چې ځینې یې حتی د سافټویرونو یا کمپیوټرونو پلورنځي هم نه دي، وي پي اېنونه (VPNs) پلوري. په عکس کې، چې تازه اخیستل شوی، ښودل شوی پلورنځی لکه څنګه چې په کړکۍ یې لګېدلی اعلان ښیي، مغزیات او وچه مېوه او همدارنګه وي پي اېنونه پلوري. [خبر آنلاین]

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل، اروان کلاوډ د ایران د معلوماتو ملي شبکې (اېم آی اېن) د بېخبنا په جوړولو کې، چې په دغه هېواد کې ایرانیان له نړۍ وال انټرنټ څخه جلا کوي، غټ رول لوبولی دی.

وزارت وویل، دا شرکت د ایران د استخباراتو او امنیت وزارت (اېم او آی اېس) په ګډون د ایران استخباراتي ادارې سره ن.دې اړیکې لري.

د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د څانګې مرستیال بریان اي. نېلسن وویل، «معلوماتو ته وړیا او غیر محدود لاسرسی د ایرانیانو په ګډون د ټولو خلکو اساسي حق دی.»

هغه وویل، «متحده ایالات ژمن دي چې له هغو کسانو څخه حساب وغواړي چې د بیان ازادي کمزورې کوي او د مخالفتونو د ځپلو هڅه کوي، او هغه رژیمونه چې د خپلو وګړو له دې حق څخه انکار کوي، تر فشار لاندې راولي.»

د ایران رژیم له اوږدې مودې راهیسې د ګوګل او بینګ په څېر د لټون انجنونه، د یوټیوب په څېر غټ وېب سایټونه او د فیسبوک او ټوېټر په ګډون د ټولنیزو رسنیو یو شمېر وېب سایټونه فلټر کوي.

په دې وروستي بندیز کې، د وټس آپ، ټیلیګرام، سنیپ چیټ، میډیم او انسټاګرام په ګډون ډیر ویب سایټونه او د فوري پیغام رسولو اپلیکیشنونه (آپونه) فلټر شوي دي. ایرانیانو د بل هر ویب سایټ یا اپلیکیشن په پرتله له انسټاګرام څخه ډېر کار اخیست.

په ایران کې د انټرنټ د سانسور تاریخچه

د ایران رژیم له ۱۳۷۷ کال راهیسې، چې لومړی ځل خلک له انټرنټ سره بلد شول، په دوامداره توګه په هیواد کې انټرنټ فلټر کوي.

ایران له کلونو راهیسې د انټرنټ سانسورولو په برخه کې د نړۍ د بدترینو هېوادونو په ډله کې دی.

د رژیم له خوا فلټر کول په ځانګړي توګه د عامه ناکراریو په وخت کې د پام وړ دي. ډیرو ایراني کاروونکيو به په ځینو ویب سایټونو کې محتویاتو ته د لاسرسي لپاره مجازی خصوصي شبکې (وي پي اېنونه) اخیستلې.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې، د ایران پارلمان (مجلس) انټرنټ ته د لاسرسي محدودولو لپاره د یوه قانون د تصویبولو په هکله بحث وکړ. داسې چې رژیم به وکولی شي په بشپړ ډول کنټرول وکړي چې کارونکي څه لټوي او کوم وېب سایټونه ګوري.

د «سایبر سپیس د خوندي کولو مسوده» د «ملي انټرنټ» -- چې په اصل کې یو انټرانټ دی، غوښتنه کوي. هغه د حکومت له خوا د یوه «قانوني وي پي اېن پلان» له لارې چمتو کیږي چې په هېواد کې هر کس به له نړۍ وال انټرنټ سره د وصل کېدلو لپاره له هغه څخه تېرېږي.

په دې توګه، کارونکي به مجبور وي چې د وي پي اېن اتصال غوښتنه وکړي، یعنې د حکومت له خوا به په لوړه کچه کنټرول او څارنه موجود وي.

له دې لایحې سره ډېرو او ان ځینو سخت دریځو سیاستوالو هم مخالفت وښود.

که څه هم د ایران د مجلس اوسني غړي تر ډېره سخت دریځي دي، خو لا یې لا دا لایحه نه ده تصویب کړې، او نه یې هم رایه ورکړې ده.

خو کله چې د خلکو پراخ لاریونونه -- چې د ۱۳۵۸ کال له اسلامي انقلاب وروسته تر ټولو لوی وو -- د وږي په میاشت کې پیل شول، حکومت او سپاه پاسداران په ډېر شدت سره د انټرنټ فلټر پیل کړ.

هغوی حتی د پیغام رسولو اپلیکیشنونه لکه وټس آپ او ټیلیګرام چې په پخوا تل محدود نه ول، فلټر کړي دي.

وي پي اېن ته ور ټوپ کول

د ایران په کرمانشاه ښار کې یوه درملپوه چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، «زه مجبور یم چې تقریبا هره میاشت یو نوی وي پي اېن واخلم.»

هغه د نوم نه ښودلو په شرط المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، «څومره چې وي پي اېنونه ډېر قېمتي وي هومره ډېر قوي وي، خو زه دا وس نه لرم چې هره میاشت یې واخلم. ځینې وختونه زه مجبور یم چې په یوه میاشت کې له یوه څخه ډېر وي پي اېنونه واخلم، او زه له یوه وي پي اېن څخه بل ته ور ټوپ کوم.»

ایراني چارواکو نه غوښتل چې نړۍ د لاریونوالو پرضد د امنیتي ځواکونو د ځپلو انځورونه وویني، نو له همدې امله یې خپله ټوله هڅه وکړه چې د خلکو او ولسي خبر خپروونکیو لپاره د انټرنټ له لارې د عکسونو یا ویډیوګانو لېږل سخت کړي.

لاکن ان هغه وخت چې لاریونونه کم شول، د انټرنټ اتصال بیرته په حال نه شو، او تر نن ورځې پورې، انټرنټ خورا ورو پاتې دی او له وي پي اېن پرته کارول یې تقریبا ناممکن دي.

د ډېرو راپورونو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې ایران د انټرنټ سانسور لپاره په نړۍ کې دویم ځای خپل کړ.

د کمپیري ټېک، چې له برتانیا څخه خپرونې کوي او هدف یې دا دی چې سایبري خوندیتوب او خصوصیت ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي، یوه راپور وښودله چې ایران په ۱۴۰۲ کې هم د انټرنټ د سانسورولو به برخه کې دویم مقام لري.

له ایران سره جوخت، برما، ترکمنستان او متحده عرب امارات هم په همدې درجه کې ځای لري.

تهران د «ډي اېن اېس ري ډایرېکشن» په کارولو سره، انټرنټ سره د خلکو اتصال محدود کړی دی. له دې لارې، یو کاروونکی د واقعي انټرنټ پروټوکول (آی پي) پرځای له یوه انحصاري آي پي سره وصل کیږي.

ځینو شنونکو د ایران له خوا د انټرنت سانسورولو تخنیکي اړخ د میندو او پلرونو له خوا د کنټرول د فلټر کولو سیستم سره ورته بللی دی.

په داسې حال کې چې انټرنټ د اوسطې طبقې ایرانیانو لپاره په کلکه فلټر کیږي، چارواکي او دولتي رسنۍ د خپلو تبلیغاتو لپاره له ټویټر او انسټاګرام ازادانه کارولو ته دوام ورکوي.

د ښاریانو د ژوند ګډوډول

په دې وروستیو کلونو کې ایراني وګړو په زیاتېدونکي ډول د بېلابېلو کاروبارونو د ودې او د محصولاتو د پلورلو لپاره له انټرنېټ څخه کار اخلي، خو د انټرنېټ له ګډوډۍ سره ډېر خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

هغه وګړي چې د کورنۍ غړي یې په بهر کې ژوند کوي، هم له هغوی سره د تماس نیولو لپاره په انټرنټ تکیه کوي، او اوس د وي پي اېنونو له اخیستلو څخه پرته له دغه خدمت څخه بې برخې پاتې کیږي.

یوې ۶۸ کلنې ایرانۍ ښځې چې بچیان یې په استرالیا او کاناډا کې ژوند کوي، وویل، «زه د کورنۍ له هغو غړو سره چې په بهر کې ژوند کوي، د اړیکو نیولو لپاره له ګوګل میټ څخه، چې فلټر کیږي نه، کار اخلم.»‌

هغې المشارق ته وویل، «زما ډېرخپلوان او دوستان همدا کار کوي. حتی د ګوګل میټ لپاره تاسو قوي وي پي اېن ته اړتیا لرئ ځکه چې دا یواځې د پیغام رسوونکي اپلیکېشن خبره نه ده. ستونزه دا ده چې کنېکشن خورا ورو دی.»

هغې وویل، «دا لږترلږه یو څه دی، البته د ټیلیفون کیفیت تل ښه نه وي، او ډېر وختونه موږ نشو کولی د ویډیو فیچر وکاروو ځکه چې زه قېمتي وي پي اېن نه لرم.»

هغې وویل، «زه هیله لرم چې دوی د ګوګل میټ فلټر کول پیل نه کړي. که دا کار وکړي، زه نه پوهېږم چې په نړۍ کې به څنګه وکولی شم له خپلو ماشومانو او لمسیانو سره خبرې وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که حقیقت ته ولیدل شي، په اسلامي هېوادونو کې چې څه روان دي، دا تر ډېره له اسلام او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. مثلا، افغانستان چې د پاکستان او ایران له لاسه څومره ضرر لیدلی، دومره ضرر یې له غیر اسلامي هیوادونو څخه نه دی لیدلی. پاکستان او ایران د افغانستان د اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې، له څلورو لسیزو راهیسې، په مستقیم او غیرمستقیم ډول د افغانانو وینې بهوي او نه پرېږدي چې په افغانستان کې یو داسې نظام ټینګ شي چې د افغانستان د ښېرازۍ لپاره کار وکړي. همدا لوبه د سعودي او یمن تر منځ هم روانه ده. همدا لوبه په کشمیر کې هم د پاکستان استخباراتو روانه کړې ده. همدا د جنګ لوبه په سوډان او نایجیریا کې هم روانه ده. د سیمې او نړۍ یو شمېر استخباراتي ادارې داسې ګروپونه چې ځانونه مسلمانان بولي، په وسلو او پیسو سمبالوي، چې هغوی په خپل وار سره د اسلام په بدنامولو سره داسې کارونه کوي چې اسلام یې اصلا هېڅ اجازه نه ورکوي. مثلا، په ملکي خلکو باندې حملې، په ښوونځیو باندې حملې، د ښوونځیو د نجونو تښتول، د عام المنفعه تاسیساتو ویجاړول... داسې کارونه دي چې له اسلامي اساساتو سره په ټکر کې دي. پرعکس، په اکثرو غربي هېوادونو کې چې کوم نظامونه حاکم دي، دا تر ډېره د اسلام له واقعي اصولو او اساساتو سره برابر دي. مثلا، خلک په خېټه ماړه دي، په تن پټ دي، د صحت لپاره یې کار کیږي، امنیت یې تامین دی، د چا په حق تعرض نه کیږي... اسلام او محمد رسول الله (ص) یې امر کړی دی. د ایران د حکومت له خوا په خلکو باندې انټرنټ بندول غلط کار دی. دا شی هم له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی، ځکه په دې توګه د خلکو اواز بندیږي او اسلام د دې اجازه نه ورکوي چې د شکایت کوونکي د شکایت مخه ونیول شي، بلکې شکایتونو ته باید رسیدګي وشي.

ځواب ورکړئ