تروريزم

د بدخشان په جومات کې د جنازې په مراسمو چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خپلوان د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د حصه اول سیمې په نبوي جومات کې د فاتحې د لمانځه پر وخت شوې چاودنې څخه وروسته د قربانیانو جسدونه په یوه امبولانس کې لېږدوي. چاودنې د افغانستان د یوه والي د مرستیال د جنازې مراسم په نښه کړل چې روانه اونۍ وژل شوی و او د مرګ پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وه. [عمر ابرار/ای اېف پي]

خپلوان د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د حصه اول سیمې په نبوي جومات کې د فاتحې د لمانځه پر وخت شوې چاودنې څخه وروسته د قربانیانو جسدونه په یوه امبولانس کې لېږدوي. چاودنې د افغانستان د یوه والي د مرستیال د جنازې مراسم په نښه کړل چې روانه اونۍ وژل شوی و او د مرګ پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وه. [عمر ابرار/ای اېف پي]

کابل -- یوې چاودنې چې د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۸مه/ د بدخشان ولایت د پخواني سرپرست والي د جنازې په مراسمو کې وشوه، د افغانستان په شمال ختیځ کې د ناامنیو د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

ځايي خلکو طلوع نیوز ته وویل، چاودنه د دغه ولایت د مرکز فیض اباد د حصه اول سیمې په نبوي جومات کې دننه شوې ده.

مراسم د نثار احمد احمدي د جنازې وو چې تېره میاشت د سرپرست والي په توګه تر ټاکل کېدلو مخکې یې د بدخشان د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله.

یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ له چاودیدونکو توکو ډک موټر په فیض آباد کې د احمدي پر موټر ور ولګاوه. د وژنې مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست چې ورسره د احمدي موټروان ووژل شو او شپږ نور کسان ټپیان شول.

افغانان د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د حصه اول سیمې په نبوي جومات کې له چاودنې څخه تښتي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

افغانان د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د حصه اول سیمې په نبوي جومات کې له چاودنې څخه تښتي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل، د لومړنیو موندنو پر بنسټ د پنجشنبې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د ولایتي روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط طلوع نیوز ته وویل چې دوی ته ۱۵ مړي او ۵۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

د بدخشان د والی ویاند معزالدین احمدی وویل، په وژل شویو کسانو کې د بغلان د پولیسو پخوانی قوماندان صفی الله صمیم هم شامل دی.

د چاودنې ځای ته څېرمه د ای اېف پي یوه خبریال ویلي، امنیتي ځواکونو سهار وختي د جنازې په شاوخوا کې پوستې جوړې کړې وې.

کله چې د چاودنې غږ شو، ماتم کوونکي او لیدونکي نږدې کوڅو ته وتښتېدل، دوکانونه له وېرې وتړل شول او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.

یوه عيني شاهد نصير احمد چې ۳۷ کاله عمر لري، وويل، «زه د جومات نه بهر ولاړ وم چې راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايم، چې ناڅاپه يوه وحشتناک غږ جومات ولړزاوه.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «کله چې زه جومات ته ننوتم، ما په وینو لړلي مړي ولیدل چې پر ځمکه پراته ول.»

بې توپیره بریدونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت (یوناما) وویل، د ملکي تلفاتو او ټپیانو راپورونه «په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي».

هغه وویل، «یوناما په ښکاره توګه دا او د وحشتناکو او بې توپیره بریدونو وروستۍ لړۍ غندي چې د ملکي خلکو ژوند ته په کې هېڅ پام نه دی شوی.»

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې «د شرمېدلو دښمنانو دا بې رحمانه وحشت غندي».

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله د دغې چاودنې په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي، «پر جوماتونو او مذهبي ځایونو برید د اسلام له احکامو او انساني اصولو سره په ټکر کې عمل دی او هېڅ توجیه نه لري.»

که څه هم چارواکو ژمنه کړې چې له هېواد څخه د نړۍ والو بریدونو لپاره د اډې په توګه د کارېدلو مخه ونیسي، اوس هم داعش یو ګواښ پاتې دی.

دغې ترهګرې ډلې پر مذهبي اقلیت ډلو او سفارتونو او همدارنګه په ځايي حکومتي چارواکو د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان د تېرې لیندۍ په میاشت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې داعش یې پړه منلې وه.

د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې یوې چاودنې د دغه ولایت د کانونو ریاست رییس هم وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د افغانانو په منځ کې داسې ډلې پیدا شوې چې په لومړي سر کې یې د جوماتونو او ښوونځیو په بمبارولو سره خپل کار پیل کړ، د سیمې روڼ اندي، دیني عالمان او مشهور شخصیتونه یې ووژل. د نړۍ ټول هېوادونه هغه بېلابېلې ډلې چې د افغانستان خلک وژني راډیکال ګروپونه بولي او وایي چې هر هغه څوک چې له دې ډلو سره اړيکې لري، ترهګر دی او په سر يې بهرنيو هېوادونو انعامونه ایښي دي. د هغو کسانو لپاره چې د هغوی په هکله معلومات ورکوي، انعامونه اعلان شوي، او د دوی د وژلو لپاره میلیونونه ډالر وړاندیز کیږي. څو کاله وروسته هماغه ترهګره ډله چې په افغانستان کې یې په زرګونو بې ګناه خلک شهیدان کړل، د بهرنیو هېوادونو مشرانو له افغانستان څخه بهر د هماغې ترهګرې ډلې له استازو سره لیده کاته کوي او له بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. ورپسې کال دوی هماغې ډلې ته چې افغانستان یې وراناوه، د حکومت واګي سپاري. د دې ډلو تر شا بهرني لاسونه دي. د افغانستان خلک په یوه یا بله پلمه وژل کیږي. دا د مسلمانانو کار نه دی. دا کارونه چې په افغانستان کې کېږي، دا د اسلام د دښمنانو کارونه دي، نه د مسلمانانو.

ځواب ورکړئ

داسې ښکاري چې نوې لوبه پیلېدونکې ده. بیا به د خلکو کډې ورپه شا وي. شاوخوا تېرې شل میاشتې خو مو ګڼ شمېر مشکلات وزغمل خو یو څه چې ډېر خوند یې کاوه هغه د امنیت شتون وو. واړه مسایل لکه غلاګانې، لارو کوڅو کې جنګونه... وو خو مګر چاودنې نه وې. خلکو څه ناڅه د ارام ساه اخیستله. خو که بیا جګړه پیل شي دا لږ و ډېر کارونه به هم ورسره ختم شي. اوس خو بیا هم ګوزاره روانه ده. خو یاره لکه چې بهرنۍ استخباراتي شبکې مونږ په ارام نه پرېږدي. چې دوی زموږ په وطن کې څه لیدلي؟ ولې مو ارام ته نه پرېږدي؟ ولې مو نه پرېږدي چې خپلو کې سره روغه جوړه وکړو او پنځه ورځې په ارامه ژوند وکړو؟ د بدخشان په مرکز فيض اباد کې چې کومه پېښه شوې د افغان وطن د روان پنځه څلويښت کلن قتل عام يوه بله خونړۍ کړۍ ده. موږ ځکه جګړه او افراطيت د خپل وطن د عزت ناموس دين او اخلاقو د سوځولو اتشکده ګڼله چې پر هيچا د رحم عاطفه يې نه درلوده، مګر اوسني حاکمانو او ځینو پخوانیو چارواکو غوږ نه نیوه. د فيض اباد قتل عام نه لومړۍ پېښه ده نه وروستۍ، خو موږ يې وروستۍ کولای شو. هغه داسې چې د افغانستان اوسني واکمنان ووايي چې راځئ ملي صف وتړو يو د بل حق ومنو، انحصار سنګسار کړو او د افراطيت هره هڅه د يوه پراخ ملي تړون په زور شنډه کړو. الله دې ورحميږي

ځواب ورکړئ

دلته هره وژنه او هره چاودنه د غندنې وړ ده. دلته د پردیو استخباراتو هره جنګي پروژه د غندنې او لعنت ویلو ده. سړی حیران شي چې نړیوال اخر له افغانانو څخه غواړي. البته یو خبره ښه روښانه ده چې مشکل ټول په افغانانو کې دی. افغانانو د هر پردي استخباراتی چينل د جنګ د موسیقي مختلو تالونو ته ګډا کړې او دومره ګډا چې خپل خلک ترې هېر شوي. افغان خاوره داسې ګاونډیان لري چې تر لیونیو سپیو ډېر بدتر دي. له تېرو پنځه څلوېښت کلونو راپدیخوا د افغانستان ګاونډیو د دین په نامه په دې خاوره کې جګړه روانه کړې. که د دین خبره شي، دا په اصل کې په مطلق ډول ناسمه خبره ځکه ده چې افغانان د نړۍ یواځني مسلمانان دي چې ګاونډیان یې له بې علمۍ ګټه اخلي. که لږ نور وضاحت ورکړو، معنی دا چې افغانان مسلمانان دي خو جاهل مسلمانان. همدا جهالت دی چې د څو مزدورو افغانانو له امله په هېواد کې جګړه پنځه څلوېښت کلنه شوه او بیا هم پای معلوم نه دی. د افغانستان د جوړېدو یواځنۍ نسخه دا ده چې افغانان په خپلو کې سره راټول او یو بل ومني. که دغه نسخه عملي نه شي، پوه شه چې جګړه نوره هم اوږدېږي او داسې اوږدېږي چې نوم به د دین ورکول کېږي خو په اصل کې به بل څه وي. له لسیزو را پدیخوا افغانان صرف د جنګ د خامو موادو په حیث استعمال شوي. په دې خاوره د جنګ د اوږدولو څو علتونه دي؛ د اوبو پر سر جنګ: که په دې خاوره ناامني وي، اوبه به ګاونډیانو ته بې حسابه او بې اندازې ورځي. د مارکېټ جنګ: دا وطن د ګاونډیانو د تولید ښه مارکیټ دی. منځنۍ اسیا ته لاره: افغانستان د منځني اسیا مرکز دی. حتمي ده چې ګاونډیان به دلته داسې څه کوي چې منځنۍ اسیا ته د خپلو تولیداتو په لېږد رالېږد کې له خنډ سره مخ نه شي. نو خبره دا ده چې د افغانستان امن د افغانانو په لاس کې دی...

ځواب ورکړئ