امنیت

په لویو ښارونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتېدلو د افغانانو اندېښنې راپورته کړي دي

د عمر راپور

ښځې د ۱۴۰۰ د لړم په ۱۲مه په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون کې د یوې چاودنې له ساحې سره تېرېږي. تر دې یوه ورځ مخکې یوه برید چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د ۱۴۰۰ د لړم په ۱۲مه په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون کې د یوې چاودنې له ساحې سره تېرېږي. تر دې یوه ورځ مخکې یوه برید چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- د کابل په ګډون د افغانستان په ښارونو کې د داعش په پټنځایونو باندې وروستیو پوځي عملیاتو د دغې ترهګرې ډلې د حضور او فعالیتونو په هکله جدي اندېښنې راپورته کړي دي.‌

د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۵مه/ د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې په یو لړ پوځي عملیاتو کې د یوه مهم قوماندان په ګډون د داعش درې غړي ووژل شول.

دغه راز، مقاماتو تېره چارشنبه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش اړوند لږ تر لږه ۷ اورپکي ووژل او د یادې ډلې ۷ مشکوک غړي یې ونیول.‌

په عین ورځ، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د داعش دوه مشکوک عناصر ونیول شول.

افغانان وایي، وروستۍ پېښې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د داعشي اورپکو حضور تاییدوي.

خیرمحمد پتنګ چې ۴۳ کاله عمر لري او د کابل ښار په ۸مه ناحیه کې ژوند کوي، وویل چې هغه په خپله سیمه کې د داعش د پټنځای په هکله په خبرېدلو سره حیران شو او د خپل ځان او خپلې کورنۍ خوندیتابه ته ډېر اندیښمن دی.

هغه وویل، «زموږ کور سره نږدې د داعش په پټنځای باندې پوځي عملیات ترسره شول. وضعیت ډېر خراب و، او اوس چې څو ورځې وتلې دي لا هم وېرې زموږ په ورځني ژوند باندې سیوری غوړولی دی. له هغه وخت راهیسې ټول خلک ډېر اندیښمن دي.»

هغه وویل،‌ «موږ ډېر وخت وروسته چاودنې او د توپکو ډزې واورېدلې.‌ داسې ښکاري چې هغه نسبي سوله ییز چاپېریال چې موږ درلود نور نشته.»

پتنګ وویل،‌ «زموږ له کور سره نږدې د داعشي اورپکو حضور او فعالیت واقعا وارخطا کوونکی دی. داعش په کابل ښار کې ډېر پټنځایونه لري، او زه اندېښمن یم چې هره شېبه امکان لري چې هغوی ځانمرګي بریدونه وکړي یا بمونه وچوي.»

جواد محسني چې ۲۵ کاله عمر لري او د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې ژوند کوي، وویل چې د داعش حملو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د هغه په سیمه کې سوله او ورځنی ژوند ټکني کړي دي.

هغه وویل، «موږ د داعش د حتمي بریدونو له امله ډارېږو چې بازار یا جومات ته لاړ شو، ښوونځي یا پوهنتون ته لاړ شو، یا په درسي پروګرامونو کې برخه واخلو.‌ هر څوک له دې ډارېږي چې د داعش د حملو قرباني شي.»

هغه زیاته کړه، «په وروستیو میاشتو کې، زموږ له سیمې څخه په لسګونو کورنۍ د داعش له ډاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي. د داعش د پراخ حضور په هکله اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

محسني وویل، په کابل کې د داعش د پټنځایونو موجودیت ښیي چې ښار په خطر کې دی.

د لا نورو خونړیو بریدونو په هکله اندېښنې

له تېر یو نیم کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش حملې زیاتې شوي دي.‌

د اېس آی ټي اي د استخباراتي ګروپ، چې د ترهګرو شبکو فعالیتونه څاري، د معلوماتو په اساس د داعش خراسان څانګې د ۱۴۰۰ د زمري او د ۱۴۰۱ د زمري میاشتو تر منځ‌ په افغانستان کې ۲۲۴ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.‌

د دیني عالمانو په ګډون په لسګونو ملکي خلک وژل شوي دي.

د بریدونو زیاتېدا او په ځینو ښارونو کې د داعش حضور د افغانانو تر منځ جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي ګل احمد عزیزي چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، د داعش اورپکو خپل فعالیتونه په بېلابېلو ښارونو کې پراخ کړي، او هغه په عامو ساحو کې د یادې ډلې د ترهګریزو بریدونو او د بې ګناه ملکي خلکو د ډله ییزې وژنې په هکله اندېښمن دی.

هغه وویل، «ما هېڅکله هم فکر نه کاوه چې داعش به په نیمروز کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي، خو اوس چې مقاماتو په زرنج ښار کې یادې ډلې ته ژمن کسان نیولي دي، زه ډېر وارخطا یم. د داعش په ګواښونو باندې باید سترګې پټې نشي.»

هغه زیاته کړه،‌ افغانستان داسې قوي اردو نه لري چې د یادې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره ورته اړتیا ده.‌

هغه وویل، «د کابل په څېر ځینو غټو ښارونو کې د پخوا په څېر چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي. پخوا، ترهګرو ډلو د نړۍ والو او داخلي افغان ځواکونو له خوا ترسره کېدونکیو هوایي بریدونو په هکله اندېښنه لرله، لاکن اوس هغوی کولی شي چې ازادانه عملیات ترسره او په ښارونو کې مرکزونه جوړ کړي.»

عزیزي وویل، داعش د ټولو افغانانو ژوند ګواښي، او که د دغې ډلې ټکني کوونکي فعالیتونه ونه درول شي، حتی نور بې ګناه ملکي خلک به په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ووژل شي.

په هرات ښار کې د صفی الله پویا په نامه یوه ۲۶ کلن ځوان وویل، داعش په خونړیو بریدونو کې زیاتوالی ښیي چې افغانانو ته یو تیاره راتلونکی په مخکې پروت دی.

هغه وویل، «د داعش له بریدونو څخه هیڅوک هم خوندي نه دی. داعش په بې توپیره ډول د مارکېټونو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو او تعلیمي مرکزونو په ګډون هر ځای باندې بې توپیره بریدونه کوي. د داعش اورپکي هوډ لري چې هر چېرې وکولی شي هلته بې ګناه افغانان ووژني.»

هغه وویل، «د نړۍ والو ځواکونو په وتلو او د پخوانيو افغان پوځي ځواکونو په سقوط سره، داعش زړور شوی او د هېواد بېلابېلو برخو ته یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «له موجودې خلا څخه په استفادې سره، داعش بریدونه کوي او هرچېرې یې چې زړه وي هلته ځایي ملکي خلک په نښه کوي.»

پویا وویل، په بې وزلۍ او بې کارۍ سربېره، د داعش تاوتریخوالی یو له هغو ګڼو ورځنیو اندېښنو څخه دی چې افغانان ورسره مخامخ دي.

نړۍ والې ټولنې ته ګواښ

کتونکي وایي، که داعش له نورو ترهګرو ډلو سره ملګرتیا جوړه کړي او په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي نو د نړۍ امنیت ته به په یوه جدي ګواښ باندې بدل شي.

د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، د داعش خراسان څانګه د تېر کال په اوږدو کې ډېره قوي شوې او هڅه کوي چې نور افراد استخدام کړي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش ډېر ځایي قوماندانان له خپل مشرتابه څخه، چې غړي یې په عراق او سوریه کې اوسېږي، قوي ملاتړ ترلاسه کوي. اوس چې داعش په افغانستان باندې ډېر تمرکز کړی دی، مشران یې دا شرایط په هېواد کې د یادې ډلې د فعالیتونو د پراختیا لپاره ډېر مناسب بولي.»

غیور وویل، «د داعش هدف یواځې دا نه دی چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي یا ځایي ملکي خلک ووژني بلکې هغوی هڅه کوي چې په افغانستان کې ډېره سیمه تر واک لاندې راولي. څومره ډېرې ولسوالۍ چې د هغوی لاسونو ته لوېږي، داعش به ډېر پټنځایونه په کې جوړوي او په هېواد کې به خپل حضور پراخوي.»

هغه زیاته کړه،‌ په افغانستان کې که ترهګریز فعالیتونه ونه درول شي، هغوی به نه یواځې د افغانستان بلکې د نړۍ امنیت هم په خطر کې واچوي.

په هرات ښار کې یوه پخواني پوځي افسر زمري شینډنډوال چې ۶۵ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګې مهارول او له منځه وړل یوه نړۍ وال ائتلاف ته اړتیا لري.

هغه وویل، «داعش تقریبا په ټول افغانستان کې موجود او فعال دی. دا ډله دومره غښتلې شوې چې افغانان په یواځې سر نشي کولی هغه له منځه وېسي. هغوی له ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه په ګڼ شمېر کې اورپکي افغانستان ته را دننه کړي، او په هېواد کې خوندي پټنځایونه لري.»

هغه وویل، «د داعش اکثر پټنځایونه په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې دي.‌ د هغو پټنځایونو د په نښه کولو لپاره یوه غښتلي هوایي ځواک ته اړتیا ده. دا وخت په افغانستان کې هوایي ځواک نشته، او داعش له دې فرصت څخه ښه استفاده کوي.»

شینډنډوال وویل، د نړۍ لپاره د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د داعش د حضور خطر درک کړي او مخکې له دې چې ډېر زیات ناوخته شي پر ضد یې پرېکنده ګام پورته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش هسې نوم دی. دا ټولې د نړۍ والو بدمعاشو او لوچکو استخباراتي ادارو پروژې دي چې پاکستان یې په افغانستان او سیمه کې تطبیقوي. اول یې ورته مدرسې جوړې کړې. د اسلام له نامه څخه په بدې استفادې سره یې مذهبي افراطیان وروزل. بیا یې هماغه افراطیان د شطرنج د دانو په څېر ووژل. هم یې اسلام پرې بدنام کړ او هم یې په سیمه او بالخصوص افغانستان کې د پرمختګ مخه ونیوله. ځکه په یوه هیواد کې چې یوه ورځ جنګ وي، هم ټولې چارې ورسره ټکنۍ کېږي. افغانستان له څلور نیمو لسیزو راهیسې په لوی لاس او ارادي ډول د جنګونو میدان ساتل شوی دی.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اسلامي امارت یو له غوره کارونو څخه د داعش د افراطي ډلې له منځه وړل دي. طالبان په هر ځای کې داعش پسې ګرځي. که داعش ترهګره ډله په افغانستان کې ځای پر ځای شوې وای، د افغانستان یوه ولسوالي به یې په لاس کې وه، خو داسې نه ده. د داعش ترهګرې ډلې له منځه وړل د طالبانو لومړنی کار دی. د افغانستان د کلیو او ښارونو خلک هم له داعش څخه کرکه لري. داسې چې هغوی له طالبانو سره مرسته کوله او د طالبانو له کارونو یې دفاع کوله، د کلیو خلکو نه د داعش له افراطي ډلې سره مرسته وکړه او نه یې له داعش څخه دفاع وکړه. که داعش په افغانستان کې وي، ښايي یوازې پاتې شي. افغانان به هیڅکله له داعش سره ونه دریږي، ځکه افغانان له داعش څخه کرکه لري. په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې بریالیتوب ناشونی دی.

ځواب ورکړئ