تروريزم

د تخار د قومي مشر وحشیانه وژنه د داعش د پراختیا په هکله اندېښنې راپورته کوي

د محمد قاسم راپور

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې یوه څلور لارې ښیي. [ټولنیزې رسنۍ]

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې یوه څلور لارې ښیي. [ټولنیزې رسنۍ]

تخار -- د داعش غړو د تخار ولایت په دشت قلا ولسوالۍ کې یو قومي مشر شکنجه او بیا یې تناسلې آله او سر ترې پرې کړي دي، چې د افغانستان د شمالي پولې په اوږدو کې یې د یادې ډلې د حضور په هکله اندېښنې راپورته کړي دي.

دشت قلا ولسوالي له تاجکستان سره په پوله پرته ده.‌

ځایي مشر سیف الله چې ۵۳ کاله عمر یې درلود،‌ د تلې په ۲۵مه خپل کور ته په لاره ورک شوی و.

د دشت قلا ولسوالۍ د نو اباد کلي یوه اوسېدونکي او د قرباني خپلوان محمد نسیم چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، نږدې یوه اونۍ وروسته د یکشنبې په ورځ /د لړم په ۱/ د هغه خپلوانو بالاخره د ولسوالۍ په یوه دښته کې د هغه سر پرې کړی جسد وموند.‌

هغه وویل، «دشت قلا ولسوالۍ ته د هغه د جسد له انتقالولو څخه وروسته، موږ ولیدل چې هغه لومړی شکنجه شوی او بیا یې تناسلي آله ترې پرې کړای شوې وه.»

هغه وویل، «سیف الله سلفي و خو شپږ میاشتې مخکې یې له سلفي ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړې او له هېڅ ډلې سره یې هم رابطه نه لرله، لاکن داعش ډېر په بې رحمانه ډول هغه وواژه.»

د دشت قلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام محمد زېوري چې اوس په کابل کې ژوند کوي، وویل، «وژل شوی شخص په دشت قلا ولسوالۍ کې یو ډېر بانفوذه قومي مشر و.»

هغه وویل، «د تلې د ۳۰مې په شپه د دشت قلا ولسوالۍ په ورته ظلم کلي کې له داعشي جنګیالیو سره نامعلومو کسانو نښته کړې وه، چې د داعش د قوماندان فاروق په ګډون درې داعشیان یې وژلي ول.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې، په دشت قلا ولسوالۍ کې د داعش حضور او په ملکي خلکو باندې یې ظلمونه زیات شوي دي. که مخه یې ونه نیول شي، فعالیتونه به یې نورو ولایتونو او حتی د سیمې هېوادونو ته ور خپاره شي.»

یوه منفوره ډله

د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې راهیسې په افغانستان کې له ګڼ شمېر مرګونو بریدونو سربېره چې په سلګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله،‌ داعش له سرحدي ولسوالیو څخه ازبکستان او تاجکستان هم په نښه کړي دي.

د وري په ۲۹مه، د داعش خراسان څانګې یو عکس خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د هغوی یوه غړي د افغانستان او ازبکستان تر منځ په سرحد پراته ترمذ ښار کې د ازبکستان د پوځي مرکزونو په لور د ۱۰۷ ملي متري راکټونو ۱۰ ګولۍ ور توغولي دي.

دې ته ورته، د غوايي په ۱۷مه د داعش جنګیالیو له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجیکستان په لور څو راکټونه ور وار کړل.

په افغانستان کې دننه، د داعش بریدونه مرګوني او ډېر ظالمانه ول.

د غوایي په ۱، داعش په یوه موټر کې چې د افغان اردو تخنیکي منسوبین یې لېږدول، یوه بم ته چاودنه ورکړه، چې د درې محصلانو په ګډون لږ تر لږه څلور کسان یې ووژل او ۱۹ نور یې ټپیان کړل.

په عین ورځ، په سه دوکان جومات کې، چې د مزارشریف په درېیمه ناحیه کې د شیعه ګانو تر ټولو غټ او تر ټولو پخوانی جومات دی، د ماسپښين د لمانځه په ترڅ کې یوې بمي چاودنې ۱۳ عبادت کوونکي ووژل او ۴۰ نور یې ټپيان کړل.

د غوایي په ۲مه، د کندوز په امام صیب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جومات کې یوې چاودنې د نارینه وو او ماشومانو په ګډون ۳۳ عبادت کوونکی ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.

تر هغه وروسته، داعش ګڼ شمېر نور لوی او واړه بریدونه ترسره کړل. په دې لړ کې، هغوی د کابل په دشت برچي سیمه کې په کاج ښوونیز مرکز باندې مرګونی برید وکړ چې له ۱۵۰ څخه ډېرو زده کوونکیو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله.‌

د کندوز پوهنتون د زراعت پوهنځي د دریم کال محصل حشمت الله دقیق وویل، له داعش څخه هیڅوک هم په امان کې نه دی، او څومره چې د ملکي خلکو وینې تویوي، هومره خوند ترې اخلي.

هغه وویل، «داعش نه غواړي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي. د هغوی هدف دا دی چې افغانستان وران کړي او افغانان ووژني.»

هغه وویل، «د داعش غړي باید عدالت ته راکاږل شي څو دغه ترهګره ډله له منځه وېوړل شي او بې ګناه افغانان د هغوی له ظلم او هغه کړاو څخه چې هغوی یې پرې راولي، خلاص شي.»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي علي اصغر قاري زاده وویل، د داعش بریدونه په اسلام کې ځای نه لري.‌

هغه وویل،‌ «داعش خپلې ناولې پیسې له بهر څخه راوړي چې په افغانستان کې پرې بې ګناه ملکي خلک ووژني او د نه بخښلو وړ جنایتونه ترسره کړي،» او زیاته یې کړه چې داعش بې ګناه خلک په ډله ییز ډول وژني او اسلام بشریت ته د ضرر رسولو اجازه نه ورکوي.‌

زیاتېدونکی ګواښ

شنونکي وایي چې د داعش خراسان څانګې څو ولایتونو ته خپل عملیات پراخ کړياو د سیمې ثبات ته زیاتېدونکی ګواښ جوړوي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي قیس نوراني وویل، «داعش د څو هېوادونو د استخباراتي ادارو یو نایب ګروپ دی چې هڅه کوی افغانان ووژني.»

هغه وویل، «نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه متحده ایالات باید په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په کمه سترګه ونه ګوري.»

نوراني وویل، «د داعش هدف د افغانانو وژل او له منځه وړل دي ځکه دغه ډله نه غواړي چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي اسدالله زاخېل وویل، د داعش د وروستیو بریدونو له امله په زرګونو افغان کورنۍ د خپلو عزیزانو په مرګ ویر کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې، «په هېواد کې زیاتېدونکې بې ثباتي او بې کاري د داعش لپاره یو ښه فرصت برابروي ترڅو افغان ځوانان استخدام کړي.»

هغه وویل، «زموږ اکثریت ځوانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې او بې کاره دي، په داسې حال کې چې داعش هغوی استخداموي او میاشت په میاشت تنخواګانې ورکوي.»

زاخېل وویل، «افغانان باید وخوځېږي او د دغې ترهګرې ډلې پر ضد ودرېږي، که نه د هر څه تدریجي زیان په هېواد کې ټولو قومي ګروپونو ته ګواښ پېښوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانانو لپاره دا ډول ډرامې څه نوې خبره نه ده. په زرګونو افغان مشران مو د همدغه ډول ډرامو د سېریز په جریان کې له لاسه ورکړي. تر هغې چې په خپله افغانان په خپله سره راټول نه شي، دا د وژنو سلسله به روانه وي. د تاوان مخه چې څومره ژر نیول کېږي، ګټه ده. که په خپلو منځو کې سره راټول شو، له دغه ډول مشکلاتو څخه به په امان کې شو. او که د تېر په څېر یو بل وژونو، فکر نه کوم که د ښې ورځې شاهدان و اوسو.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د جنګ پروژې اکثر د ګاوندیو هیوادونو له خوا تطبیقیږي‌. وخت په وخت نوې پروژې راوځي او تطبیق کیږي. دا لوبه له څلور نیمو لسیزو راهیسې روانه ده او قربانیان یې یوازې افغانان دي. بدبختانه چې نه ګاونډیان د افغانانو په حال زړه سوزوي او نه نړۍ وال قوتونه له افغانانانو سره خواخوږي لري. هر یو هڅه کوي چې خپلې ګټې خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

د بي بي سي فارسي څانګې مستندې موندنې ښيي چې داعش تر هزاره ګانو ډېر غیر هزاره ګان وژلي دي. په افغانستان کې له څه مودې راهيسې د ځينو لويو بریدونو پر مهال د وژل شويو کسانو د تلفاتو شمېرې ښيي، چې داعش ډلې ته په منسوبو دغو بریدونو کې د شويو ادعاوو برعکس له هزاره ګانو څخه غیر هزاره ګان ډېر وژل شوي دي. بي بي سي فارسي وېبپاڼې د پينځو ډېرو مرګونو دغو پېښو د تلفاتو ارقام خپاره کړي. دا ارقام څرګندوي، چې د تېر اګسټ مياشتې په اوولسمه د کابل په خیرخانه کې د ابوبکر صديق جومات پر لمونځ کوونکو د چاودنې له امله ۲۱ تنه غير هزاره ګان وژل شوي. همدا شان د سپټمبر په دویمه د هرات په ګذرګاه جومات کې پر طالب پلوي ملا مجیب الرحمن انصاري د ځانمرګي برید پر مهال د انصاري په ګډون ۱۷ غیر هزاره ګان افغانان وژل شوي. سربېره پر دې د سپټمبر په ۲۳ مه د کابل وزير اکبرخان جومات ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه نور غیر هزاره ګان وژل شوي. د‌ دې پېښو تر څنګ د اکتوبر په دویمه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په جومات کې هم چاودنه شوې، چې لږ تر لږه دوه تنه غير هزاره ګان پکې وژل شوي. يوه بله پېښه، چې د سپټمبر په دېرشمه د کابل په هزاره مېشته دشت برچي سيمه کې پر يوه تعلیمي مرکز شوې، تر ۵۳ تنو پورې کسان پکې وژل شوي، چې ویل کیږي ډېر قربانیان یې هزاره توکمه دي. دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې بهر مېشتو يو شمېر سخت دریځه او په قومي نفاق تورنو هزاره فعالانو په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې ادعاوې کړي او يو شمېر سياستوالو هم ورسره دا خبره بدرګه کړې ده. شنونکي باور لري، چې په دې اړه بې بنسټه او قوم محوره ادعاوې يا پر نورو قومونو د ترهګرو ډلو د ملامتيو اچول به د ملي یووالي پر ضد پایلې ولري.

ځواب ورکړئ