په افغان عملیاتو کې، ۱۴۰ اورپکي او ۵۰ عسکر ووژل شول، او ۴۵ تنه یرغمل شوي کسان ازاد کړای شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په مختلفو برخو کې په بېلابېلو ترهګرۍ ضد عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه اورپکي، ۵۰ افغان عسکر ووژل شول او ۴۵ تنه یرغمل نیول شوي کسان د طالبانو له محبسونو څخه ازاد کړای شول.

په بغلان کې د پوځي عملیاتو مسؤل تورن جنرال شاورګل پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۷مه د اورپکو هغه حمله چې د کابل - پل خمري سرک بند کړي په شا وتمبوله، او لږ تر لږه ۸ تنه اورپکي یې په ډنډ غوري سیمه او د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ووژل.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، ۲۰۳ تندر قول اردو د اکتوبر په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له دې جلا، چې د سلطان عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه اورپکي د غزني ولایت په مقر، ګیرو او قره باغ ولسوالیو کې ووژل شول.

خبرپاڼې زیاته کړه چې ځواکونو همدارنګه هغه ۴۵ کسان ازاد کړل چې طالبانو یرغمل نیولي ول.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د هلمند ولایت والي حیات الله حیات د اکتوبر په ۱۶مه وویل چې امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار سره نژدې ډېر کلي تصفیه کړل، او لږ تر لږه ۸۸ تنه طالبان یې ووژل.

هغه زیاته کړه، ۵۰ تنو افغان عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ، یو شمېر نور ټپیان شول او نژدې ۵۰ کسان یې په دغه ولایت کې د دوه اونیو اوږدې جګړې پر وخت ورک شول.

خامه پرېس د اکتوبر په ۱۶مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې په عین حال کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي په یوه هوایي برید کې چې د طالبانو د یوه جیګپوړي مشر کاروان یې په نښه کړ د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې ووژل شول.

د ملي امنیت ریاست د اکتوبر په ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له دې نه جلا، د «جندالله» ډلې اړوند د ترهګرو یو څلورکسیز ګروپ د تخار ولایت په دشت قلا ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو له یوې ذخیرې سره یوځای ونیول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500