فاریاب -- د طلوع نیوز له مخې، امنیتي ځواکونو د نومبر په ۳مه وویل چې د اورپکو په یوه راکټ کې چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د یوه واده په مراسمو ولګېد ۱۲ تنه ملکي خلک ووژل.
امنیتي چارواکو وویل، دغه واده په کوسه قلا کلي کې روان وو.
چارواکو زیاته کړه چې په مړو کې ۶ تنه ښځې او ۵ تنه ماشومان شامل ول، په داسې حال کې چې ناوې ټپي شوه.
دا ګولۍ په سیمه کې د عسکرو او طالبانو تر منځ له څلور ورځنۍ جګړې څخه وروسته هلته ولګېده.