امنیت

په جوزجان کې د داعش په ماینونو د خلکو مړینې د ترهګرې ډلې د شتون په هکله اندېښنه را پارولې ده

د عمر راپور

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ماین پاکان د یوه افغان ښوونځي شاوخوا تصفیه کوي. [هلو ټرسټ]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ماین پاکان د یوه افغان ښوونځي شاوخوا تصفیه کوي. [هلو ټرسټ]

هرات -- یوې چاودېدونکې وسیلې چې د داعش غړو ښخه کړې وه، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۰مه/د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې دوه ماشومان ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د يادې ولسوالۍ په قره چونقل سيمه کې له خښ شوي ماین سره نږدې لوبې کولې.

په چاودنه کې وژل شويو ماشومانو ۹ او ۱۰ کاله عمرونه درلودل.

د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وویل، ماین د داعش غړو پخوا خښ کړی و.

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ماین پاکۍ یو افغان کارکوونکی لیدل کیږي. [هلو ټرسټ]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ماین پاکۍ یو افغان کارکوونکی لیدل کیږي. [هلو ټرسټ]

حلیمي وویل، «د داعش غړو تر دوه کاله وړاندې مودې پورې دلته اډه درلوده او د سیمې د خلکو پر ضد یې عملیات کول. که څه هم ترهګر له سیمې څخه شړل شوي، لاکن بیا هم د هغوی ماینونه د سیمې خلک قرباني کوي.»

هغه زیاته کړه، د ماین پاکۍ ټیمونه هڅه کوي چې سیمه د داعش له خوا خښو شويو ماینونو څخه پاکه کړي.

۴۵ کلن محمد عظيم چې زوى يې په چاودنه کې ټپي شوى، د دوشنبې په ورځ وويل چې زوى يې له نورو هلکانو سره لوبې کولې چې ماين پرې وچاودېد.

هغه وويل، «زما زوى ۱۱ کاله عمر لري. د هغه د بدن څو برخې ډېرې سختې ټپي شوې دي. وژل شوي دوه هلکان زموږ خپلوان وو. هغوی د لوبو پر وخت له ماین سره لګېدلي وو.»

هغه زیاته کړه، «داعش زموږ کلي ته نږدې سیمو کې فعالیت کاوه، او غړو یې په ډېرو سیمو کې ماینونه خښول. موږ په خپلو کرنیزو ځمکو او کروندو کې د داعش د ماینونو له امله ډېر په وېره کې ګرځو.»

یو بل ۱۰ کلن ماشوم تېره میاشت په دغه ولایت کې د داعش له خوا د خښ کړل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د داعش شتون

د ځايي خلکو په وینا، د داعش غړي د جوزجان او سرپل ولایتونو په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې پراته دي او هڅه کوي چې جنګیالي استخدام کړي.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ۳۷ کلن محمد فهیم وویل، د تاجکستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ډېر اوسېدونکي چې د داعش غړي دي، د دغه ولایت په لیرې پرتو درو او غرونو کې ژوند کوي.

هغه وویل، «داعش درزاب ولسوالۍ ته نږدې په کلیو او سیمو کې خپلې اډې پرېښې، خو هغوی لا هم په لیرې پرتو سیمو کې حضور لري». هغوی اوس فعال نه دي خو هڅه کوي چې جنګیالي استخدام کړي.

هغه زیاته کړه، «د داعش جنګیالي ماشومان په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې چې بې وزله او محروم خلک په کې ژوند کوي، روزي. هغو سیمو ته لاسرسی ستونزمن دی، او خلک په ندرت سره یادو سیمو ته تګ راتګ کوي.»

د جوزجان ولایت یو قومي مشر عبدالشکور نصرت چې ۶۰ کاله عمر لري، وویل، دغه ترهګره ډله ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.

نصرت وویل، «په تېرو وختونو کې، داعش ولسوالۍ ته نږدې کلیو کې و، خو مجبور شو چې لیرې پرتو سیمو ته په شاتګ وکړي. داعش په ډېرو شمالي ولایتونو کې موجود دی.»

هغه زیاته کړه، «داعش د خپلو لیکو په پیاوړي کولو بوخت دی. هغه د ډېرو پیسو په ورکولو سره ځوانان هڅوي چې له دې ډلې سره یوځای شي. ځینې ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ترهګرې ډلې سره یوځای کیدو ته اړ کیږي،»

نصرت خبرداری ورکړ، چې که د داعش له خوا د استخدام مخه ونه نیول شي، ډېر ژر به په شمالي ولایتونو کې نا امني رامنځته کړي.

د ګواښونو په هکله اندېښنې

په جوزجان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، نجیب الله مبارز وویل، په دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو کې د داعش د ګواښونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

مبارز وویل، «داعش یوه بې رحمه ډله ده. که چېرې نورې سیمې هم ترلاسه کړي، نو د خلکو ژوند به په دوزخ باندې بدل کړي. داعش د خلکو له وژلو او وینو تویولو څخه خوند اخلي او له دې کار څخه به ډډه ونه کړي.»

هغه وویل، که داعش ته د ځواک د جوړولو اجازه ورکړل شي، په شمالي ولایتونو کې به زیات کلي او سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، او زیاته یې کړه چې که دا ډله د ځان لپاره خوندي پټنځای جوړ کړي، ټول هېواد به وګواښي.

هغه زیاته کړه، په لیرې پرتو سیمو کې د داعش حضور د ایرو لاندې د اور په څېر دی، چې هره لحظه اور بلولی شي.

په جوزجان کې د سیاسي چارو پوه عبدالواسع دانش وویل، داعش په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه وویل، «داعش په ډېرو هیوادونو، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې فعال دی، او په افغانستان کې د خپلې خراسان څانګې ملاتړ کوي. د داعش خراسان څانګه منظم مالي او تسلیحاتي ملاتړ ترلاسه کوي، او ورځ په ورځ پیاوړي کیږي.»

دانش وویل، داعش په افغانستان کې له بې وزلۍ او بې کارۍ څخه په ګټه اخیستنې سره بې کاره ځوانان استخداموي.

هغه زیاته کړه، په لیرې پرتو سیمو کې زیاتره ځوانان نالوستي دي، او په اسانۍ سره د داعش په جال کې لوېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان په شلمه پیړۍ کې له یو خورا تریخ تاریخ سره مخ شوی دی. په دې هېواد کې د سلطنت ړنګیدل، د کمونستانو واک ته رسېدل، د شوروي اتحاد لخوا د سور پوځ نیول، د اسلامي مجاهدینو کورنۍ جګړه چې د ګاونډیو هېوادونو او د متحده ایالاتو له خوا یې د کمونستي حکومت پر ضد ملاتړ کیده، د مجاهدینو د حکومت جوړېدل او بیا د مجاهدینو تر منځ خپل منځي کورنۍ جګړه چې د دوی د کمزوري کېدو سبب شوه او د طالبانو د رامنځته کيدو لپاره یې لاره هواره کړه. دا افراطي سلفي اسلامپاله طالبان چې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ملاتړ يې درلود، د القاعدې ډله چې د طالبانو تر سیوري لاندې یې پناه ترلاسه کړه، د سپتمبر د ۱۱ مې ترهګریزې پېښې د رامنځته کېدو لامل شوه. او د دې پېښې په پایله کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د طالبانو د ماتولو لپاره پر افغانستان بريد او د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت جوړول یوازې د دې هېواد د تاریخ یوه برخه ده چې د جګړې او تباهۍ اور پکې تل بل پاتې شوی دی. د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته، د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان، مداخلې په دې هېواد کې بله پایله نه درلوده پرته له دې چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي، او د واک ترلاسه کول یې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو، په ځانګړي ډول متحده ایالاتو، دې ته اړ کړل چې د طالبانو له معتدلې برخې سره خبرې وکړي. د طالبانو سره په حکومت کې د شریکولو له لارې، دوی په افغانستان کې د امنیت او سولې د رامنځته کولو لپاره يو بنسټ جوړولی شي، چې يوه داسې مسله ده چې د افغانستان په چارو کې ښکیلو ځواکونو ترمنځ د خبرو اترو لامل شوې. تر اوسه پورې دې خبرو اترو کومې پایلې نه دي ورکړي، او د دې څیړنې موخه دا ده چې د دې خبرو اترو او له دې

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې داعش یواځې یو نوم دی. په حقیقت کې دا پروژې د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو لخوا د اسلام د بدنامولو لپاره پلان او عملي کیږي. کنه هغه څه چې داعش او نورې افراطي ډلې یې ترسره کوي، په اسلام کې نشته. د ماینونو په اړه، کیدی شي چې موجوده ماینونه د شوروي اتحاد د اشغال څخه پاتې شوي وي. دغه راز د جمهوريت په دوره کې د دولت يو شمېر مخالفينو په يو شمېر سيمو کې ماينونه خښ کړي وه، چې ښايي اوس هم هلته پاتې وي. په هر صورت، لومړی باید هیڅ ډله په داسې تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي چې پایله یې د خلکو د وژلو او په ځانګړې توګه د خلکو په ځمکو کې د ماینونو ځای پرځای کیدلو سبب شي. دویم، نړیوال سازمانونه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید د هغو شخړو او ستونزو مخه ونیسي چې د وسله والو جګړو لامل ګرځي. همدارنګه د افغانستان اوسنی حکومت باید د هیواد ټولو وګړو ته حکومت کې ځای ورکړي. خو پخوانیو جنګسالارانو لکه مارشال دوستم، عطا محمد نور، ګل اغا شیرزی، یونس قانوني، سیاف، محقق، خلیلي او داسې نورو ته باید اجازه ورنکړل شي، ځکه دوی په بشر ضد جنایتونو کې لاس درلود او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي. او تر ټولو بده دا چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې یې په ملیاردونو ډالره نړیوالې مرستې غلا کړې چې په حقیقت کې د افغانستان د خلکو لپاره استول شوې وې. د جمهوریت په دوره کې د پیسو اختلاس او غلا دې حد ته رسېدلې وه چې له یوې خوا، امریکایانو او اروپایانو د خپلو مالیاتو پیسې افغانستان ته د مرستې لپاره رالېږلې خو له بلې خوا، د عبدالله عبدالله په څېر جنایتکارانو د ځان لپاره یوه جوړه ټوکر په شل زره ډالرو اخیستی وه. افسوس په داسې جنايتکارو مشرانو چې ټول افغانستان يې وشرماوه!

ځواب ورکړئ

داعش داسې یو نوم دی چې هر افغان ترې کرکه لري، خو الحمد لله چې اسلامي امارت د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې نوم او نښه ورک کړل. ماین یو پټ دښمن دی. په ډېرو ولایتونو کې لا هم ماینونه شته. په څو کلونو کې چې په افغانستان کې جګړه روانه وه، هرې جنګي ډلې د خپل ځان د ساتنې لپاره په ځمکه کې دومره ماینونه ښخ کړل، لکه یو بزګر چې په خپله ځمکه کې تخم کري. په افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسې د ماین پاکۍ موسسو له خوا د ماین پاکولو کار روان دی، خو تر اوسه د ماینونو د پاکولو موسسې په دې نه دي بریالۍ شوي چې له افغانستان څخه ماینونه پاک کړي، ځکه چې له یوې خوا د ماین پاکۍ موسسې بوختې وي، ماینونه وباسي، او بلې خوا ته د افغانستان نور دښمنان په ځمکه کې ماینونه ښخوي. کله چې په ټول افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي، ماینونه به له افغانستان څخه واېستل شي. ډېری هغه کسان چې قومي او نژادي دښمنۍ لري هم په خپلو دښمنیو کې له دا ډول ماینونو څخه کار اخلي. په اکثرو ولایتونو کې هغه خلک چې د زراعتي ځمکو پر سر شخړې کوي، هغوی هم یو بل ته ماینونه ښخوي. د افغانستان خلک دې فکر وکړي چې د پیسو په خاطر په خپلو ځمکو کې ماینونه ښخ نه کړي. راځئ چې د دې وطن د ابادولو لپاره لاس په کار شو. د افغانستان په ورانولو کې خیر نشته.

ځواب ورکړئ

دا یوه دردونکې پیښه ده. د ماشومانو غم انسان تباه کوي. کاش چې په ترهګرو ډلو کې داسې احساس موجود وای چې داسې یې نه وای کړی. هر څوک چې ماینونه ږدي، هغوی په حقیقت کې له انسانیت سره دښمني کوي. افغانستان په تېرو څلور نیمو لسیزو کې له دې بدبختۍ سره مخامخ شوی او دا لړۍ دوام لري. هره ورځ کله په یوه نامه او کله په بله نامه وژل کیږو او نړۍ یوازې ننداره کوي. دا بدبختي یوازې زموږ د تعلیم د نشتوالي له امله ده. که زموږ خلک تعلیم ترلاسه کړي، دا بدبختي به ورځ په ورځ له منځه لاړه شي او موږ به له دې بدبختۍ څخه خلاص شو.

ځواب ورکړئ

زما په اند د داعش دغه غړي باید له منځه وې نه وړل شي. دا غوره ده چې دوی په یوه ټاکلي ځای کې وساتل شي او د داسې چا پر ضد وکارول شي لکه چین چې په هغه هېواد کې په مسلمانان باندې ظلم کیږي او هېڅ ډول بشري اصول او اخلاق په کې په پام کې نه نیول کیږي. همدا راز ډېر امکان لري چې ازبکستان د قوش تېپې د کانال له امله پر افغانستان برید وکړي چې په دې صورت کې ښايي روسان هم د ازبکانو ملاتړ وکړي. په داسې یوه حالت کې دا غوره ده چې له دغو ازبک داعشي جنګیالیو څخه د ازبکستان او روسیې پر ضد کار واخیستل شي. سربیره پردې، ایران د فاطمیون لوا له لسګونو زرو غړو سره ساتلې ده. که ایران د افغانستان په وړاندې له خپل ناوړه فکر څخه کار واخلي، دا ډول وسله وال د ایران پر ضد کارول کیدی شي. په پای کې، پاکستان چې د ترهګرو مور ده، تل د دې فرصت په تمه وي چې له هرې وسیلې او امکاناتو په استفادې په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، چې په هغه صورت کې کېدی شي چې د داعش دا بندي غړي د ناولي پاکستان پر ضد جګړه کې وکارول شي. زه له افغان حکومت یا په بل عبارت د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کوم چې لنډ فکر دې نه کوي، او ژر تر ژره دې له غربي نړۍ په ځانګړې توګه له امریکا او حتی له اسراییلو سره خپلې اړیکې سمې کړي او دوه اړخیز تړونونه دې ورسره لاسلیک کړي، او په دې توګه په کار دی چې هغوی دا تضمین ترلاسه کړي چې د چین، ایران، پاکستان او روسیې لخوا د برید په صورت کې د لویدیځ مالي او تسلیحاتي ملاتړ له ځان سره ولري.

ځواب ورکړئ

داعش په افغانستان کې نشته. که وي هم ډېر کم چې ښايي د خطر پېښولو توان ونه لري. ترهګرې ډلې معمولا حمایت ته ضرورت لري او اوس مهال په افغانستان کې هېڅ یوه تروریستي ډله ملاتړي نه لري نو داعش به خپل فعالیتونه په چیشي وکړي. امریکا هم څو ورځې مخکې وویل چې په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې د تمویل نیت نه لري. او کله چې امریکا دا خبره کوي، فکر نه کوم چې د افغانستان حتی په یوه غره کې دې هم داعش او بله ډله فعالیت وکړای شي. هو یوه خبره ده، په کومه ورځ چې بهرنیانو د تروریستي ډلو ملاتړ ته کار ووایه په هماغه ورځ به افغانستان یو ځل بیا د جنګ په میدان بدل او خلکو لپاره جهنم وګرځي. فعلا د الله په رحم اافغانستان امن دی، خو دا چې خلک له اقتصادي اړخه مشکلاتو سره مخامخ دي همدې خفه کړي دي. هیله مو ده اقتصادي ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له نظر سره موافق نه یم. داعش په افغانستان کې شته او فعال دی، خو د اسلامي امارت له خوا یې فعالیت کمزوری شوی او په ډېرو ځایونو کې سخت ځپل شوی دی. هغوی په ختیځ، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې شته، خو کمزوري دي او د جګړې توان نه لري. داعش یوه بې رحمه ډله ده چې په هیچا رحم نه کوي. خدای (ج) دې زموږ ملت له دغې ظالمې ډلې څخه وژغوري.

ځواب ورکړئ