امنیت

د هلمند اوسېدونکي طالبانو ته سوال کوي: 'زمونږ وژل ودروئ'

د ضیأ ثمر راپور

د ښځو په ګډون دهلمند ولایت په سلګونو اوسېدونکو د سلواغې په لومړیو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی پریږدي او د سولې وړاندیزونه دې ومني.‌ (ضیا ثمر)

هلمند -- د هلمند ولایت په سلګونو اوسېدونکو د سلواغې په لومړیو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې وړاندیزونه دې ومني.‌

د نهر سراج ولسوالۍ یوې ۴۲ کلنې اوسېدونکې، ګلالۍ هلمندۍ، د سلواغې په ۸ مه په دغې ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ‌ کې، چې په سلګونو ښځو په کې برخه لرله، وویل، «مونږ د جنګ ویجاړتیاوې لیدلي دي...‌ هغه مونږ ته هېڅ مثبت بدلون رانه وست،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه مې زوی ښوونځي ته لېږم، او څو چې هغه بېرته راستنېږي، زه ... وېرېږم چې ښایي زه هغه په کومه بمي چاودنه کې له لاسه ورکړم،»

هغې وویل، «مونږ ټول افغانان یو،‌ نو راځئ چې سوله وکړو. سوله مونږ ته ورورولي، یووالی او ملګرتیا راولي. مونږ باید یو بل ونه وژنو. مونږ له طالبانو څخه غواړو: هغوی به تر څو پورې زمونږ مېړونه او بچیان وژني؟»

د سلواغې په ۱۱مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په سلګونو ځوانان راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ بس کړي او سوله وکړي. [ضیأ ثمر]

د سلواغې په ۱۱مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په سلګونو ځوانان راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ بس کړي او سوله وکړي. [ضیأ ثمر]

د مدني ټولنې یوه فعاله، بي بي سیما داوي، چې ۲۸ کاله عمر لري، د سلواغې په ۸ مه د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ [ضیأ ثمر]

د مدني ټولنې یوه فعاله، بي بي سیما داوي، چې ۲۸ کاله عمر لري، د سلواغې په ۸ مه د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ [ضیأ ثمر]

'مونږ باید سوله وکړو'

د مدني ټولنې یوې فعالې او د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکې، بي بي سیما داوي، چې ۲۸ کاله عمر لري، په غونډه کې وویل، «مونږ په خپل هېواد کې له جنګ، ویجاړتیا او وژنې څخه پرته نور څه نه دي لیدلي،»

هغې وویل، «زمونږ بې ګناه ماشومان په هېڅ نه دي خبر، او هغوی د دې جنګ قربانیان دي،»

هغې وویل، «مونږ وینو چې په هلمند کې هرې مور د خپلې کورنۍ دوه یا درې غړي له لاسه ورکړي دي. طالبانو زمونږ بې ګناه خلک وژلي دي. جنګ زمونږ ځوانان معیوب کړي دي

داوي وویل، «سوله کوم سوغات نه دی چې نور یې باید مونږ ته راکړي. مونږ باید سوله وکړو، او ښځې کولی شي چې په دې پروسه کې ډېر څه وکړي.»

د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکې، بي بي روزیه بلوچ، چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، هغې په دې غونډه کې د دې لپار برخه اخیستې چې طالبانو د هغې مېړه وواژه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید تاوتریخوالی وغندي او سوله وکړي. که طالبانو زما د مېړه له وژلو څخه څه ترلاسه کړي وي،‌ هغوی دې ماته ووایي چې څه دي.»

'زمونږ وژل ودروئ'

د سلواغې په ۱۱مه په ناوه ولسوالۍ کې په یوه بله غونډه کې، په سلګونو ځوانو افغان سړیو هم په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی بند کړي.‌

په لښکرګاه کې د هلمند پوهنتون یوه استاد، لال محمد صفا، چې ۲۵ کاله عمر لري، د غونډې برخه والو ته وویل، «د جګړې ټول قربانیان ځوانان دي او طالبان باید زمونږ وژل ودروي،»

هغه وویل، «په تېرو څلورو کالو کې هغوی د افغانانو له وژلو څخه پرته له تاوتریخوالي نور څه ترلاسه کړي دي؟ راته ووایئ چې تاسو په دې جنګ کې د خپلو ورونو له وژلو او د خپل ژوند له لاسه ورکولو څخه پرته نور څه ترلاسه کړل.»

په ناوه ولسوالۍ کې د مدني ټولنې فعال، ګلاب شاه احمدي، چې ۲۶ کاله عمر لري، په غونډه کې وویل، «په جنګ کې ما خپل پلار له لاسه ورکړ او زه یو له قربانیانو څخه یم. زه په طالبانو غږ کوم چې زمونږ وژل ودروي او سوله وکړي.»

هغه وویل، «دا اور تاسو او مونږ په یو ډول سوزوي، نو ګټه ترې څوک اخلي؟‌ مونږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو چې چې په تاسو [طالبانو] غږ وکړو چې سوله وکړئ. دا جنګ د بهرنیو استخباراتي کړیو له خوا رهبري کیږي او ګټه یې ایران او روسیې ته رسېږي-- مونږ ته نه

د لښکرګاه د علماوو د شورا یوه غړي، سید عبدالوهاب، چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «خدای پاک په قران کریم کې ویلي چې کله چې حق راشي باطل له منځه ځي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «جنګ یو سوزونکی اور دی. مسلمانانو د ځانونو لپاره یو سوزوونکی اور جوړ کړی دی. مونږ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو وژل بند کړي، او مونږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د قران په خاطر د هغوی وژل ودروئ.»

وهاب وویل، «مونږ طالبانو ته سوال کوو چې د خپلو ورونو وژل ودورئ او تاوتریخوالی وغندئ،»

هغه طالبانو ته په زاریو وویل، «تاسو د خپلو میندو غوښتنه ردوئ. تاسو د خدای حکمونه نه منئ او خپل خلک وژنئ، او دا کار خدای پاک خفه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حضرت ګل یم له کندهاره که چیری سوله وسي ښه به وي موږ ټول سوله غواړو اوس دلته خلک نور له جګړي ستړي سو ي دي او سوله باید وسې

ځواب ورکړئ

ډیرښه راپور دي افرین واقعا هم موږ غواړو چي جګړه ودریږي

ځواب ورکړئ