ځانمرګي برید، چې د لوګر امنیه قوماندان یې په نښه کاوه، ۱۱ ملکي کسان ټپیان کړل

سلام ټایمز

لوګر-- بي بي سي پارسي د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۲۸ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي برید د لوګر ولایت په پل علم کې لږ تر لږه ۱۱ ملکي کسان ټپیان کړل.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وویل، چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ سهار خواوشا ۱۰:۳۰ بجې په بره کي برک سیمه کې وشوه.‌

نوموړي وویل، چې ځانمرګي بمي بریدګر هڅه کوله چې د ولایت امنیه قوماندان ووژني، خو هغه ته زیان ونه رسېد.

هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500