ننګرهار-- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د نومبر۳۰ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۸ تنه بهرني اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو د چارواکو په وینا، دغه هوایي برید په اچین ولسوالۍ کې وشو.
د وژل شویو کسانو د هویت په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
له دې نه جلا، یوه هوایي برید د پنجشنبې په ورځ /د نومبر۳۰ مه/ د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې یوه کلا وویشتله.
د ځایي رسنیو په وینا، دغه کلا د حقاني شبکې د یوه قوماندان رشید وه. د راپورونو له مخې، په پېښه کې درې کسان ووژل شول.
د اورپکو هېڅ ګروپ د دغو پېښو په هکله څه نه دي ویلي.