|

په فراه کې هوایي بریدونو د ۷ پاکستانیانو په شمول ۲۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۰ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل، چې افغان هوایي بریدونو په فراه ولایت کې د څو بهرنیو اتباعو په شمول لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه په خاک سفېد ولسوالۍ کې ترسره شول.

په وژل شویو کې ۷ پاکستاني اتباع هم شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې لږ تر لږه درې عرادې او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم ویجاړې کړای شوې.

د ډسمبر په ۱۱ مه په فراه کې د افغان هوایي ځواک یوه برید د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو «سره یونټ» یو قوماندان داود مزمل او په یاد ولایت کې د دغه ګروپ د نظامي کمېسیون مشر په مرګوني ډول ټپیان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 1

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه


په دې انځور کې، چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲ مه اخيستل شوی، د ایران سرحد ته نژدې د هرات ولايت په چشتي شریف کې سلما ډيم ښودل شوی دی. ایران، چې دا بند د خپلو ګټو لپاره يو زیان ګڼي، افغان طالبانو ته امر وکړ چې په داسې پرمختیایي پروژو باندې برید وکړي. [عارف کریمي/ای ايف پي]

تهران طالبان کاروي چې د افغانستان بنسټیزې پروژې په نښه کړي او کابل کمزوری کړي

چارواکي او د طالبانو پخوانی غړي وايي، د تهران د امرونو وروسته، طالبان غواړي چې په افغانستان کې کلیدي زیربنایی پروژې ویجاړې کړي او هیواد کمزوری کړي.

د رایو شمېر

آیا تاسو فکر کوئ چې د ولسمشر اشرف غني د سولې نوی اعلان شوی پلان به طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي؟

نتایج وګورئ