افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د قربانیانو دویم ډله ییز قبر کشف کړ

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ملکي خلکو یو بل ډله ییز قبر، چې شک کیږي چې د داعش ترهګرې ډلې وژلي دي، وموند.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې امنیتي ځواکونو د داعش د پخواني مرکز اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې، لږ تر لږه ۱۰ جسدونه وموندل.

خوګیاڼي وویل، ترهګرو دغه قربانیان ۱۵میاشتې مخکې په پچیر اګام ولسوالۍ کې تښتولي ول.

دغه کشف وروسته له هغه رامنځته شو چې مقاماتو د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۸ مه/ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۹ یرغمل شویو کسانو یو ډله ییز قبر، چې د ادعا په اساس د داعش له خوا نیول شوي ول، کشف کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500