|

داعش په جوزجان کې د یوه ۱۴ کلن هلک سر پرې کړ

سلام ټایمز

جوزجان -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۸ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش ترهګرو د یوه ۱۴کلن هلک، چې هغوی پرې په جوزجان ولایت کې له افغان ځواکونو سره د مرستې تور لګولی وو، سر پرې کړ.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مدیر عبدالحفیظ خاشي وویل، دغه پېښه په درزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوه.‌

خاشي وویل، د داعش ترهګرو د رحیم داد په نامه ماشوم سر پرې کړ، ځکه هغه په خپله خوښه محلي امنیتي ځواکونو ته خواړه او اوبه ور وړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 1

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

نادر ورېښمین قران کریم د افغانستان د کلتوري میراث په ساتلو کې مرسته کوي‌

هغه خطاطان چې کار یې پرې کړی، وایي، د دغه قران کریم بشپړولو دوه کاله وخت نیولی او له مذهبي او هنري اړخه 'بې ساري ارزښت' لري.‌

د رایو شمېر

څومره احتمال لري چې په طالبانو کې به له وروستي اوربند څخه، چې په یاده ډله کې یې وېشونه وښودل، وروسته،‌ درزونه رامنځته شي؟

نتایج وګورئ