وسله والو سړیو په کندهار کې افغان ژورنالست وواژه

سلام ټایمز

کندهار -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې نامعلومو وسله والو سړیو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۵ مه/ په کندهار ولایت کې یو افغان ژورنالست وواژه.

د هغه کورنۍ وویل، چې عبدالمنان ارغند، چې ۳۱ کاله عمر یې درلود، د کندهار ښار په ۹ مه امنیتي حوزه کې موټر چلاوه چې په موټرسایکل سپاره وسله والو سړیو پرې ډزې وکړې.

ارغند د نورو رسنیو په شمول په پلازمېنه کې له محلي تلوېزیون سټېشن کابل نیوز سره کار کاوه.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500