کندهار-- د افغان پیلوټانو لومړني ګروپ د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۷ مه/ په کندهار کې د UH-60 بلیک هاک څرخکو د الوځولو سندونه ترلاسه کړل.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «نن د افغان هوایي ځواک لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې د افغانستان د لومړني UH-60 بلیک هاک ماموریت با استعداده عملیه فارغه شوه. سبا، هغوی د افغانستان د ملي امنیت او دفاع په ملاتړ عملیات پیلوي،»
د متحده ایالاتو د هوایي ځواک برید جنرال فیلېپ سټیوارټ وویل، «د UH-60 معرفي د افغان هوایي ځواک لپاره د یوه نوي عصر پیل ښیي،»
د څلورو بلیک هاک UH-60A څرخکو لومړۍ جوپه په تېره تله کې کندهار ته را ورسېده.