ننګرهار -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په دغه ولایت کې د طالب اورپکو یوه ۱۸ کسیز ګروپ د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۷ مه/ خپلې وسلې کېښودې او د سولې پروسې سره یوځای شول.
په اعلامیه کې د ننګرهار د والي حیات الله حیات له قوله لیکل شوي، چې دغه ګروپ چې محمد حسن (مشهور په زبیر) یې مشري کوله، له پنځو کالو راهیسې د حکومت پر ضد جنګونه کول.
د اعلامیې په اساس،دغو اورپکو د سعودي د مکې د لوی جومات او په مدینه کې د نبوي جومات د امامانو د جمعې د ورځې /د چنګاښ ۱/ ویناو ته،چې سوله دې وشي او اوربند دې اوږد شي، درناوی وښود.