کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې دوه جیګپوړي غړي ونیول.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات په مومند دره ولسوالۍ کې ترسره شول. د عملیاتو نېټه نه ده څرګنده شوې.
اعلامیه زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې د مومند درې ولسوالۍ لپاره د داعش تش په نامه ولسوال مرستیال حاجي روح الله (چې په خاموش مشهور دی) هم شامل دی.