امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۲ جیګپوړي مشران ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې دوه جیګپوړي غړي ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات په مومند دره ولسوالۍ کې ترسره شول. د عملیاتو نېټه نه ده څرګنده شوې.

اعلامیه زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې د مومند درې ولسوالۍ لپاره د داعش تش په نامه ولسوال مرستیال حاجي روح الله (چې په خاموش مشهور دی) هم شامل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500