جلال اباد -- د ولایت د رسنیو دفتر وویل چې د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۲۱مه/ لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت ووژل او ۱۲ نور ټپیان شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په ننګرهار ولایت کې د یوه واده په مراسمو برید وکړ.
داعش د خپلې رسنۍ اعماق له لارې د برید مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې دغه بمي برید له ۷۰ څخه ډېر کسان ووژل او ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، «نن سهار ۸ بجې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په پچیر اګام ولسوالۍ کې د یوه واده په مراسمو کې ځان وچاوه.»
د پچیر اګام ولسوال حضرت خان خاکسار وویل چې په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، خو خبرداری یې ورکړ چې ښایي دغه شمېر تغیر وکړي.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ظاهر عادل ای اېف پي ته وویل، دوه جسدونه او ۱۱ ټپي شوي قربانیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ولایت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې جلا، پولیسو په مومند دره ولسوالۍ کې یو موټر بم چې په جلال اباد کې د کارول کېدلو لپاره چمتو کړای شوی وو، شنډ کړ.